|
د اسرارو پرده: ماچې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سمير او ګلالۍ د تروم په وهلو سره پرده دار را غواړي او له هغه څخه د راز په هکله پوښتنه کوي. پرده دار وايي: دا ځل راز د يو داسې شي پۀ هکله دی چې، ژيړ ارغواني رنګ او تريو خوند لري. د خوراک شی دی چې، هم پۀ کورونو او هم پۀ دوکانونو کې پيدا کيږي. ددې نښو په ويلو سره ما شومان بياهم سم ځواب نه شي پيدا کولای. په دې وخت کې پرده دار پردې ته شعر وايي او پرده ليري کيږي . د پردې شاته په بازار کې د ماچو پلورلو يو دوکان را ښکاره کيږي. ماشومان وايي چې، دا ماچې خو هم ژيړ ارغواني رنګ او تريو خوند لري. دوی ته دا پوښتنه پيداکيږي چې، ماچې ( سيميان ) به څۀ ډول جوړيږي؟ پرده دار ځواب ورکوي، چې د خپرونې راز هم دغه دی. پرده دار ددې راز را سپړلو لپاره ماشومان د ماچو پخولو يوې کارخانې ته بيايي.
ماشومان په کارخانه کې د ډېرو ماچو پۀ ليدلو حيرانيږي او هلته د قاسم په نوم يو ماشوم هم ويني، چې، د ماچو پۀ پخولو بوخت وي. قاسم وايي: ماچې له نخودو، اوړو، ويلي او کلکو غوړو، تورو او شنو مرچو، باديان (خواږه ولني)، مالګې، اوبو او هغه رنګ څخه جوړيږي چې دېګ ته ور لويږي او د نخودو اوړه ځکه په کې اچوي چې، دغه اوړه تر نورو اوړو نرم دي . قاسم د ماچو د جوړولو په باب وايي: اول دغه شيان چې، لوړ يې نومونه ياد شول، سره ګډوو، بيا يو ماشين چې، ميکسر نوميږي پۀ هغه کې يې اچوو چې، ښۀ سره ګډ شي. تر هغه وروسته د چلو صاف (دوريجو صافي) په څېر يو شی دی، تر هغه يې باسو، چې نرۍ نرۍ ماچې ترې جوړي شي، بيا يې په کړايي کې چې سره (ايشېدلي) غوړي پۀ کې وي، اچوو. بيا تر هغو ورته ګورو چې، پخې شي، ورسته يې پۀ کفګير له کړايي څخه راوباسو، په پاکټونو کې يې اچوو او پلورو يې . ماشو مان پوښتنه کوي چې، ولي ويلي او کلک(يخی) غوړي دواړه پۀ کې اچوي؟ پرده دار وايي: ددې لپاره که ماچې يواځې په ويلي غوړيو کې پخې شي، نو تر پخېدو وروسته ټول غوړي ځني څڅيږي او ماچې وچې پاتي کېږي. اوکه يواځې کلک غوړي ور واچول شي، د هوا په سړېدو سره ماچې دومره وچې شي چې، بيخي د خوراک نه وي.
قاسم د ما شومانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې، ماچې ولې د غنمو له اوړو څخه نه پخوي، وايي: د غنمو د اوړو سيميان ( ماچې ) دومره وچې او کلکې راځي چې، له خوراکه وځي. دی زياتوي، يو ډول نورې ماچې هم شته چې، خلک يې پۀ شيدو کې پخوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||