|
داسرارو پرده: چاى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نوريه د خپلې ترور د زوى په ليدو ډيره خوشاله ښکاري او له هعه څخه غواړي چې له وعدې سره سم يې له ځان سره پرده داراکا ته بوځي چې له يوه بل راز ه ورته پرده پورته کړي. سره له دې چې فيصل ستړى دى او غواړي کومه پياله چاى وڅښي، خو داچې له نوريې سره يې وعده کړي، نو تروم غږوي او پرده دار اکاحاضريږي. دواړه ماشومان پرده دار اکا سره تود روغبړ کوي، پرده دار پوهيږي چې ماشومان بياهم د يوبل راز د پوهيدو په هيله دي، پردې ته شعر وايي او تيز باد راالوزي او جادويي پرده يوې خواته کش کيږي. د پردې تر شا نوريه خپلې دوه نږدې خورلڼې پرده دار اکا او فيصل ته ورښيي چې د چاى څښلو په حال کې دي. نوريه له پرده دار اکا او فيصل څخه غوښتنه کوي چې له هغې سره دهغې د خورلڼو څنګ ته ورشي او يوه ، يوه پياله چاى ور سره وڅښي. پرده داراکا د پردې تر شا له ماشومانو سره د ګلالۍ او زرمينې دوى څنګ ته ورځي، چې هغوى دخپلو ميلمنو تود هرکلى کوي او چاى ورته اچوي. زرمينه پرده دار اکا ته په ټوکو وايي : (( يوه شېبه دمخه د ګلالۍ په پياله کې دچايو شمه راغلې وه ، چې د ميلمنو د راتګ زيرى يې پرې کړى و، خو ګلالۍ نه منله ، زموږ خبرې لا پاى ته نه وې رسيدلې چې دادى تاسې راغلئ.)) په داسې حال کې چې زرمينه په چاى څښلو بوخته ده، د هغې په پياله کې هم د چاى يوه غټه شمه ګرځي. زرمينه په ناڅاپي توګه له پرده دار اکا څخه پوښتي چې چاى څرنګه لاسته راځي؟ پرده دار اکا د ماشومانو د زيات ټينګار په وجه يو څو جادويي کلمې وايي اوپر چاى يې چُف کوي، چې يوناڅاپه د چايو شمه له پيالې سر راپورته کوي او په خبرو پيل کوي.
ماشومان په حيرانتيا يو او بل ته ګوري. زرمينه له چاى څخه پوښتي چې هغه له څه شي جوړيږي؟ چاى په خندا وايي : (( موږ د يو ډول بوټو پاڼې يوو، زموږ بوټي تخم لري، چې هغه کرل کيږي چې وروسته زموږ کوچني کوچني بوټي راشنه کيږي ، چې موږ پاڼې بيا له هغو را ټوکيږو.)) فيصل پوښتي چې آيا د چايو بوټي په هر ځاى کې کرل کيږي؟ چاى وايي نه ! موږ په ګرمو، نم ناکو او باراني ځايونو کې کرل کيږو. چاى د خپلو خبرو په دوام وايي : (( کله چې زموږ نازکې پاڼې راوټوکيږي، نود لږ وخت وروسته ټولولو ته تياريږي. نجونې، ښځې او کله کله نارينه هم له پُزي څخه جوړې شوې ټوکرۍ له ځانونو سره راوړي او زموږ پاڼې په ډير احتياط زموږ له ډنډر څخه بېلوي او ټوکريو کې يې اچوي او له ځانونو سره مو وړي. ))س ګلالۍ پوښتي چې که چېرې د چايو پاڼې ډيرې غټې شي نو بيا څه پيښيږي؟ چاى وايي : (( زموږدنازکو پاڼو راز په همدې کې دى چې زموږ چاى لومړى درجه او خوندور وي، او چې هر څومره غټيږو ، رنګ او مزه مو هم خرابيږي، نو دهمدې له پاره تر غټيدو د مخه مو ټولوي. )) نوريه پوښتي : کله چې پاڼې ټولې شوې ،بيا څه کيږي ؟ چاى وايي : (( بايد ووايم چې چايونه ټول له يو شان بوټي څخه لاسته راځي خو د توليد يا وچولو لارې چارې دچايو په ډول ( تور او شين ) پورې تړلي دي. که چيرې زموږ پاڼې خميره نه شي نوشين چاى لاسته راځي، او که خميره شي تور چاى را څخه جوړيږي او د نيمه خميرې کولو په صورت کې زموږ څخه سور يا قرمزي چاى جوړيږي.)) چاى وايي : (( د چايو د توليد لارې دوه ډوله دي ، يو عنعنوي توګه او بل يې په غير عنعنوي توګه. په غير عنعنوي ډول کې د تور چاى د لاسته راوړلو له پاره دچايو پاڼې په ماشينونو کې اچوي چې موخه يې په چايو کې د ځينو موادوراکمول او دچاى درطوبت په سلو کې تر 40 پورې را ټيټول دي.)) چاى د بل پړاو په هکله وايي : (( د چاى د جوړولو بل پړاو مالش دى چې په دې پړاو کې له ګياه څخه شيره جدا کيږي او د هوا سره د تماس په نتيجه کې يې رنګ يو څه توريږي. وروسته يې بيا خميره کوي چې ورپسې د چايو د وچولو پړاو رارسيږي چې د سانتي ګراد له 85-90 درجو کې وچيږي. په پاى کې موږ چايونه په قطيو يا پاکټونو کې بسته بندي او بازار ته د خرڅلاو له پاره وړاندې کيږو. )) پرده دار له ماشومانو سره د چايو په هکله مالومات تکراروي او په دې برخه کې ماشومانو ته لا زيات مالومات ورکوي. نوريه وايي : (( خداى پوهيږي چې چاى به يې لومړى ځل څنګه پيژندلى وي ؟ )) پرده دار د چايو د پيژندنې په هکله ماشومانو ته داسې کيسه کوي : (( د يوې کيسې پر بنسټ نږدې 5000 کاله پخوا د چين يو ډير غوسه ناک پاچا چې ((شن نوګ )) نوميده ، يوه ورځ د ښکار له پاره تلى و، هيڅکله سړې اوبه نه څښلې.
يوه ورځ د پاچا نوکرانو اوبه ايشولې ، چې ناڅاپي بادولګيد او دچايو پاڼې له ځان سره راوړي او په اوبو کې يې وغورځولې، داوبو رنګ تغيير وموند، نوکران ډير وارخطا شول ، غوښتل يې چې اوبه هيسته تويي کړي ، چې په همدې مهال پاچا راځي او هغوى له دې کار ه منع کوي. پاچا چاى څښي او د مزې ستاينه يې کوي. او په دې توګه له هماغې ورځې وروسته د چايو څښل د ستړيا د رفع کولو له پاره رواج مومي )). فيصل په حيرانتيا وايي : (( نو په دې توګه د لومړۍ ځل له پاره چاى په چين کې وپېژندل شو! )) پرده دار د هغه د خبر و په تاييد زياتوي چې نن ورځ له چين سربيره هند، نيپال، اندونيزيا ، پاکستان او يو شمير نور هيوادونه هم چاى توليدوي. نوريه وايي په ځينو کورونو کې چاى ډير خوندور وي ، خو په ځينو ځايونو کې د سړي بيخي چاى څښلو ته زړه نه کيږي. چاى خاندي او وايي چې د چاى خوشمزه ګي او بې مزه توب بيلابيل لاملونه لري، چې يو يې د چاى کيفيت او څرنګوالى دى او همداراز داوبو خوند هم دچايو په خوند کې بې تاثيره نه وي، د چاى دم کول هم ځانته طريقه غواړي. چاى ددې خبرو له کولو سره جوخت بيرته د چايو په پياله کې ور دننه او په عادى شمه بدليږي. ماشومان د چاى له خبرو ډيره خوښي څرګندوي، پرده دار له ماشومانو پوښتي چې ، په افغانستان کې چاى څه وخت رواج شوى دى؟ ټول ماشومان غلي کيږي، خو پرده دار وايي : ((چاى په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره دافغانستان د پاچا امير امان الله خان په زمانه کې رواج وموند، خو په هغه زمانه کې يواځې پيسه دارو خلکو له چاى څخه ګټه اخيستله.)) کله چې دپرده داراکا او ماشومانو خبرې پاى ته رسيږي ،تيز بادرا الوزي، پرده دار اکا پوهيږي چې ددوى دخبرو وخت پوره شوى دى ، له ماشومانو سره خداى پاماني کوي او دنوريې او فيصل سره يو ځاى ځي چې پرده کش کړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||