|
د اسرارو پرده: آيسکريم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حميد، حوا او امينه د خپرونې د راز په هکله نه پوهيږي. نو هغه دی چې، په ګډه د تروم په وهلو سره پرده دار راغواړي. پرده دارماشومانو ته يوه کيسۍ (چيستان) وايي چې، هغه څه شی دی چې ” تاو راتاو راوځي، په قطۍ کې ننوځي، نرم شي اوخوږ شي، چې کې يې ږدې په خوله کې، نو اوبه شي“ ماشومان وايي قندي پشمک دی، پرده دار يې ځواب سم نه بولي او پردې ته شعر وايي. د پردې شاته بازار او د آيسکريمو هټۍ وي. ماشومان پوهېږي چې، راز د ايسکريمو په هکله دی. هغوی ته پوښتنه پيدا کيږي چې، آيسکريم څه ډول جوړيږي، ولې د چکې په څېر کلک وي او ولې نه کنګل کيږي؟ دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره د آيسکريمو پلورنځي ته ورځي. آيسکريم پلورونکی او جوړونکی وايي:
” لومړی د آيسکريمو جوړولو مواد، لکه شيدې، بوره او ميده شوي هېل په يوه لوښي کې اچوو، بيا يې د ميکسر په مرسته سره ګډوو، وروسته دغه مواد د آيسکريم جوړولو په ماشين کې اچوو. ماشين ترې د چکې يا کريم په څېر آيسکريم جوړوي چې، د شيريخ په څېرهم ښکاري“. پرده دار وايي چې، ميکسر يو ډول ماشين دی چې، شيان سره ښه يو ځاي (ګډوډ) کوي. يوماشوم پوښتي:” دا ميده شوې وچه مېوه چې، د ايسکريمو پر سر اچوئ، ولې يې د ايسکريم جوړولو پر مهال نه ور اچوئ؟ ايسکريم جوړونکی وايي: ”د دې لپاره چې د آيسکريمو ماشين جالۍ لري، بيا په جالۍ کې نښلي، بل داچې، ځينې خلک په آيسکريمو کې وچه مېوه نه خوښوي“. يوکوچنی پوښتي چې، شيدې خو اوبلنې او ويلي دي، د ايسکريمو په ماشين کې ولې دچکې يا کوچو په ډول اوړي؟ آيسکريم جوړونکی وايي: ”ځکه چې شيدې په ماشين کې سړيږي“ پرده دار او ماشومان هلته د شيريخ جوړول هم ويني. شيريخ جوړونکی وايي:” که د شير يخ جوړولو ډوله (ډول) چې شاوخواترې يخ (يخی) اچول شوی دی تاوه راتاوه نه کړو، نو له شيدو نه د شيريخ پر ځای يخ جوړيږي“. يو ماشوم پوښتنه کوي چې، له يخ سره يې مالګه ولې اچولې ده؟
شيريخ جوړونکی وايي: ”د دې لپاره چې، مالګه يو ډول ګاز لري او په ډوله کې د شيريخ شيدې ژر سړوي“. د آيسکريم جوړونکي خبرې د ماشومانو زړه ته نه لويږي، بيا يې پرده دار د کيميا يوه ښوونکي ته ورولي. ښوونکی د ښوونځي د لابراتوار په خونه کې ناست وي چې، دوی ورځي. تر روغبړ وروسته ښوونکی وايي: ” په ژمي کې اوبه ځکه يخی کيږي چې، نه ښوري، خو د آيسکريمو دماشين شيدې د ماشين په وسيله خوځيږي، يانې ولاړې نه وي، بل داچې د آيسکريمو په ماشين کې شيدې ورو ورو سړيږي، ځکه نو يخی نه ځنې جوړيږي. کله چې له ماشين نه آيسکريم راوزي نو هوا هم ورسره يو ځای کيږي،ځکه نو پړسېدلی غوندي ښکاري او ډول ډول بڼې غوره کوي“. د دغو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته ماشومان او پرده دار له ښوونکي سره خدای پاماني کوي او خپرونه پای ته رسيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||