BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:47 گرينويچ 2012 ,30 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوندکيسې: کاري نجلۍ

کاري نجلۍ
د فوزيې دپښې هډوکی ثريا تړلی و، چې ډاکتر دهغې ددې کارستاينه وکړه.
په يوه کلي کې دثريا په نوم يوې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه اوفوزيه يې هغه يوازينۍ خورلڼه وه، چې دا به ورسره ښوونځي ته تلله او لوبې به يې هم ورسره کولې.

يوه ورځ وروريې ، قاسم او پلار يې هغه ښوونځي ته له تګ نه منع کړه، څو يوازې دکورکارونه پرمخ يوسي.

ثرياډېره خواشينې او اړه شوه، چې له خپلې مورسره دکوردکارترڅنګ له فوزيې سره هم په پټه توګه خپل سبقونه ووايي.

هغه يوه ورځ له فوزيې سره په ټال کې ځنګېدله، چې دفوزيې دټال پړی وشلېد اود فوزيې پښه سخته ژوبله شوه.

موريې دفوزيې له ورور، ميرويس نه وغوښتل،، چې هغه شکسته بندته بوځي خو ثرياډاکترتر شکسته بند غوره وګاڼه.

ثريا دلرګي دوه نازکې تختې پيدا او دثريادخوږ پښې دواړو خواوو ته يې وتړلې او وروسته تر هغې ميرويس هغه ډاکترته بوتلله او هلته بستر شوه.

څو ورځې وروسته ثريا، قاسم او پلار يې د فوزيې له پلار سره دفوزيې پوښتنې ته روغتون ته ولاړل. هلته ډاکتر ترې دثريادپښې تړلو وپوښتل.

کاري نجلۍ
فوريه له ټال نه وغورځېدله اوپښه يې سخته ژوبله شوه.

دفوزيې پلار دثريا نوم واخيست. ډاکتردثريا کار وستايه او ويې چې پدې توګه يې دهغې د پښې هډوکی له ماتېدو ژغورلی دی.

ثريا وويل، چې ښوونکي يې په ښوونځي کې لومړنۍ مرستې ورزده کړې وې. قاسم او پلار يې ددې خبروپه اورېدو خپلو کړنوپښېماني وښوده او ثرياته يې اجازه ورکړه، چې بېرته خپل ښوونځی پيل کړي.

دوه سوياند ژوند کيسې
دوه سويان
د مصطفی هيلهد ژوند کيسې
د مصطفی هيله
دڅارويونړۍ د ژوندکيسې
دڅارويونړۍ ( ۲مه برخه)
دڅارويونړۍد ژوندکيسې
دڅارويونړۍ
خوبد ژوندکيسې
خوب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>