|
د اسرارو پرده ؛ آبي شيشى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شاکره او ظاهره دوه ١١ کلنې او ١٢ کلنې خورلڼې دي چې دافغاني جاموسره له راډيو څخه د(( ستا دبنګړو شرنګ مې هرسهار راويښوي)) د سندرې په اوريدو دواړه ناڅي،کله چې ديوې لاسونه له بلې سره لګيږي، دظاهرې بنګړي ماتيږي. يبل ظاهره شاکره ملامتوي چې دهغې هغه بنګړي يې هغې ورمات کړل چې په لاس جوړشوي وو ، نه په فابريکه کې.دوړاه په همدې لانجه کې وي چې احمد يو ناڅاپه جادويي تروم ددوي په غوږونو کې پو کوي.په داسې حال کې چې ددوې پام احمد ته کيږي،په ناڅاپي توګه پرده دار اکا هم راپيدا کيږي. احمد د پرده دار اکا ددې پوښتنې په ځواب کې چې بيايې د کوم راز د موندلو لپاره راغوښتى، وايي چې د شاکرې اوظاهرې ترمنځ د شخړې د اوارولو لپاره يې راغوښتى دى . ظاهره پرده دار اکا ته د خپلو بنګړيو د ماتېدو وايي چې په لاس جوړ شوي وو او په بازار کې په اسانۍ نه پيدا کيږي. شاکره دهغې په خبرو کې ورلويږي، او وايي چې دا ټولې لافې دي،بازار له دې بنګړيو نه ډک دى. پرده دار اکا د بنګړو ديوې ټوټې په ليدو وايي چې رښتياهم په لاس جوړشوي دي. د ماشومانو د زيات ټينګار له کبله پرده دار اکا د موضوع د روښانولو لپاره خپل جادويي شعر وايي،تند بادرا الوزي او جادويي پرده يوې خواته کوي. ماشومان د پردې تر شا يوه ښايسته منظره ويني.
د هرات د ښارلپاسه لوړې منارې؛پراخ سرکونه؛ښکلى اوميناتوري شوى جومات؛ په بازارکې د خلکو ګڼه ګوڼه ؛ دموټرونو تګ راتګ او داسې نور شيان د ماشومانو پاملرنه ځانته وراړوي او په دې هکله له پرده دار اکا څخه پوښتي. پرده دار د هرات لرغوني ولايت او دهغه ځاى دمشهور جومات په هکله هغوى ته مالومات ورکوي اوبيا له هغې کوڅې يادونه کوي چې د هرات د جامع جومات لويديځ ته پرته ده چې يو کوچنى بازار او څو زاړه دوکانونه لري. ماشومان له زيات ټينګار وروسته له پردې دار سره يوځاى هماغې مشهورې کوڅې ته ورځي.په کوڅه ډير غريبانه دوکانونه دي ،خويودوکان چې د اور بټۍ پکې ده اوزيات شمير کارګران پکې کارکوي،دماشومانوپام ځانته وراړوي. پرده دار وايي چې بنګړي او ځيني نور ښيښه يي شيان همدلته جوړيږي.شاکره چې له نورو څخه زياته ددې راز د موندلو په لټه کې ده له يوه تن کارګر سره په خبرو پيل کوي. ددوکان ديوالونه او دروازې په هغه توردودلړلي چې د اور له بټۍ څخه پورته کيږي.بټۍ دسمڅې په څېر ددوکان په يوه ګوټ کې تر سترګو کيږي خو په دومره توپير چې په بټۍ کې د اورسرکشې شغلې په ډيرې مستۍ نڅيږي اولمبې کوي. يوبوډا چې ،په خولو کې ډوب دى اولاسونه له ډيرکاره توراوښتي، د بټۍ سره نېژدې په کار بوخت دى او خپل ځان سلطان احمد حميدي راپېژني، وايي چې نېژدې٤٠ يا٤٥ کاله کيږي چې دلته کار کوي. نوموړى کارګر وايي : (( دا بټۍ ٣٢٠٠ کاله پخوانۍ ده چې له يوه نسله بل نسل ته په ميراث پاتې ده . په پيل کې دښېښه يي انتيکو شيانو کار لږ و،خو افغانستان ته دسيلانيانو(تورستانو) د تګ راتګ سره دې کار پراختيا وموندله او ښه بازار يې پيدا کړ.)) احمد پوښتي چې داړتياوړمواد له کومه ځايه ترلاسه کوئ؟ کارګر زياتوي چې دوئ د بکر له ډبرې(سنگ چقمق) څخه چې زياتره په دريابونوکې پيدا کيږي کار اخلي، خواوس د ښېښې له ميده ګيوکار اخلي ځکه په اسانۍ لاسته ورځي. ظاهره دميده ښېښو انبار ته په اشارې پوښتي چې د هغوى رنګ خو سپين دى نو دوى څنګه بيلابيل رنګونه ورکوي؟يو بل کس چې دمنځني عمر څښتن دى وايي : (( دا معدني رنګونه دي نه جوهر. د ساري په توګه آبي رنګ له مسو جوړيږي،ژيړ رنګ له شخارو او شين رنګ هم له اوسپنې)). احمد له دووتنوځوانو شاګردانو څخه له مسو څخه د آبي ښېښې د جوړولو په هکله پوښتي. دواړه په ګډه په داسې حال کې چې خپل کار هم کوي وايي : (( لومړى پلا مس ښه مينځل کيږي ،بيا داورپه بټۍ کې چې ښه ګرمه وي ږدي چې ښه ويلي شي.
وروسته ترهغې مس په اوبو کې ږدي چې لږ نرم شي، بيا همدا نرم شوي مس په يوه بغرۍ( هاونگ ) کې تر هغې ميدوي چې پوډر ترې جوړ شي، بيا دا پوډر په ښېښو کې ګډوي چې آبي رنګ تر لاسه کيږي. )) احمد ديوه بل کار ګر څخه د ګيلاس د جوړولو په هکله پوښتي او غوښتنه کوي چې يو آبي ګيلاس د نمونې په توګه ددوئ په مخ کې جوړ کړي. زمرى لومړى يوه فولادى ميله په بټۍ کې ښه سره کوي بياپه هماغه سره شوې ميله ښېښه را اخلي او پو کوي يې،اوبيا ميله بيرته په بټۍ کې ږدي او ګيلاس ته بيلابيل شکلونه ورکوي. زمرى زياتوي چې غير له ګيلاسونو نورشيان لکه ګلدانۍ، بنګړي او نور زينتي او انتيک شيان هم په همدې توګه جوړيږي. ماشوما ن په داسې حال کې چې ددغې صنعتې کارخانې له ليدلو ډير خوښ دي ورو ورو ددې کارخانې د توليداتو مغازې ته ورځي ، خو پدې وخت کې دپرده دار د تند باد د را الوتلو ته پام کيږي ، نوپه بيړه ماشومان د پردې کشولو ته رابولي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||