BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:58 گرينويچ 2009 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : اونۍ

اونۍ

ادريس او پرده دار د پردې تر شا زرلښت او راضيه ولېدل . زرلښتې خوښي څرګندوله چې يوه اونۍ(اوه ورځې) وروسته يې پلار له سفرنه راځي.

هغوی نه پوهېدلې چې اونۍ ولې اوه ورځې وي،خبره يې له پرده دار سره شريکه کړه.

هغه وويل ددې لپاره چې خلکوله کال نه لنډوخت ټاکلی وي، لومړی يې دسپوږمۍ له مخې مياشت اوبيايې هفته وټاکله.

ماښام پرده دار د ماشومانوسره د زرلښتې دوی دکوربام ته وخوت او په جادو يي شپېلۍ يې سپوږمۍ په خبرو راوستله.

سپوږمۍ وويل: "پخوانيو له مياشتې نه دکم وخت دکچې ( اندازې ) د مالومولو لپاره يوه واحدته اړتياپيداکړه.

داچې سپوږمۍ په لومړيوڅوارلسو ورځوکې غټيږي او په پاتې څوارلسو ورځو کې کو چنۍ کيږي ، هره برخه يې په دوو برخو ووېشله چې اووه ورځې کيږي.

هفته (اونۍ) هم له همدې حساب نه اخيستل شوې ده، دسپوږمۍ مياشت کله نه ويشت ورځې او کله هم ديرش ورځې کيږي. "

وروسته پرده دار يوجادويي کتاب په خبروراووست. کتاب وويل : " کلونه پخوا کوروش ، داريايانوپاچا ، دخپل سفرپه ترڅ کې يوعربي هېواد ته ولاړ.

هلته يې په تورات کې ولوستل چې دنيا په شپږو ورځو کې جوړه شوې ده.

مياشت
پخوانيو دسپوږمۍ له مخې لړمړی مياشت اوبيايې هفته وټاکله.

خلکو ګمان کا وه چې دنياد شنبې په ورځ تکميل شوې نوځکه يې دا ورځ دشنبات ( خوښۍ) دورځې په نوم ياده کړې ده.

کله چې کوروش خپل هيواد ته ستون شو، هلته يې په ورځو نومونه کيښودل چې عبارت وو له: شنبت ،يو شنبت ، دوه شنبت ، تري شنبت ، چر شنبت او پنج شنبت ."

پرده دار وويل چې ورورسته دا نومونه په شنبه، يک شنبه، دوشنبه، سه شنبه ،چار شنبه پنجشنبه او جمعه باندې بدل شوي دي.

اورغورځوونکې تيږېداسرارو پرده
اورغورځوونکې تيږې
غاښونهد اسرارو پرده
غاښونه
کوچداسرارو پرده
کوچ
مرغلرېداسرارو پرده
مرغلره
کيمياوي سرهداسرارو پرده
کيمياوي سره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>