 | | | ذاکر دولاړو اوبودډنډ ترڅنګ لوبې کولې، چې دملارياغوماشې وچيچه اوتبې ونيو. |
جميله، زمان او ذاکر هغه درې انډيوالان وو، چې تل به يې يوځای لوبې کولې. يوه ورځ ماښام مهال ذاکر له خپلوانډيوالانوڅخه وغوښتل، چې د هغوی کور ته څېرمه داوبودډنډ ترڅنګ لوبې وکړي. زمان او ذاکر ولاړل، خو جميلې دډنډ څنګ ته له تګ نه ډډه وکړه. هغوی ترتياره ماښام پورې لوبې وکړي ، چې دلوبو پرمهال ذاکر يوې غوماشې هم وچيچه. څه موده وروسته ذاکر تبې ونيو او پلاريې روغتون ته بوتللو. ډاکتر د وينې دمعايناتو ترکتنې وروسته دهغه ناورغي دملاريا تبه وګڼله. ډاکتر وويل، چې دملارياناروغي د هغو غوماشوله چيچلوڅخه پيدا کيږي، چې دخوسا اوبو په ډنډونوکې اوسي. دذاکر پلار ددې ناروغۍ دمخنيوي په هکله وپوښتل. ډاکتر وويل،چې د ګرمۍ په موسم کې دې کړکيوته جالي ونيسي اودشپې له خوا دې په پشه خانوکې ويده شي. دذاکر پلار کورته تررسېدلو وروسته کړکيو ته جالي ولګوله او دويده کېدو لپاره يې پشه خانه واخيستله چې دشپې له خوا ټول په پشه خانه کې ويده شول.  | | | ډاکتردذاکرپلارته وويل،چې دخونوکړکيوته دې جالي ولګوي اودشپې په پشه خانه کې ويده شي. |
پدې وخت کې د پيتۍ په نوم يوه غوماشې د يوه کوچني سوري له لارې خونې ته وردننه شوه، خو له پشه خانې سره تر ټکر وروسته مړه شوه، ځکه ، چې پرپشه خانه دغوماشو ضد دوا وهل شوې وه. کله، چې دکلي خلک دملاريادغوماشوله پيداکېدو نه خبرشول، دخوسااوبوډنډيې له منځه يوړ. غوماشې له ياد ډنډ نه وتښتېدې او په دې توګه په کلي کې دملاريادناروغۍ دخپرېدو مخه ونيول شوه. |