|
د اسرارو پرده: چونګښه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شازيې او شکيبا له کارېز څخه کور ته اوبه وړلې. هلته يې شريف وليد، چې په يوې چونګښې يې لوبې کولې. شکيبا وويل، هله ژر چونګښه په اوبوکې وغورځوه، چې مړه نه شي. شريف وويل چې، چونګښې په اوبو او وچه دواړو کې ژوند کولای شي. شازيې او شکيبا وويل، چې دا به څه راز لري چې هم په اوبو او هم په وچه کې ژوند کوي!؟ شريف هم د دې پوښتنې په ځواب نه پوهېده. هغه و، چې د تروم په وهلو سره پرده دار راپيدا شو او ماشومانو دغه خبره ورسره شريکه کړه. پرده دار پردې ته شعر ووايه او پرده ليرې شوه. د پردې شاته کوچنيانو په يوه پلاستيکي چونګښه لوبې کولې. پرده دار وويل، ايا تاسې پوهېږئ، چې چونګښې څه ډول هم په وچه او هم په اوبو کې ژوندکوي؟ يوه ماشوم وويل، چې چونګښې دشپې په اوبو کې ويدې وي او د ورځې لمرته راوزي. بل ماشوم وويل: ”د چونکښو ناولې ځايونه ډېرخوښيږي“. بيا پرده دار د ماشومانو دپوهولو لپاره هغوی دکابل پوهنتون د ساينس د پوهنځي استاد قدرت الله اورياخېل ته بوتلل، هغه وويل: ”چونګښې دتنفس کولولپاره په خپل بدن کې څوغړي لري، مثلاً کله چې په اوبوکې وي، نو د برانشيت، د بدن د پوستکې او د بلعوم (په ستوني کې کڅوړه) په واسطه په اوبوکې موجود اکسېجن تنفس کوي. کله چې په وچه کې وي، نود سږو او د بدن د پوستکي په مرسته هغه اکسېجن چې په هوا کې وي، تنفس کوي “ . پرده دار د چونګښو تنفس له انسانانو او کبانو سره پرتله کړ او ويې ويل: کبان يوازې په اوبو کې ژوند کولای شي او د برانشيت په واسطه سا اخلي.
په وچه کې مري، ځکه چې سږي نه لري او انسانان چې په وچه کې دخپل وسږو په واسطه سا اخلي، په اوبو کې ژوندنه شي کولای. ځکه، چې برانشيت نه لري او چونګښې په وچه او اوبو دواړوکې ژوندکوي، ځکه چې سږي او برانشيت دواړه لري. تردې وروسته استاذ ماشومان د پوهنځي دلابراتوار خونې ته بوتلل. هلته ماشومانو په يوه مرتبان کې چونګښه وليده چې دمرتبان برغولی هم سوری سوری و. استاذوويل: د مرتبان سرپوښ، ځکه سوری دی چې مرتبان ته هواورشي او که هوا ورنه شي نو چونګښه مړه کېږي. بيا استاذ يوه جونګښه له مرتبان څخه راوايستله او د اوبو په يوه لګن کې يې خوشې کړه. کوچنيانو وليدل، چې دچونګښې پښې دهليو په څېر پلنې وې او اوبه يې شاته پرې ټېله کولې او مخکې يې حرکت کاوه. تردې وروسته پرده دار او ماشومانو له استاذ څخه رخصت شول. په لاره کې ماشومانوله پرده دارڅخه پوښتنه وکړه، چې چونګښې پرته د اوبوله ډنډونو څخه نور په کومو ځايونو کې اوسېږي؟
پرده دار وويل، چې دادی زه به د اوبو په دې ډنډکې يوه چونګښه د جادويي منتر په ويلو سره پرخبرو راولم. ماشومانوله يوې چونګښې څخه وپوښتل، چې ته له ډنډونو پرته نورپه کوموځايونوکې اوسېږې؟ چونګښې وويل: ”موږ د سړې وينې لرونکي حيوانات يو، په پسرلي کې د اوبو په ډنډونو، کندو اولمده بل ځايونو کې اوسېږو او د هواپه سړېدوسره د اوبو په ډنډونو، خټو اوخړو کې په ژمني خوب ويده کېږو“. پرده دار وويل، چې چونګښې په دښتو اوغرونو په لمنوکې ژوند نه شي کولای، ځکه چې هلته نم او اوبه نه وي. يوه ماشومان له يوې چونګښی څخه پوښتنه وکړه، چې تاسې څه شی خورئ؟ چونګښې وويل: ”موږ غوښې خوړونکي حيوانات يو، په اوبو کې واړه کبان، د مړو شويو حيواناتو د بدن ټوټې، چنجي اوپه اوبوکې موجود بوټي اونباتات خورو. خو په وچه کې بيا د ملاريا مياشي، چنجي، دونو پاڼې او نور واړه حيوانات خورو.“ ماشومانو وپوښتل چې تاسې بچي څه ډول زېږوئ؟ چونګښې وويل: ”موږ هګۍ اچوو او بيا له هګيونه بچي پيداکېږي بچي په اول کې ډېر کوچني وي، وروسته له دوولسو بيا تر شپاړسواونيو پوري زما غوندې وړې چونګښې ځنې جوړېږي.“ تردې وروسته دپردې په کشولوسره خپرونه پای ته ورسېده.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||