|
داسرارو پرده: ولې خولې کوو؟ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پرده دار اکا د عابد دوى د کلاتر شا په قدم وهلو بوخت دى. هغه له عابد سره وعده کړې وه چې نن به له يوه بل رازڅخه پرده پورته کوي، خو عابد تراوسه لا نه دى راغلى. پرده دار اکا له ډيرانتظار وروسته غواړي بيرته ستون شي ، چې په همدې وخت کې عابدپه منډه، منډه د پرده اکاپه لور راروان دى. له ډېرې ګرمۍ او منډو له کبله پرې خولې راماتې دي، له رارسيدو سره سم د پرده دار اکا سره روغبړ کوي. عابددخپل ناوخته رارسيدو له امله له پرده داراکاڅخه بښنه غواړي او زياتوي چې دپلار سره بازار ته تلى و،د موټروډيروالى او د سرکونوبندوالى د خپل ناوخته راتګ لامل ګڼي او د پرده داراکا سره يو ځاى ديوې ونې ترسيوري لاندې کښېني. هغه د هوا د تودوخې او زياتې خوله کيدنې څخه شکايت کوي او په نږدې وياله کې خپل مخ او لاسونه پرې مينځي. وروسته دواړه ځي چې ديوه نوي راز د موندلو په موخه پرده کش کړي.پرده داراکا د پردې شعر وايي ، پرده ورو ، ورو يوه لوري ته کش کيږي. د پردې تر شا د لوبو په ميدان کې يو زيات شمير کوچني هلکان د فټبال په لوبه بوخت دي.عابد د لوبغاړو دکرمچانو او جامو،له مسابقې سره د هغوى د ليوالتيا، د فټبال د توپ اود لوبو د ميدان ستاينه کوي. خو کوم شى چې د عابد زياته پاملرنه يې ځانته وراړولې ، هغه په سره لمر کې د هلکانو لوبې کول دي چې دډيرې ګرمۍ له کبله يې جامې په خولو لندې خيشتې دي. پرده داراکا په خندا ورته وايي چې دنن ورځې د اسرارو د پردې موضوع هم همدا ده ، چې موږ ولې خولې کوو؟ د همدې موضوع د روښانتيا له پاره د پردې شاته د ورزشکارانو منځ ته ورځي چې وپوښتي هغوى څه وخت خولې کوي؟ زياتره لوبغاړي د خولو کيدو لامل منډې وهل،لوبې کول،په ګرمه هوا کې کار کول او کله کله هم ناروغي بولي. د موضوع د زياتې روښانتيا له پاره پرده داراکا زياتوي ، هر کله چې زموږ د چاپيريال د تودوخې در جه زموږ د وجود د تودخې له درجې څخه کمه يا زياته شي او يا هم د جسماني فعاليت په پايله کې که چيرې د زموږ د بدن د تودوخې درجه تغيير ومومي، نو دا کارونه ټول د خوله کيدو لامل کيږي.
عابد په داسې حال کې چې دپرده دار سره د حرکت په حال کې دى د انسان د بدن د تودوخې سره د خوله د تړاو په هکله پوښـتي پوښتي، پرده دار په ټينګار وايي چې د انسان وجودپه معينه اندازه تودوخه لري،که چېرې د انسان د بدن د تودوخې درجه له خپل ټاکلي حد څخه لوړه شي نوسړى تبه کوي. عابد وايي له دې مالوميږي چې همدا د بدن دتودوخې ددرجې د کميدو او لوړيدوله کبله کله د سړي ګرمي کيږي او کله هم ساړه. پرده دار د عابد خبرې تاييدوي او پخپله عابد مثال ورکوي چې کله يې منډې وهلې وې ، جامې په خولو لندې وې او د ګرمۍ احساس يې کاوه، چې د مخ اولاس له مينځلو وروسته سړې اوبه او نرى شمال د عابد دوجود د تودوخې د کميدو لامل شول. وروسته بيا پرده دار اکا د خپلوخبرو د اثبات له پاره له عابد څخه غواړي چې خپل يو لاس د ويالې په اوبو کې لوند کړي او بيا يې نري شمال يا تازه هوا ته ونيسي. عابد همداسې کوي او په پايله کې پرده دار ته وايي ، هغه لاس يې چې په اوبو کې لوند کړى و دهغه بل لاس په پرتله سوړ دى. پرده دار څو څو ځله عابد ته يادونه کوي چې همدا شان خولې هم د تازه هوا په لګيدود وجود د سوړوالي لامل کيږي. عابد پوښتي چې خولې څنګه زموږ د بدن په پوستکي پيدا کيږي؟ پرده دار په ځواب کې وايي : (( زموږ د بدن پوستکى يو ډول کوچني ، کوچني سوري لري چې مسامات يې بولي چې خولې له همدې مساماتو څخه راوځي. )) عابد د خپل لاس د څټ پوستکي ته ګوري چې کوچني ، کوچني سوري لري ، بيا د پرده دار اکا لاسونو ته متوجه کيږي چې د هغه لاسونه هم همدا شان مسامات لري. عابد پرده دار ته وايي چې هغه کله څاى څښي ، لاسونه او تندى يې خولې کيږي چې بيا خولې په تندي راماتې وي. بيا د خپلې مور په هکله وايي چې کله په تنور ډوډۍ پخوي جامې يې له خولو ډکې وي، همدا راز د خپل پلاريادونه هم کوي چې بزګر دى او په ځمکه کې د کارکولو پر مهال ډير خولې کيږي. پرده دار په داسې حال کې چې دعابد خبرې تاييدوي ،له عابد څخه پوښتي چې کوم کارونه بايد وشي چې تر يوې اندازې د تودوخې مخنيوى وشي؟عابد د خپلې مور له خولې وايي چې د چاى څښل دبدن د تودوخې د کمولوله پاره ښه دي او همداراز دتودوخې په موسم کې په لمر کې د ګرځيدو پر مهال خولۍ پر سر کول يا سر په کوم دستمال باندې تړل تر يوې اندازې د خولو کولو او تودوخې مخنيوى کوي. خو پرده دار ورته نصيحت کوي چې دغرمې پر مهال چې لمر د سړي پر سر وي ، کوښښ دې وشي چې په لمر کې ونه ګرځي. همدا راز پرده دار وايي چې د تودوخې په موسم کې د مناسبو جامو او سړو اوبو درلودل د ماشومانو له پاره ډير ضروري دي. په داسې حال کې چې پرده دار اکا او عابد د خولو دپيدا کيدود لامل او د تودوخې څخه د ژغورنې په لارو چارو غږيږي، د نري شمال لګېدل د پرده دار پاملرنه د وخت پوره کيدو ته ور اړوي. دواړه په بيړه دپردې شاته ورځي چې پرده کش کړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||