 | | | حسينې خپله چرګه په هګيو کېنوله، چې چرګوړي وباسي اوژونديې ښه شي. |
يو وخت د يوه کلي په يوه غريبه کورنۍ کې دشريف او حسينې په نومونو يوې خور او ورور ژوند کاوه. دګوچني اختر په ورځ دشريف انډيوالانوله شريف نه وغوښتل، چې دسيل او ساعت تېرۍ لپاره ورسره ولاړ شي. شريف د نويو جامو دنه درلودلوله کبله دناروغۍ په پلمه له باندې تګ نه ډډه وکړه. شېبه وروسته دشريف ماما راغی اود شريف دخواشينۍ يې وپوښتل. دشريف مور دهغه دخواشينۍ لامل دهغه دنوو جامو نه درلودل وښود. مامايې شريف او حسينې ته يوه اندازه پيسې ورکړې. شريف په خوښۍ دباندې ووت او دلوبو راز، راز سامانونه او خوراکي توکي يې واخيستل، خو حسينې په خپلو پيسو چرګوړي وپېرودل. چرګوړي غټ او هګۍ اچول يې پيل کړل. يوه ورځ د ښوونځي په لاره دشريف قلم ورک او په ژړا کورته راغي. خوريې ورته د خپلې چرګې دهګيوله پيسو هغه ته قلم واخيست څه موده وروسته دحسينې چرګې کړوکې اومور يې په هګيوکېنولې. دحسينې چرګو بچي واېستل اوورو، ورو غټ شول. دهغوی ژوند دهګيو دپلورلو له لارې ورځ تربلې ښه کېده.  | | | دحسينې موردهګيو دپلورلو له لارې دلوی اخترلپاره حسينې اوشريف ته نوې جامې جوړې کړې. |
کله، چې لوي اختر راورسېد، موريې دچرګو دهګيوله پيسونه ټولوته جامې تيارې کړې. شريف داختر په ورځ په ډېرې خوښۍ له خپلوانډيوالانوسره لوبو ته ولاړ. هغه هوډ يې وکړ، چې دی به هم دخپلې خور په څېر پيسې بې ځايه نه لګوي اوپه هغې به د چرګوړو ساتنه اوپالنه کوي. |