BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:24 گرينويچ 2008 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: زيره

 زيره

شکېبا اوطارق وريجې خوړلې، چې پۀ وريجوکې يې تورو دانو ته پام شو. دوی وويل چې دابه دڅه شي دانې وي. دوی تروم وواهه او پرده دار راغی.

پرده دار او ماشومان ددې راز د پيدا کولو لپاره پۀ ګډه پردې ته شعر ووايۀ او پرده ليري شوه. دوی د پردې شاته يوه قوطۍ وليده، خو نه پوهېده چې دابه دڅۀ شي قوطۍ وي؟

پرده دار د قوطۍ سر پرانيست، په وريجو کې د تورو دانو په شان ،خوشبويي دلته هم وه. دوی وليدل چې په قوطۍ کې هماغه دوريجو تورې دانې هم دي.

پرده دار پر يوې تورې دانې منتر ووايۀ او هغه پر خبرو راغله. کوچنيانو ترې پوښتنه وکړه چې نوم دي څۀ شی دی؟ تورې دانې وويل:” نوم مې ځنکۍ ده، ښۀ بوی او خوند لرو“ .

پرده دار وويل:” هو، خوځينې خلک زيره هم ورته وايي.

“ ماشومانوپوښتنه وکړه چې تاسوبوټي لرئ که ونې؟ ځنکۍ وويل:” اصلاً موږ غرني بوټي يو،خوتخم موپۀ هواره کې هم کرل کېږي .“

 زيره هم په طبيعي ډول په غرونو کې وي او هم په ځمکو کې کرل کيږي.

ماشومانو وغوښتل چې د زيرې بوټي لۀ نږدې وويني . پرده دار هم د جادويي شپېلۍ پۀ وهلو سره ماشومان يوې دښتې ته بوتلل .

ماشومانو وپوښتل چې دا کوم ځای دی؟ پرده دار وويل چې، دا د بد ځشان ولايت دی.

ماشومانو هلته يو کروندګر وليد، کروندګر وويل چې، دلته مې دا ځنکۍ کرلي. دپسرلي په موسم کې دزيرې تخم کرل کېږي.

په لومړي کال کې پاڼۍ او څانګې نيسي، په دويم کال کې زيره نيسي چې د ميزان په مياشت کې پخېږي“.

پرده دار وويل چې، بيايې بوټي لۀ ريښو سره راباسي،ګېډۍ کوي يې او لمرته يې ږدي.

کروندګر وويل:” بيا يې بوټي څنډو چې ځنکۍ ترې راولوېږي، تر هغه وروسته يي چاڼوو او پر سوداګرو يې پلورو“.

ماشومانو هلته څو نجونې وليدې، يوه ماشوم پوښتنه ترې وکړه چې پۀ دې پاڼو څۀ کوئ ؟ نجلۍ وويل چې، دځنکيو پاڼې پۀ پېرکيو کې اچوو چې خوندورې راشي“.

زيره
په افغانستان کې د بدخشان زيره ډير شهرت لري.

بلې نجلۍ وويل :” دځنکيو پاڼې ډېر ښۀ بوی او خوند لري، موږي ې پۀ سلا ته کې هم اچوو“.

ماشومانو له پرده دار څخه پوښتنه وکړه چې، ځنکۍ نور پۀ څۀ شي کې کارول کېږي؟

پرده دار وويل چې، د عطرو، صابون، ماچو ( سيميان ) او ځينو درملو پۀ جوړولوکې هم استعمالېږي “.

ماشومانوپوښتنه وکړه چې ځنکۍ نور پۀ کومو سيموکې شنې کېږي؟

پرده دار وويل :” پۀ ميدان وردګو ،هرات، غور، بلخ، زابل، اروزګان اوداسي نورو ولايتونوکې کېدای شي .خو د بدخشان ځنکۍ ډېرې ښې دي“ .

بېټرۍداسرارو پرده
بېټرۍ ( مساله )
دکونځلوحلواداسرارو پرده
دکونځلو حلوا
سمندري سفنجداسرارو پرده
طبيعي سپنج
توږل شوی لاجوردد اسرارو پرده
لاجورد
ښيښيي ګلاسداسرارو پرده
ښيښه (دوهمه برخه)
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>