BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:38 گرينويچ 2008 ,22 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: موبايل

موبايل

سليم وارخطا وو، ويل يې چې يوه ضروري خبره باېد اوس خپل تره ته ورسوي خو تره يې ډير لرې دی. فريده هم حيرانه وه چې څه وکړي، يوناڅاپه پرده دار ورپه زړه شو.

دتروم په وهلو پرده دار حاضر شو، اوپرده يې لرې کړه، دپردې ترشاه دوۍ يو موبايل وليد چې زنګ يې واهه، پرده له يوتن سره چې په هلمندکې و خبرې وکړې.

ماشومان حيران وه چې له څومره لرې ځايه يې خبرې کولې، پرده داروويل:

"دخبرو کولويو شرط دادی چې دهغه چا نمبر ولرې او ستا مبايل سيم کارت، پېسې او بطرۍ يې برق ولري"

په دې وخت کې جميله راغله ويې ويل چې زما موبايل راکړئ دوۍ ورته موباېل ورکړ، دپرده دار په ليدو ويې ويل:

موبايل
دغږ څپې داسې دي لکه که په اوبو کې تيږه واچوو او څپې پيدا شي.

"دا غږ څنګه له يوه موبايل نه بل موبايل ته ځي" پرده دار ورته ووېل:

"هر مبايل له درې برخو نه جوړ شوی دی اخيستونکې برخه، ليږونکې برخه او ساتونکې برخه، دغږ ليږل او اخيستل داخيستونکې او ليږونکې برخې کار دی."

سليم وويل: "دا موجونه يا څپې څرنګ وي". فرېدې وويل:

"د راډيو خپرونې نه مې اوريدلي چې دغږ څپې داسې دي لکه که په اوبو کې تيږه واچوو او څپې پيدا شي.

پرده دار دفرېدې خبره ومنله بيا يې دوۍ ته جادويي عينکې ورکړې او جميلې ته يې وويل چې خپلې خورلڼې سره په موبايل کې ډېرې خبرې وکړه.

دجادويي عينکو په وسيله يې تر ډيره لرې پورې موجونه تعقيب کړل، جميلې خپلې خورلڼې سره خبرې شروع کړې، دموبايل اخيستونکې برخه لاس په کار شوه.

دغږ څپې يې په برقي څپو کينولې او لېږلې يې. پرده دار ووېل:

"دغږ موجونه ورو ځي، نوچې ژر ورسيږي نو په برقي موجونو يې کينوي لکه سړی چې په طياره کې کيني تر څو زر ورسيږي".

د موبايل منځ
مبايل له درې برخو نه جوړ شوی اخيستونکې برخه، ليږونکې برخه او ساتونکې برخه.

دوۍ ليدل چې برقي موجونه ډېر تيز وه او دسترګو په رپ کې رسېدل، دوۍ وليدل چې برقي څپې په لاره کې ولاړو انتنونو ته ننوتل او ترې وتل.

پرده دار ووېل: "برقي موجونه په لاره ستړې کيږي نو داانتنونودوۍ تازه کوي او دوۍ ته لار ښيي دوۍ دموباېل دانتن له لارې موباېل ته ننوتل،

هلته يې وليدل چې اخېستونکې برخې دغږ موجونه له برقي څپو نه جلا کول او اورېدو ته يې سپارل ماشومان اېله وپوهېدل چې يوه موباېل نه بل موباېل ته غږ څنګه ورځي.

د ښاخ پيوندولداسرارو پرده
پيوند
کډه کوونکي مارغانداسرارو پرده
کډوالې مرغۍ
د ژاولې پوکاڼۍد اسرارو پرده
ژاولې
تيار شوي چاکلېټداسرارو پرده
چاکلېټ
دسترګې عکسد اسراروپرده
دسترګې عکس
اوبه د اسرارو پرده
اوبه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>