BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:29 گرينويچ 2008 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : دکونځلو حلوا

دکونځلوحلوا

صبور او پلوشې د پټ پټوني لوبه کوله،چې شازيه راغله اوهغوی ته يې د کونځلو حلوا ورکړه. دوی ته دا پوښتنه پيداشوه چې دکونځلوحلوا ولي سپين رنګ لري؟

پلوشې وويل: ” ځکه چې شيدې او بوره پۀ کې اچوي “ . صبور يې خبره ونۀ منله او ويې ويل : ” زما پلار وايي چې د کونځلوپۀ جوړېدوکې شيدې نۀ استعمالېږي“.

دوې دهمدې خبرې دسپيناوي لپاره بازارته ولاړل او هلته يې له څو تنو کوچنيانوڅخه، پوښتنې وکړې. يوماشوم وويل: ” د کونځلوحلواځکه سپينه وي چې شيدې پۀ کې اچوي“.

بل ماشوم وويل: ” دا حلوا دکونځلو د دانو له خاطره سپينه وي“ . بل ماشوم وويل: ”زه پۀ دې نۀ پوهېږم چې دکونځلوحلوا ولي سپينه وي؟

کوچنيانو ددې معلوماتو لپاره تروم وواهۀ، پرده دار راغی اوماشومانوترې پوښتنه وکړه،چې د کونځلوا ولي سپينه وي؟ پرده دار پردې ته شعر ووايۀ اوپرده ليري شوه.

 زه ځکه سپين رنګ لرم چې د استغ پۀ نامۀ ديوۀ غرني بوټي له ريښې نه جوړېږم.
حلوا

د پردې شاته يې د کونځلو د حلوايوه کلچه وليده چې په پلاستيک کې پرته وه. پرده دار منترووايۀ او حلوا پرخبرو راغله . ماشومانو ترې پوښتنه وکړه چې ته ولي سپينه يې؟

حلواوويل:” ځکه چې د استغ پۀ نامۀ ديوۀ غرني بوټي له ريښې نه جوړېږم،بوره، دقند جوهراونينې شوې کونځلې هم راسره ګډې دي،خوسپينوالی مې داستغ دريښې له امله دی“.

پرده دار وويل : ” د استغ ريښه لومړی له غرۀ څخه راوړل کېږي او بيا دحلوا پخولو کارخانې ته وړل کېږي. ماشومانو د دې حلوا د پخيدو د ځای د ليدو هيله وکړه.

پرده دارجادويي شپيلۍ ووهله، ماشومان اوپرده دارد سترګوپۀ رپ کې د مزارشريف په ښار کې د قنادی بازار ته ورسېدل.

کوچنيانوهلته لۀ يوۀ سړي څخه چې د کونځلوحلوا يې رانيوله، پوښتنه وکړه چې په دې دومره ډېره حلواڅۀ کوې؟ هغه سړي وويل :

” دا دکونځلوحلوا په ننګرهار کې خپلو دوستانوته تحفه وروړم“ . ماشومانوله يوې ښځې څخه هم وپوښتل چې، ترورې، د کونځلوحلوا خلک ده څه شي لپاره رانيسي؟

هغې وويل: ” د هلک والا کورنۍ يې د کوژدنې پر مهال په اخترونواو نوروزکې د ناوي کورته له نوروخوږو سره ور وړي. اوځينې افغانان يې بهرنيوهيوادونو ته هم وړي“ .

د ستغ بوټی
د ستغ به نوم غرنی بوټې چې حلوا ته سپين رنګ ورکوي.

بيا پرده دار او ماشومان د حلوا پخولو کارخانې ته ورغلل. يوه ماشوم لۀ حلوا پخونکي څخه پوښتنه وکړه، د استغ ريښه چې مو راوړل بيا پرې څه کوئ؟

هغه وويل چې، دغه ريښه پۀ اوبوکې ښۀ ايشوو، ريښې يې ترې ليري کوو او دغه اوبه نورې هم ايشوو او بيا ورسره بوره او جوهر يوځای ايشوو.

بيا ورسره د کونځلو دانې يوځای کوو چې دغه مواد لږ کلک شي، بيا يې پر يوه پلاستيکي دسترخوان چې لږ اوړۀ هم پرې پاشل شوي وي، اواروو.

کله چې ساړۀ شي، په پلاستيکونوکې يې اچوو او پر دوکاندارانو يې پلورو“ .

يوه ماشوم له پرده دار څخه پوښتنه وکړه چې که پۀ دغه حلوا کې کونځلې وانۀ چول شي، نوڅۀ به وشي؟ پرده دار وويل چې، بيا دکونځلوحلوا نه ورته ويل کېږي.

بل داچې د کونځلو دانې غوړي وي، حلوا نۀ پرېږدي چې کلکه ا و ياخرابه شي “. تردې وروسته پرده دار پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده.

سمندري سفنجداسرارو پرده
طبيعي سپنج
توږل شوی لاجوردد اسرارو پرده
لاجورد
ښيښيي ګلاسداسرارو پرده
ښيښه (دوهمه برخه)
ونهد اسراروپرده
ونه
يو کيشپ چې په سيند کې لامبيد اسرارو پرده
کيشپ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>