BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 17:09 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : هنداره
داسرارو پرده : هنداره


عابد په داسې حال کې چې په چورتونو کې ډوب ښکاري، کله د کړکۍ خواته ځي او خپل ځان دکړکۍ په ښېښو کې ويني او کله هم په هنداره کې ګوري؛ بيايو څو قدمه اخلي او له خپل ځان سره يوڅه وايي ته به وايي د کوم راز د موندلو په لټه کې دى.

په همدې وخت کې يوناڅاپه جادويي تروم ورياديږي؛ په بيړه جادويي تروم را اخلي او پو کوي يې . لږه شېبه وروسته پرده دار اکا رارسيږي. تر روغبړوروسته عابد غواړي پرده دار اکا ته څه ووايي خو پرده دار په خندا ورته وايي چې هغه پوهيږي چې دکوم راز د موندلو له پاره يې راغوښتي، نو بې له ځنډه د پردې شعر وايي.

داسرارو پرده يوې خواته کش کيږي. عابد دپردې تر شا خپله خور ،زهره ويني چې د هندارې تر مخ خپل ويښتان ږمنځوي. عابد حيرانيږي او له پرده دار اکا سره د پردې ترشا د زهرې ليدو ته ورځي.

پرده دار دواړو ته وايي : ((آيا غوښتل مو چې د هندارې د جوړيدو په رازپوه شئ؟)) عابد په خوښۍ ورته وايي : (( هو، مخکې مې په ښېښه او هنداره دواړو کې ځان وليد اوددواړوپه توپير پوه شوم، خو په راز باندې يې پوه نه شوم.))

زهره د عابد د خبرو په دوام وايي : (( همدا څوشېبې دمخه مې د هندارې يوه ټوټه راواخيسته، کله مې چې د هغې شا وتوږله زموږ د کوردکړکۍ په څېر ساده ښېښه ترې جوړه شوه. ما نه شواى کولاى په هغې خپل ځان وګورم، خو په بله نيمه کې يې چې شا يې ژيړرنګ درلود زماڅېره سمه ښکاريدله ؛ پوه شوم چې هنداره اوښېښه دوه بيلابيل شيان دي. ))

پرده دار تشريح ورکوي ، چې ښېښه او هنداره دواړه يوشى دى، هنداره هم له ښېښې جوړيږي. ماشومان حيرانتيا څرګندوي خو وروسته بيا له پرده دار اکا سره ټوکې او مسخرې کوي.

زهره وايي چې په لږې خرابکارۍ سره په ډيراسان ډول له هندارې ښېښه جوړولاى شي، خو نپوهيږي چې له ښېښې څرنګه هنداره جوړيږي؟

پرده دار بيا هم جادويي کلمات وايي. په درنګ شېبه کې دديوال په کچه يوه غټه هنداره راڅرګنديږي. پرده دار له ماشومانو غواړي چې دهندارې شاته تيرشي، ماشومان سره له دې چې ويريږي هم، د هندارې شاته ځي.

. عابد دپردې تر شا خپله خور ،زهره ويني

د هندارې تر شا د هندارې جوړولويوه ستره فابريکه ترسترګو کيږي،چې زيات شمير کارګران پکې په بيلابيلوکارونو بوخت دي. عابد او زهره په داسې حال کې چې دپرده داراکا سره د کارګرانو له څنګه تيريږي، غټواو وړو هنداروته ،چې بيلابيل شکلونه لري، په حيرانتيا ګوري.

پرده دار عابد او زهره ديوه کارګر خواته بيايي چې د هندارې د جوړولو له پاره د موادو په ترکيب بوخت دى. زهره د موادو په هکله پوښتي؛ پرده دار نوموړي مواد جيوه بولي او زياتوي چې دا هماغه مواد دي چې هغې د هندارې له شاڅخه توږل.

عابد پوښتي چې ولې د هندارې پر شا جيوه وهي؟کارګر چې ميرزا محمد کاکا نوميږي وايي : (( د هندارې په جوړولو او له ښېښې سره د هندارې په توپير کې جيوه ټاکلى برخه لري. ))

پرده دار په داسې حال کې چې د جيوې دترکيب په هکله پوښتي له ميرزامحمد کاکا څخه هيله کوي چې ماشومان ته خپل کار په عملي توګه وروښيي اوله ماشومانو غواړي چې خپلې پوښتنې د کارپه اوږدو کې له ميرزاکاکا څخه مطرح کړي.

