BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 13:12 گرينويچ 2007 ,13 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: د تابعيت تذکره

د تابعيت تذکره

روښان او پلوشه د تروم پۀ وهلوسره پرده دار راغواړي. پرده دار پېدا کيږي او د اسرارو پرده کشوي.

د پردې شاته جمال او نسيمه ولاړ وي ژاړي، جمال وايي تذکره يې نۀ درلوده پۀ ښوونځي کې شامل نۀ شو، نسيمه ورته وايي: لاړ شه پۀ بازار کې يې په پيسوواخله .

پرده دار پرې غږ کوي چې د دوئ خبرې يې واورېدې، د تذکرې راز پۀ دې کې دی چې تذکره د افغانسنان د هر وګړي د پېژند ګلوۍ يو مهم سند دی.

پرده دار يې د ډېرو معلوماتو د تر لاسه کولو لۀ پاره د کورنيو چارو وزارت د وګړو د ثبت احوال رياست ريس ( مير عبدالرحمن معقول ) ته ورولي.

 تذکره د هر افغان د پېژندنې يو مهم سند دی، چې پۀ افغانستان کې دننه او لۀ افغانستان څخه دباندې افغانان پرې پېژندل کيږي.
ميرعبدالرحمن

لۀ روغبړ وروسته ماشومان له ريس نه پوښتي، چې ولې تذکره دومره مهم شی دی؟

ريس وايي: تذکره د هر افغان د پېژندنې يو مهم سند دی، چې پۀ افغانستان کې دننه او لۀ افغانستان څخه دباندې افغانان پرې پېژندل کيږي.

د هر افغان د راتلونکي ژوندانۀ کارونه لکه: پۀ ښوونځي او پوهنتون کې شامېلېدل، په دولت کې دنده ترلاسه کول دکور يا بل ملکيت پلورل يا پېرودل او دې ته ورته نو رو کارونو کې تذکرې ته اړتيا ليدل کيږي.

د ماشومانو د څو پوښتنو پۀ ځواب کې ريس وايي: پۀ تذکره کې د عکس لګول، نوم، د پلارنوم، د زېږېدو نېټه، کلی، سيمه، ونه، سترګې او وروځې ددې لۀ پاره ليکلې وي،

چې يو تن د بل چا لۀ تذکرې نه ناوړه ګټۀ وانخلي. د ټپي او د مجرم په پېژندلو کې هم پکاريږي.

تذکره
تذکره د افغانسنان د هر وګړي د پېژند ګلوۍ يو مهم سند دی

ماشومان پوښتي، څوک کولای شي د افغانستان تذکره واخلي او د کورنيو چارو وزارت يې د کومو اسنادو له مخې پېژني چې د افغانستان اصلي اوسېدونکی دی؟

ريس صاحب ځواب ورکوي: هغه څوک چې د افغانستان اصلي اوسېدونکي وي.

هغه بهرني اتباع چې غواړي افغاني هويت ترلاسه کړي د افغاني تذکرو په اخيستلو مکلف کيږي.

که څوک تذکره اخلي نومو ږ يې د پلار، مشر ورور، تره او ياهم د يوۀ نژدې خپلوان د تذکرې لۀ مخې ورته تذکره ورکوو ځکه چې د هغوئ اسناد لۀ موږ سره په آرشيف کې وي.

د تذکرې خانگړتياوې
 عکس، نوم، د پلارنوم، د زېږېدو نېټه، کلی، سيمه، ونه، سترګې او وروځې د تذکرې خانگړتياوې دي
مير عبدالرحمن

که د دوی د خپلوانو تذکرې نۀ وي، نو بيا موږ په ښارونو کې د ګذر وکيلان او پۀ کليو او بانډو کې ملکان لرو چې د خپلې سيمې ټول ا صلي اوسېدونکي پېژني د هغوی د تصديق له مخې ورته تذکره اجرا کوو.

پرده دار او ماشومان د ريس لۀ دفتر نه راوځي خو يو ماشوم غواړي د خپل پلار عکس پۀ هغه کتاب کې وګوري، چې د دوئ لۀ سيمې نه وزارت ته راوړل شويدی.

پرده دار يې د اسنادو شعبې ته بيايي، يو کارونکی ورنه د ورته دا هر څۀ ورښيي.

 آبي شيشىد اسرارو پرده ؛
آبي شيشى
داسرارو پرده : هندارهداسرارو پرده
هنداره
داسرارو پرده : دبخار ديګداسرارو پرده
د بخار ديګ
چاىداسرارو پرده
چاى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>