|
داسرارو پرده: کډوالې مرغۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پلوشه د سيند په غاړه خفه ناسته وه شکور راغی دهغې دپريشانۍ پوښتنه يې وکړه، پلوشې وويل: "دا دوه ورځې کېږي چې سپين قاز دلته نه راځي." دواړه نه پوهېدل چې قاز به چېرې تللی وي، نو د همدې لپاره يې تروم پو کړ، پرده دار حاضر شو او پرده يې کش کړه چې راز راڅرګند شي. د پردې ترشا يې يوه په پښه ژوبله هېلۍ وليده، نږدې ورغلل ويې ليدل چې د هېلۍ په پښې پورې يوګونګری تړل شوی اوپرې ليکل شوي سايبېريا. پرده دار ووېل داهېلۍ له سايبېريا راغلې ده، چې ډير لرې وطن دی. ماشومانو له يوه ځای نه بل ځای ته د مرغيو دکډه کېدو په اړه معلومات وغوښتل. پرده دار لمړی له څو ماشومانو نه وپوښتل ماشومانو ووېل: مرغۍ د خپلو بچيو د ژوندي پاتېدو او دانې پېداکولو لپاره له سړو سيمو نه تودو ته کډه کوي. په همدې وخت کې پلوشې دوۍ په هوا کې مرغۍ وليدې او دواړوو غوښتل چې د مرغيو غوندې وزرونه پيدا کړي. پرده دار ددوۍ داهېله هم د جادويي شپېلۍ په وهلو پوره کړه. درېواړه په ګډه دآسمان په لور والوتل. دوۍ په اسمان کې يو ډله قازان وليدل چې د(٨) په شکل روان وو. پرده دار په خپلې جادو يو قاز په خبرو راويست. قازوويل:
"ځينې مرغان دهګۍ اېښودو لپاره هم کډه کوي، داځکه چې هغوۍ په سړه هواکې هګۍ نه اچوي او د دانې پېدا کولو لپاره هم کډه کوي. دوۍ مخکې له سفره ډېر غوړ خواړه خوري چې پر لاره وږي اوستړي نشي. که پر لاره داسې شين ځای وي چی اوبه ولري ښکته کېږي دمه کوي. په تياره کې هم په هغه لارتلی شي چې يو ځل پرې راغلي وي نوځکه د شپې هم سفر کوي او پرته له چنچڼو نور ټول مرغان کډه کوي. " ماشومان له اسمان نه ښکته او بېرته دپخوا په شان شول. او د يو سړي خبرې يې واورېدې چې وېل يې: "دمرغيو په تيره دتوتکيو په راتګ سره بزګران به پخوا پوهېدل چې پسرلی شو او تخم به يې شينده، اوس هم دمرغيو دراتګ سره ډېر خلک دکال فصلونه معلوموي." |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||