ميرزامحمدکاکا، چې يو غټ سطل يې تر مخ ايښى، ماشومانو ته وايي : (( جيوه له کيمياوي موادوڅخه تر کيبيږي، مثلاً جيوه د سلفرنايتريت، سپينو زرو،امونيا، سوديم ، پُتاشيم،او تاترات له يوځاى کيدو څخه جوړيږي.

ديادولو وړ ده چې ټول مواد د ګرام په کچه کارول کيږي. د ساري (مثال ) په توګه ٤ ګرامه سپين زر له ٢ ګرامو امونيا سره او څو ګرامو...سره ترکيبيږي او په سطل کې ګډيږي.

ترګډولو وروسته د يو څه مودې له پاره کېښودل کيږي ، چې بيکاره مواد يې په بيخ کې کښېني. بيا د مخصوص قيف په واسطه چاڼ او بيا په چاينکه کې اچول کيږي . ))

زهره پوښتي چې وروسته له هغې بيا څه کيږي ؟کارګر وايي : (( بياد کار وړ ښېښه ښه پرې مينځو او په پاک دستمال يې صافي کوو چې ښه پاکه شي. وروسته يې بيا آبترازو کوو چې لوړوالى او ټيټوالى و نه لري. بيا هغه جيوه چې مخکې موجوړه کړې او په چاينکه کې مو اچولې د ښښې پر مخ اچوو او ددوو ساعتونو له پاره يې ږدو چې ښه وچه شي.))

پرده دار ګومان کوي ، چې هنداره به اوس کاراخيستلو ته تياره وي ، خو کارګر وايي : (( نه ، تراوسه لا ټول پړاوونه نه دي تر سره شوي. )) ماشومان پوښتي ، چې کوم پړاوونه ؟

کارګر زياتوي، (( کله چې جيوه وچه شوه، ددې له پاره چې ترډيره وخته دهندارې له شا څخه ولاړه نه شي،پر هغې باندې روغني رنګ وهو. )) کارګر ژيړ، نقره يي،سور او نورروغني رنګونه ماشومانو ته ښيي.

زهره نقره يي رنګ خوښوي او کارګر هماغه رنګ د هندارې پر شا په جيوه باندې وهي. کارګرزياتوي چې هغوى غټو، وړو او متوسطو هنداروته چوکاټونه هم جوړوي اوقلفکونه ورته هم لګوي ، چې بيا يې بازار ته دخرڅلاو له پاره لېږي.

په فابريکه کې بيلابيلې هندارې په بيلابيلو شکلونو او کچو د ماشومانو پاملرنه ځانته ور اړوي. عابدله يوه بل کارګر څخه پوښتي چې دومرې سترې او نازکې هندارې به بيلابيلو کچوڅرنګه پرې کوي؟

 (( جيوه له کيمياوي موادوڅخه تر کيبيږي، مثلاً جيوه د سلفرنايتريت، سپينو زرو،امونيا، سوديم ، پُتاشيم،او تاترات له يوځاى کيدو څخه جوړيږي.
ميرزامحمدکاکا

کارګر ،چې په کار کولو بوخت دى، ماشومانو ته وايي : (( لومړۍ هنداره د ميز پر مخ ږدو، وروسته بيا دخوښې وړډيزاين سره سم هغه په خطکش او متر باندې اندازه کوو، ا وبيايې په ښېښه بُر باندې پرې کوو .))

ماشومان ويني چې هندارې ګول ډوله، چارکونجه، مسطتيل ډوله،غټې، وړې ،قدنما او... په مخصوصو طريقو پرې کوي.

په داسې حال کې چې پرده دار او ماشومان د هندارې د جوړلو له بيلابېلو پړاوونوليدنه کوي، پرده دار له ماشومانو پوښتي ، چې هندارې زياتره په کومو ځايونو کې ليدل کيږي؟

زهره وايي،چې هندارې زياتره په آريشګاوواودسلمانيانوپه دوکانونو کې ليدل کيږي. عابد د موټرود عقبي هندارو، او هغو هندارو چې په موټرسايکلونو او بايسکلونو کې لګېدلې وي يادونه کوي. زهره د افغاني جامو،ارخچين، يادونه کوي. هغه د هغو قدنما هندارو په هکله چې په کورونو کې اوتشنابونو کې ليدل کيږي غږيږي.

هغوىپه خبرو ،خبرو کې د فابريکې خروجي دروازې ته رسيږي، کله چې له دروازې وځي ، متوجه کيږي چې له جادويي هندارې بيرته تېر شوي دي. په همدې مهال د نري شمال لګيدل د پرده داراکا پام د وخت پوره کيدو ته ور اړوي، له ماشومانو سره خداىپاماني کوي او په بيړه د پردې کشولو ته ورځي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>