BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:21 گرينويچ 2007 ,04 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده : کيشپ

کيشپ په سيند کې


طارق او ښاپېرۍ په يوه مجله کې د ژويو انځورونه (عکسونه) ليدل. په دې کې ددوی يوه ژوي ته پام شو چې تيږې ته ورته بڼه يې درلوده.

دوی هيښ شول چې موږ خو تر اوسه پورې داسي ژوی نه و ليدلی.

تروم يې وواهۀ او پرده دار راپيداشو، ماشومانو پرده دار ته هم هغه انځور ور وښود، پرده دار وخندل او و يې ويل چې پۀ دې خبره به مو ورسته پوه کړم، خو لومړی راځئ چې پردې ته شعر ووايو چې پرده ليري شي.

پرده چې ليري شوه نو شاته يې سليمان او خديجه معلوم شول چې، تر يوې ونې لاندې ديو کيشپ (کاسه ګړب) ترڅنګ ولاړدي.

دوئ تر خپل منځ سره ويل چې دکيشپ د ملاتيږه به لۀ څۀ شي څخه جوړه شوې وي؟

استاد قدرت
 د کيشپانو د ملا کاسه لۀ (کرتين) څخه جوړه شوې ده. دايو ډول سخت مواد دي چې د غوايانو او وزو ښکرونه، دچرګانوبڼکې او داسې نور ورڅخه جوړ شوي دي.
پوهنيار قدرت الله اورياخېل

ښاپېرۍ وويل چې دا خو هماغه ژوی دی چې موږ يې انځورپۀ مجله کې ليدلی و، پرده دار وويل چې دا کيشپ نومېږي.

ماشومانو لۀ پرده دار څخه پوښتنه وکړه چې د ملا کاسه يې له څه شي څخه جوړه شوې ده؟

پرده دار د دې معلوماتو لپاره ماشومان دکابل پوهنتون دساينس پوهنځي د بيالوژۍ ډيپارټمنټ استاد پوهنيار قدرت الله اورياخېل ته بوتلل، هغه دکيشپ دملا دکاسې په باب وويل:

”د کيشپانو د ملا کاسه لۀ يو ډول موادو څخه چې (کرتين) نومېږي جوړه شوې ده.

دايو ډول سخت مواد دي چې د غوايانو او وزو ښکرونه، دچرګانوبڼکې او انسانانو دلاسونو اوپښو نوکان هم ځنې جوړ شوي دي.

د کيشپانو د ملا کاسه دومره کلکه وي چې که د فيل غوندې يو لوی حيوان هم پښه پر کېږدي، نوهيڅ اغېز پرې نۀ کوي.

دغه کاسه لومړی نرمه وي چې دوخت په تېرېدو سره کلکېږي“.

د کيشپانو خوراک!
يو کيشپ د پاڼو خوړلو پر مهال
 موږ مياشي (غوماشي)، چينجي، واښۀ، مچان او د ونو پاڼې خورو.
کيشپ

يوه ماشوم وويل چې موږ يو کيشپ وليد چې لومړی دتيږي ديوې کاسې په شان و، خو وروسته يې سر، پښې او لکۍ هم پيداشوې! استاد وويل:

”کيشپان چې کله لۀ کوم شي څخه ووېرېږي نوخپل د بدن غړي راټولوي او په خپله کاسه کې يې ننه باسي.

کيشپان ډېر ډولونه لري چې يو ډول يې پۀ وچه او نور يې پۀ سمندرونو کې اوسېږي.

کيشپ د سړې وينې لرونکی ژوی دی چې له (٢١٥) ميلونو کالو راپۀ دې خوا د مځکې پر مخ ژوند کوي.

کيشپان پۀ دوبي (اوړي) کې پۀ دښتو او کروندو اوسېږي او پۀ ژمي کې خپل سر، لکۍاو پښې پۀ خپله کاسه کې ننباسي او پۀ خټو، خړو اوتيږوکې ننوزي او په ژمني خوب ويدۀ کېږي“.

“پرده دار وويل چې په زړۀ پورې خو داده چې کيشپان غاښونه نۀ لري. ماشومانو پوښتنه وکړه چې نو ډوډۍ څه ډول خوري؟

استاد وويل: ”کيشپان دخپلو نوکانوا ومښوکو پۀ مرسته خواړۀ ميده کوي او بيا يې خوري. کيشپان لۀ سلو څخه نيولې بياتر (١٥٠) کالو پورې عمرکولی شي.

کيشپان چېرې اوسيږي؟
کيشپ
 کيشپان پۀ دوبي کې پۀ دښتو او کروندو اوسېږي او پۀ ژمي کې خپل سر، لکۍاو پښې پۀ خپله کاسه کې ننباسي او پۀ خټو، خړو اوتيږوکې ننوزي.
استاد قدرت الله اورياخېل

دوی بېلابېل وزنونه لري چې تر (٥٠٠) کيلو ګرامه پوري هم وزن درلودای شي“.

پرده دار او ماشومان له استاد څخه پۀ مننې دکلي پر لور ولاړل.

پۀ لاره کې سليمان له پرده دارڅخه وغوښتل چې يوکيشپ دي پر خبرو راولي چې دوئ خبرې ورسره وکړي.

پرده دار هم پر هغه کيشپ چې ماشومانو مخکې ليدلی و، جادويي منتر ووايۀ او کيشپ پر خبرو راغی.

کيشپ وويل چې، موږ مياشي (غوماشي)، چينجي، واښۀ، مچان او د ونو پاڼې خورو.

ښاپېرۍ پوښتنه وکړه چې تاسي بچي زېږوئ اوکه هګۍ اچوئ؟ کيشپ وويل:

” موږ له يوې نيولې بياتر (١٠٠) پوري هګۍ اچوو. لومړی يوه نمجنه ځمکه لږ ژوره کوواو بيا هلته هګۍ اچوو.

د کيشپانو بچي د هګيو څخه راوتلو پر مهال
کيشپان له يوې نيولې بياتر (١٠٠) پوري هګۍ اچوي.

بيا وروسته خاوره ياشګه پراچوو. کله چې څلور اوونۍ پرې تېرې شوې له هګيو څخه بچي راوزي.

پرده دار وويل چې هګۍ ځکه په ځمکه کې ښخوي چې دځمکې دحرارت درجه نه ډېره سړه اونه ډېره توده وي.

بل داچې هګۍ ښه خوندي وي او ماتيږي نه“. تر دې وروسته پرده دار هم پرده کش کړه اوخپرونه پای ته ورسېده.

ښيښهد اسرارو پرده
ښيښه
وينهداسرارو پرده
وينه
سپوږمکۍداسرارو پرده
انټرنيټ
چونګښهد اسرارو پرده
چونګښه
چونهد اسرارو پرده
چونه ( اهک)
د هاضمې سيستمداسرارو پرده
يوه ګوله ډوډۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>