BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:37 گرينويچ 2007 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟
داسرارو پرده: نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟

اختر رارسيږي؛ په بازارونو کې دکورنيوداړتيا وړهرراز موادډيرپريمانه تر سترګو کيږي. د پلورونکو زيات شورد پيرودونکو پاملرنه ځانته ور اړولې.ماشومان، او لويان ډلې ، ډلې بازار ته روان دي چې يو څه واخلي.

سالمه او عابد هم د خپل پلار سره د مرستې په موخه دکان ته راغلي دي.په دوکان کې دسينګار اولوبو سامانونه لکه د ويښتانو قيتکونه، بنګړي،کمانونه،د نکريزو پاکټونه، زرک ، دوه سره ډولونه ،بادي ټوپکې او داسې نورزيات شيان ليدل کيږي.

عابد له پيرودونکو(اخيستونکو) سره په راکړه ورکړه بوخت دى؛ سالمه له ډيرې شوخۍ تروم وهي. پرده داراکا راسيږي. دواړه په خوښى سلام عليکي کوي او ترې غواړي چې له يوه بل راز څخه ورته پرده ليرې کړي.

پرده دار د تل په څير پردې ته شعر وايي ؛ نرى شمال رالوزي او د اسرارو پرده يوې خواته کشوي.د پردې ترشا ماشومان د نکريزو شپه ويني؛ هره خوا خوښۍ، نڅاګانې اودسازاوسندروغږونه اوريدل کيږي.

خوکوم څه چې له نوروزياته د سړي پاملرنه ځانته وراړوي؛ هغه شمعې دي چې، د نکريزو دپتنوس په شاوخواکې بليږي او ترڅنګ يې د نکريزورنګارنګ زرې ټوټې تر سترګو کيږي.ماشومان يوبل ته سره نکريزې ږدي.

عابد او سالمې د ماهرې او سيما خبرو ته غوږ نيولى، چې د خپلولاسونودنکريزوپه هکله غږيږي.ماهره د خپلونکريزو له رنګ څخه ډيره خوښه ده، خوسيمادنکريزو له خرابۍ سر ټکوي او وايي لاسونه يې ښه نه دي سره شوي.

اجمل ،دماهرې وروربيا وايي چې هغه هميشه دنکريزو پاڼې اخلي ، ځکه چې بدلې نلري او اصلې وي. ماشومان په حيرانتيا پوښتي : ((نکريزې هم پاڼې لري؟!))ماهره وايي : (( هو، زه تل نکريزې په آونګ کې ميده کوم.))

بزگر
 دنکريزوفصل تر څلورو مياشتو پورې ترلاسه کيږي. د بوټودټولولو له پاره بياهم پټي اوبه کوو او بيا بوټي له بېخه راباسو او لمر ته يې اچوو.تر وچيدو وروسته پاڼې له بوټي بيلوو او د خرڅلاو له پاره يې بازار ته استوو

پرده دار په دې برخه کې له ماشومانو پوښتي. يو ماشوم وايي : (( زما په ګومان نکريزې درانجوپه څير تيږه لري .)) بل وايي نه ،نکريزې ونه لري؛ يوه نجلۍ وايي نکريزې د تمباکو په څير کرل کيږي. اودې ته ورته نورې نظريې.

په پاى کې پرده دار داجمل خبرې تاييدوي ، چې ويل يې نکريزي پاڼې لري. بيا له ماشومانو پوښتي : (( آيا غواړئ د نکريزود لاسته راتلو په راز وپوهيږئ؟)) ټول په يوه غږ وايي ، چې هو !

سالمه پوښتي ، چې نکريزې چيرې کرل کيږي، پرده وايي چې نکريزې زياتره په مشرقي کې کرل کيږي لکه لالپوره چې دننګرهارولايت له ا ړوندو ولسواليوڅخه ده.

دماشومانو دزيات ټينګارپه وجه پرده دار له ماشومانو سره يو ځاى د جادويي پردې تر شا تيرېږي او هغه ځاى ته ځي ، چې د نکريزو شنه بوټي د سړي پاملرنه ځانته ور اړوي.پرده دار له يوه بزګر څخه هيله کوي چې دماشومانو پوښتنو ته ځواب ووايي.

عابد د نکريزو د کښت په هکله پوښتي، بزګر وايي : ((لومړى د نکريزو د تخم غوزې ماتوو، وروسته يې بيا يې ددريو ورځو له پاره په يوه مرتبان کې لمدوو. وروسته بيا تخمونه په يوه جوال کې اچوو او د 15 ورځو له پاره يې لمر ته ږدو او په پرله پسې توګه اوبه پرې شيندو.))

سالمه ددې کار دليل پوښتي ، پرده دار وايي، دا ددې له پاره خيشتوي چې د نکريزو تخم ډير کلک وي او په اسانۍ په ځمکه کې تېغنه نه وهي.

عابد پوښتي ، چې بيا څه کيږي؟ بزګر زياتوي : ((ځمکه آبپاشي کوو،بيا تخم له يوڅه شګې سره ګډو او په ځکه کې يې شيندو.))

سالمه پوښتي چې ولې دنکريزوتخم له شګې سره ګډوي ا وبيا يې په پټي کې شيندي؟ بزګر وايي : (( ددې له پاره دنکريزوله تخم سره شګه ګډيږي، چې لږ تخم په ډيرځاى کې وشيندل شي او بوټي ډيرګڼ راشنه نه شي.))

نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟

بزګردخپلو خبرو په دوام زياتوي : ((دنکريزوفصل تر څلورو مياشتو پورې ترلاسه کيږي. د بوټودټولولو له پاره بياهم پټي اوبه کوو او بيا بوټي له بېخه راباسو او لمر ته يې اچوو.تر وچيدو وروسته پاڼې له بوټي بيلوو او د خرڅلاو له پاره يې بازار ته استوو.))

په پاى کې بزګريوه ډکه کڅوړه نکريزې ماشومانو ته د سوغات په توګه ورکوي ، چې داخترپه شپو ورځوې کي يې په خپلو لاسونو کيږدي. پرده دار له بزګرڅخه مننه کوي.

ماشومان د نکريزو د لاسته راوړلو دطريقې په هکله غږيږي، پرده دارپوښتي ، چې هغوى څه وخت نکريزي ږدي؟

سالمه وايي چې په ځانګړو وختونو لکه : د نکريزو په شپه؛په وادونو کې ؛داخترونو په شپو اونوروز او داسې نورووختونوکې نکريزې ږدي، خوداچې ولې خلک په ځانګړو وختونو کې خپلې پښې اولاسونه سره کوي له پرده دارڅخه پوښتي.

پرده دار وايي : (( خلک له نکريزوڅخه د ښکلا په مقصد کار اخلي چې ښکلي مالوم شي)) سالمه د پرده دار د خبرو په تاييد زياتوي : (( زياتونجونو دنکريزو په کېښودلو کې مهارت پيدا کړى دى ، چې ښکلي ګلان اورنګارنګ نقشونه په خپلولاسونو کاږي.))

پرده داريو پاکټ نکريزې سالمې ته ورکوي چې په خپله خوښه يې په خپلو لاسونو کيږدي او له ماشومانو هم غواړي پيداکړي چې خلک له دې پرته نور په کومووختونو کې نکريزې ږدي؟

بياهم دنري شمال لګيدل پرده دار دې ته اړباسي چې له عابد او سالمې سره يوځاى لاړشي اوداسرارو پرده کش کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>