|
د اسراروپرده: ونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مريمه د هغې ونې ترڅنګ خواشينې ولاړه ده چې ډېره ورباندې ګرانه ده. په دې وخت کې سليمان راغی او د هغې د خواشينۍ علت يې وپوښت. مريمې وويل چې دا ونه مې پلار زما په نوم کېنولې وه، اوس ورځ په ورځ مړاوې کېږي خو د باغ نورې ونې تر او تازه دي. سليمان وويل چې، کېداي شي چې اوبه نه وي ور رسېدلي. مريمې دا خبره و نه منله او ويې ويل چې زه خپله ونه لکه د بڼ د نورو ونو په څېر ښه ساتم، خو نه پوهېږم چې ولې داسې مړاوې کېږي. سليمان وويل چې کېدای شي خواړه نه وي ورته رسېدلي. مريمې په خندا وويل چې دا خو څه انسان نه دی، چې خواړه ورکړم. سليمان د دې لپاره چې مريمې ته قناعت ورکړي، يو شمېر نورو ماشومانو خواته ورغی او په دې اړه يې خبرې ورسره وکړې. يوه ماشوم وويل چې ونې هم لکه انسانان خوړو ته اړتيا لري. بل ماشوم وويل چې، ونې خو نه لاسونه او نه پښې لري خواړه به څه ډول تر لاسه کوي؟ بل ماشوم وويل چې، ونې د ځمکې له خاورو څخه خواړه ترلاسه کوي. مريمې وويل چې بله لاره نشته زه مجبوره يم چې پر ده دار اکا را وغواړم. سليمان تروم وواهه، پرده دار اکا راغی او د شعر په ويلو سره پرده ليري شوه.
د پردې شاته پروېز معلوم شو چې د کور په انګړ کې د يوې ونې څنګ ته ناست و او په ډېرې خواشينۍ يې له ونې سره خبرې کولې. پرده دار او ماشومان غلي د پروېز خواته ورغلل. پروېز په زاريو داسي ويل: ”ای پر ما ګرانې ونې، تا ته څه شی راوړم؟ اوبه، که خواړه چې ته يې وخورې او غټه شې“. په دې وخت کې د پروېز پام شو چې پرده دار او ماشومان يې څنګ ته ولاړ دي. پرده دار اکا وويل چې زموږ د خپرونې راز هم په دې اړه دی، ده وويل: ”ونې د پاڼو په مرسته له هوا څخه د لمر شعاع او کاربن ډای اکسايډ اخلي او د خپلو ريښو په مرسته له ځمکې څخه خواړه تر لاسه کوي او منرالونه هم اخلي، منرالونه يو ډول مواد دي چې په ځمکه کې وي. ماشومانو وپوښتل چې ونې څه ډول د پاڼو په واسطه د لمر وړانګې او کاربن ډای اکسايډ اخلي؟ پرده دار د دې پوښتنې د ځواب لپاره ماشومانو ته وويل چې تا سي خپلې سترګې پټې کړئ.
کله چې ماشومانو سترګې پټې کړې، نو ګوري چې په يوه جادويي بڼ کې ولاړ دي. دوی خبرې سره کولې چې په دې وخت کې يې يو داسي جادويي غږ واورېد: ”زه د ونو شاهزادګۍ يمه، سمسوره ښايسته ګۍ يمه، په ټو لوکې سپوږمۍ يمه. په ټول بڼ کې زما په شان ونه نشته“. ماشومانو وويل چې د ونو شهزادګۍ دي خپله موږته ووايي چې دا څه شی خوري؟ جادويي ونې وويل: ”موږ د خپلو ريښو په مرسته له ځمکې څخه منرالونه اخلو او د پاڼو په مرسته کاربن ډای اکسايډ او د لمر وړانګې اخلو. زموږ په وجود کې اوبه دي، دغه اوبه زموږ ټول وجود ته خوراکي مواد رسوي، بيا منرالونه د لمرد وړانګو په مټ په خوراکي موادو او انرژۍ بدلېږي چې دغه انرژي زموږ ټولو برخوته رسېږي”.
په دې وخت کې يو ناڅا په باد او برېښنا شول او نری نری باران هم په اورېدو پيل وکړ. د ونو شهزادګۍ د باد او باران په ليدو خوشاله شوه او په سندرو يې پيل وکړ. شهزادګۍ وويل: ”زه ځکه خوشاله يم چې زموږ په پاڼوکې يو ډول واړه واړه سوري دي، چې هغه دوړو او خاورو پټ کړي وي او په سمه توګه سا نه شو ايستلای. کله چې باد، اوباران شي نو دغه سوري خلاصېږي او موږ په سمه توګه تنفس کولای شو“. تردې وروسته پرده کش شوه او خپرونه پای ته ورسېده. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||