زمري تروم وواهه او پرده دار حاضر شو، زمري پرده دار ورته وويل: "هغه څه شی دی چې دنباتاتو حاصل ډيروي؟" پردار پرده کش کړه تر څو دا راز راڅرګند شي. دپردې ترشاه يې يو دهقان وليده چې د ګلپيو پټي ته يې اوبه خوشې کړې وې او سپينه سره يې ورته اچوله، زمري له پرده دار وپوښتل: "ولې دهقانان پټي ته کيميا وي سره اچوي"؟ دوۍ دهقان ته نږدې ورغلل او دهقان وويل چې بوټي قوي شي او ډير حاصل وکړي. دهقان زياته کړه: "که سړی ماشوم ته ښه خواړه ورکي هماغومره صحتمند راځي اوچې پټي ته په مناسب وخت کې سره ورکړي بوټي هم قوي راځي او هم ډير حاصل کوي." په دې کې ددوۍ پام يوې جلۍ ته واوښت چې پر پولې چرتي ناسته وي دوې نږدې ورغلل جلۍ چې ګلالۍ نوميږي هغې ته هم همدا پوښتنه پيدا شوې وه. پرده دار په يوې لپې سرې دم ووايه او سره په خبرو راغل او ويې ويل: "زه دهغو ټولو خوراکي موادو څخه جوړه يم چې يو بوټی ورته اړتيا لري. "همدا وجه ده چې زه بوټي غټوم، ميوه اوحاصل يې ډيروم". په دې وخت کې ديوې ګازرې او ګلپي غږ راځي چې دسرې خبرې تائيدوي.  | | | توره سره بوټو ته خواره نرموي او سپينه سره بوټي قوي کوي. |
هغوۍ وايي: " که مخکې له کښته توره سره په مځکو کې واچوي نو مونږ په اسانۍ هرې خواته ريښې ځغلولی شو داځکه چې تورې سرې خاوره نرمه کړې وي نوکله چې زمونږ ريښې هرې خواته لاړې شي نومونږ ښه خواړه او اوبه موندلی شو نو هماغه دی چې ژر غټيږو او ډير حاصل کوو، کله چې سپينه سره له اوبو سره راکي نو زمونږ ريښې يې ګټور مواد ښه جذبولی شي او پاڼو اوڅانګو ته يې لېږلی شي" ماشومان د مالوماتو ترلاسه کولو وروسته خوښي څرګندوي او خپرونه پای ته ورسېده |