|
داسرارو پرده: اوبه د بدن اړتيا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عابد يو کليوال ماشوم دى ،چې ١٠ کاله عمر لري، هغه ته وروسته له يوې مودې چې ميلمستيا ته تلى و،خپله هغه ګلدانۍ ورياديږي چې پخپله يې د هغې پالنه کوله. په بيړه کور ته ستنيږي، خو کله چې يې سترګې د ګلدانۍ په مړاوي ګل لګيږي، ډير خواشينى کيږي. ګل ته اوبه ورکوي، خو هرڅومره چې ورته ماطليږي په مړاوي ګل کې يې کوم بدلون نه راځي. عابدټوله ملامتيا پخپل ځان اچوي چې کاشکې يې د ګل په پالنه کې غفلت نه کاوه. عابد چې د ګل د مړاوي کيدو په وجه هيڅ نه پوهيږي ډير پريشانه وي چې يوځل ورته پرده دار اکا ور ياديږي ( چې تل د ستونزو د حل لپاره په ښه وخت کې رارسيږي)په بيړه جاديي تروم وهي ، د پرده پردار اکا په رارسيدو خپله ستونزه هغه ته وايي او زياتوي ، چې څو ورځې يې خپل ګل ته اوبه نه دي ورکړي، او ګل يې مړاوى شوى دى. پرده دار له عابد څخه پوښتي که چيرې څوورځې پرله پسې اوبه ونه څښي نو څه به پېښ شي؟ عابد وايي ، څرګنده ده چې تږى کيږي اود ستړيا احساس کوي، او بيا پوښتي چې په دې راز کې څه سُر نغښتى دى؟ پرده دار د پردې شعر وايي چې پرده کش او راز را څرګند شي :راښايې څومره ښه څيزونه پردې، پوره کوې مو ارمانونه پردې، ،دانتظار شېبې مو مه اوږدوه، راوسپړه نوي رازونه پردې! تېز بادپه لګيدو پيل کوي او پرده يوې خواته کشوي. د پردې تر شاه عابد او پرده دار اکا مکۍ ويني چې له نورو ماشومانو بيله په يوه آزاده هوا کې د ريسمان بازۍ لوبه کوي. مکۍ په داسې حال کې چې په نيولې ساه خپل ټوپونه شميري د ډيرې تندې او ستړيا احساس هم کوي.
کله چې عابد نيژدې کيږي، پرده دار اکا مکۍ ته ورپيژني. پرده دار اکا د اوبو ډک ګيلاس مکۍ ته ورکوي چې تنده يې پرې ماته شي، مکۍ داوبو د مزې ستاينه کوي او خپل ځان ارام ښيي،ځکه يو خو يې ډيرې خولې کړې وې اوله بله پلوه تږې شوې هم وه. مکۍ د خپل ورور له خولې وايي ، چې خولې او تنده په بدن کې د اوبو د کموالي سبب کيږي.مکۍ زياتوي چې : (( يوه ورځ مې د اوړي د ګرم لمر لاندې د خپلې نانځکې جامې مينځلې، چې ورور مې له مکتب څخه راغى اويو ډک جک اوبه يې وڅښلې، ما ترينه وپوښتل چې ولې دومره اوبه څښي،هغه وويل چې ته هم بايد اوبه وڅښې ځکه چې په ګرمۍ کې د لمر دوړانګو لاندې کار کوې.)) مکۍ زياته کړه : (( ورور مې داوبو په څښلو ټينګار کاوه او د خپل ښوونکي له خولې يې وويل چې :(( اوبه د بدن اړتيا ده، هر ژوندى موجود د اوبو څـښلو ته اړتيا لري چې چې په ورځ کې بايدکم له کمه له شپږو ګيلاسو نوزياتې اوبه وڅښي. عابددمکۍ خبرې پرې کوي او پوښتي چې د شپږو ګيلاسونو اوبوڅښل په اوړي او ژمي کې يو شان دى که نه، مکۍ بياهم د خپل ورور له خولې وايي چې : (( د اوبو څښل د کال په هر موسم کې د بدن اړتيا ده ،خو په اوړي کې داوبو څښلو ته زياته اړتيا پيدا کيږي. مکۍ او عابد داوبود څښلو په اړه د پرده اکا څخه پرله پسې پوښتنې کوي، په داسې حال کې چې پرده داراکا د ماشومانو خبرو ته غوږ نيولى، په پاى کې دې نتيجې ته رسيږي چې ډاکتر محمد اصغر امين ته ورځي. عابد له ډاکتر څخه پوښتي چې زموږ په بدن کې څومره اوبه شته؟ ډاکتر وايي چې : (( د نارينه وو د بدن نيژدې ٦٠% او د ښځو دبدن ٥٠ % برخه اوبو جوړه کړې ده، چې په مجموعي توگه زموږ د بدن ٣\٢ % وزن اوبه دي.مکۍ له ډاکتر څڅه پوښتي چې د ورځې بايد له کم له کمه څومره اوبو وڅښل شي؟
ډاکترپه ځواب کې زياتوي چې : يو ځوان بايد په يوه شپه او ورځ کې ٢ يا ٣ ليتره اوبه وڅښي. عابد د ليتر په حساب پوه نه شو، چې د څو ګيلاسونو سره برابريږي نوپوښتنه کوي ، ډاکتر وايي چې ٢ يا ٣ ليتره اوبه د ٨ يا ١٠ ګيلاسو اوبو سره برابره دي ..پرده دار اکا له ډاکتر څخه پوښتي چې ماشومان څومره اوبو ته اړتيا لري؟ ډاکتر وايي : (( څرنګه چې د ماشومانو عمرکم دى نو وزن يې هم کم وي،ځکه نو لږو اوبو ته اړتيالري. ډاکتر زياتوي چې د بدن هرکيلو وزن له ٥٠ تر ٦٠ ملي ليترو يا سي سي اوبو يا مايعاتو ته اړتيا لري. عابد په خندا پوښتنه کوي ، چې څرنګه چې چاغ دى اودبدن وزن يې هم ٤٠ کيلو دى نو څومره اوبه بايد وڅښي؟ ډاکتر وايي چې د مخکينۍ شميرنې له مخې د ٤٠ کيلو ګرامه وزن لپاره په يوه شپه او ورځ کې له 8 تر ١٠ ګيلاسو پورې اوبه بايد وڅښل شي. ډاکتر د مکۍ ددې پوښتنې په ځواب کې چې په کوم وخت داوبو لګښت زياتيږي ، وايي : (( کله چې خلک فزيکي کارونه کوي؛هغه وخت چې سړى خولې کيږي؛ کله چې ورزش کوي يا د ستړيا احساس وکړي؛هغه وخت چې د سړي تبه زياتيږي؛ يا د نس ناستي(اسهال) پر مهال چې بدن زياتې اوبه له لاسه ورکوي؛ د ګرمۍ ددرجې د لوړيدوپه صورت کې ، مثلاً په شپه او ورځ (٢٤ ساعتونو ) کې د سانتي ګراد دهرې درجې په لوړيدو سره د بدن داوبوکچه له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ سي سي پورې کميږي.)) مکۍ په داسې حال کې چې ډاکتر ته په ځير ځير ګوري ، له هغه څخه پوښتي چې : که ډيرې اوبه وڅښو څه پيښيږي؟ ډاکتر وايي چې نارمل (عادي) کس د خپل بدن داړتياله مخې اوبه يا نور مايعات څښي او خپله تنده پرې ماتوي، خو هغه کسان چې دزړه يا بډوډو(ګردو) ناروغۍ ولري ، د بدن اوبه يې له نارمل (عادي) حالت څخه زياتيږي او بدن يې پړسوب پيدا کوي،نوځکه داسې کسانو ته توصيه کوو چې په شپه او ورځ ( ٢٤ ساعتو) کې دې کمې اوبه يا مايعات وڅښي. په داسې حال کې چې عابد او مکۍ د ډاکترد خبرو په اړه له پرده دار اکا سره په خبرو بوخت دي،يو ناڅاپه تېز بادلګيږي او پرده دار ځي چې پرده کش کړي او ماشومان د خداى پامانۍ په کولو سره پخپله لاره درومي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||