BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2008 ,21 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسراو پرده: کنګل ( يخی )

کنګل ( يخی )

مريم، ښاپېرۍ او شاپور د شيريخ پۀ دوکان کې شيريخ خوړۀ،دوی دغلته د کنګل( يخ ) کوندې وليدې چې بوجۍ يې ترې تاوې کړې وې.

دوی ته پوښتنه پيداشوه چې دا يخی به څه ډول جوړيږي؟ تروم يې وواهۀ پرده دار راغی. ماشومانوترې پوښتنه وکړه چې يخی به لۀ کومه کيږي؟

او دا کنګل يې ولې پۀ بوجيو کې تاو کړيدی ؟ پرده دار هغوی شيريخ جوړونکي ته بوتلل، شيريخ والا وويل: "

ځکه يې بوجۍ کې تاوو چې ژر اوبه نشي." شاپور پوښتنه وکړه:" ولې يې پۀ ټوکر يا پلاستيک کې نۀ تاووئ؟ شيريخ والاوويل:

" پلاستيک اوټوکر کې کنګل ژر اوبه کيږي او بوجۍ د يخي د تود والي مخه نيسي ځکه چې تاري ( نخي) ده." پرده دار او ماشومانو پردې ته شعر ووايۀ، پرده لرې شوه.

کنګل ( يخی )
خلک له کنګل ( يخي ) نه په شيريخ ، ژاله، شربت جوړونه او نورو شيانو کې کار اخلي

د پردې شا ته ماشومان د يخي فابريکه او د يخ کوندې وليدې ،پرده دار په جادويي شپيلۍ ور پرانيسته ، هلته حوضونه، قالبونه او د فابريکې سړه هوا وه.

ماشومانو پۀ فابريکه کې لۀ يوه تن کاريګرنه پوښتنه وکړه، چې کنګل څه ډول جوړيږي ؟
سړي وويل: "موږ دلته دوه حوضونه لرو،

يو حوض ته تانک وايي چې لۀ سړو اوبو ډک وي، دا بل حوض تل له تړمو اوبو ډک وي او تانک کې مالګه اچوو،

مالګه پۀ کې ځکه اچوو چې، د تانک اوبۀ او شاوخوا سيمه سړه ساتي او نه پريږدي چې د تانک اوبونه کنګل جوړشي

قالبونه مو چې لۀ اوبونه ډک کړل، د تانک د اوبو څخه څلور يا پېنځه ولېشتې لوړيې ږدوځکه چې، د تانک تروې اوبه د قالبونو لۀ اوبو سره ګډې نه شي،

قالبونو پر سر لرګي ږدو، ترپال پرې راکاږواو کولر ورته روښانه کوو، چې د تانک اوبۀ پۀ حرکت راولي.

" ماشومانو پوښتنه وکړه، پۀ څومره موده کې د قالبونو اوبۀ پۀ کنګل بدليږي؟

کنګل ( يخی )
دوبي( 18)ساعتوکې يخی جوړيږي، قالبونه يې مالګينواوبو کې ځکه ږدي چې مالګه اوبه سړوي

سړي وويل: "پۀ پسرلي کې شپاړلس ساعته وروسته اوبۀ کنګل کيږي او پۀ دوبي کې اتلس ساعته وروسته ، پۀ ژمي او مني کې يې نه جوړوو هوا ډېره سړه وي،

د قالبونو اوبۀ چې کنګل شي بيا يې پۀ دې بل حوض کې د دوو دقيقو لپار ږدو چې کنګل لۀ قالبونو څخه جلا شي ،

بيا يې بازار ته د خرڅلاو لپاره ليږو." پرده دار د پردې په کشولو خپرونه پای ته ورسوله.

 زيرهد اسرارو پرده
زيره
بېټرۍداسرارو پرده
بېټرۍ ( مساله )
دکونځلوحلواداسرارو پرده
دکونځلو حلوا
سمندري سفنجداسرارو پرده
طبيعي سپنج
توږل شوی لاجوردد اسرارو پرده
لاجورد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>