BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:04 گرينويچ 2008 ,19 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: رنګ شوې تيږې

رنګ شوې تيږې او نښې

طارق شازيې ته وويل:"څو تنو چې اسماني رنګه جامي يې پر تن وې د کلا مخې ته پر پرتو تيږو سور رنګ وواهۀ، راځه هغه تيږې راوړو".

دوی ته پوښتنه پيدا شوه چې تيږې به يې ولې رنګ کړې وي ؟ تروم يې وواهۀ پرده دار راغی، هغۀ پردې ته شعر ووايۀ، د پردې شا ته يو شپون، اکبر او شمس وو.

شپانۀ غونډۍ ته د اکبر او شمس دتلو مخنيوی وکړ، ورته يې وويل:"هلته ماينونه دي، هغه خلک وينئ چې د غونډۍ تيږو ته سور رنګ ورکوي".

پرده دار يې خواته ورغی، ويې ويل:"دا غونډۍ لۀ ماينونو نه ډکه ده ،ځکه هغه خلک يې تيږو ته سوررنګ ورکوي.

سور رنګ د خطر مانا لري او له ورايه ښکاري هم، نوځکه ماين لرونکی سيمې پر سرۀ رنګ په نښه کوي ".

رنګ شوې تيږې او نښې
ماين پاکان چې د يوې سيمې ماينونه وباسي نو د خلکو د پوهېدا لپاره هلته سره بيرغونه ښخوي.

پرده دار ماشومان يوې غونډۍ ته بوتلل، دغونډۍ يوې خواته سرې نښې، بلې ډډې ته اسماني رنګه نښې او بل لور ته يې سمسوره سيمه وه، پرده دار پر يوې سرې تيږې منتر ووايۀ پۀ خبرو راغله.

تيږې وويل:" موږ په کنډوالو، ورانو کورنو او هغو ځايونو کې چې د خلکو تګ راتګ کم وي يو".

شمس پوښتنه وکړه:په ځينو سيمو کې سرۀ بيرغونه د څۀ لپاره لګېدلي وي؟ تيږی وويل:

" کله چې ماين پاکان د يوې سيمې ماينونه پاکوي نوهلته سره بيرغونه ښخوي چې خلک وپوهېږي ، دې سيمې ته مين پاکان راغلي او دا سيمه لۀ ما مينونو څخه پاکوي".

ماشومانو پوښتنه وکړه : اسماني رنګه تيږې د څۀ لپاره وي؟ اسماني رنګه تېږه هم د جادويي منترپۀ ويلو پۀ خبروراغله ، ويې ويل:

"پۀ هغو سيمو کې چې جنګ جګړې تېرې شوي وي، الوتکو بمبار کړی وي او ناچاوده توکي وي، موږ هلته يو".

اکبر پوښتنه وکړه: ناچاوده توکي څۀ ته وايي؟ پرده دار وويل:" د راکټ اوهاوان مرمۍ، سرګلولې او داسې نور هغه شيان چې نۀ وي چاودېدلي، ناچاوده توکي يې بولي".

رنګ شوې تيږې او نښې
سپينې نښې دا مانا لري چې، دا سيمه د ماين او ناچاوده توکو لۀ ګواښ نه پاکه شوېده.

شازيې وويل:" زۀ د سپينو نښوپۀ راز خبره يم، سپينې نښې دا مانا چې،داسيمه د ماين او ناچاوده توکو لۀ ګواښ نه پاکه ده ". پرده دارشازيه وستايله او ورته يې ووبل:

"ستا خبره سمه ده خو بيا هم هر ځاي کې چې ګرځئ پام کوئ، هسې نه چې کوم ماين يا بل شی پاتې وي خداي مکړه پرې ورپېښ نۀ شئ".

تر دې وروسته پرده درا د پردې په کشولو سره خپرونه پای ته ورسوله.

د اسراو پرده : زخه: محمد عارف لوديند اسراو پرده
زخه
کنګل ( يخی )د اسراو پرده
کنګل ( يخی )
 زيرهد اسرارو پرده
زيره
بېټرۍداسرارو پرده
بېټرۍ ( مساله )
دکونځلوحلواداسرارو پرده
دکونځلو حلوا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>