|
داسرارو پرده : دبخار ديګ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نجيب په داسې حال کې چې ډير خواشينى دى تروم وهي اوپرده داراکا يې په يوه شېبه کې تر مخ دريږي او دهغه د پرېشانۍ پوښتي. نجيب وايي غواړي له خپلو دوستانو سره پغمان ته دميلې لپاره ولاړشي، خو داچې دغوښې او څو نوروشيانو پخول دده په غاړه دي حيران دى څنګه وکړي، ځکه داکار يې ډيروخت نيسي او نشي کولاى ميلې ته له دوستانو سره يو ځاى ولاړشي. پرده دار خاندي او د هغه خپګان بې ځايه ګڼي. نجيب حيرانيږي ، پرده دار د يوڅو نښو په ويلو وايي : (( يو شى دى چې ستا ډير په درد خوري او شپيلاق هم وهي)) نجيب ورته وايي چې ضرور ترافيک دى. پرده دار وايي د کورد ضرورياتو څخه دى،له فلز څخه جوړشوى او بيلابيل سايزونه لري. نجيب بياهم نه شي کولاى سم ځواب ووايي ،نوپرده داردپردې شعر وايي ، پرده يوې خواته کش کيږي د پردې ترشا پرده داراونجيب دعاطفې دوى د کور پخلنځى ويني،چې د بخار ديګ پر اشتوپ ايښى ، بخارونه يې په شدت وځي اود غوښې بوى ټول کور په سر اخيستى. عاطفه اومور يې په انګړ کې په جامو مينځلو بوختې دي.کله چې دغوښـې بوى احساسوي دعاطفې مور په منډه منډه راځي او ديګ د اشتوپ له سره کوزوي.
د عاطفې مور عاطفې ته په غوسه نارې وهي چې ولې يې شپيلاقونه پر ديګ نه وو ايښې؟ عاطفه په ډيره بې پروايۍ ورته وايي چې شپيلاقونو ته څه حاجت دى ، کتغ خو په ديګ کې پخيږي. د عاطفې مور وايي: (( که دبخار دديګ په سر پوښ شپيلاقونه نه وي کېښودل شوي، نو ديګ بيا بخار نه اخلي او سوځي .)) عاطفه دديګ سر خلاصوي که ګوري چې رښتياهم غوښه ټوله سوځېدلې ده. نجيب د غوښې د سوځيدو علت پوښتي چې پرده داراکا ورته نجيب ورپيژني او ورته وايي چې هغه غواړي د بخار دديګ په راز پوه شي چې ولې خواړه ژرپخوي. انجنير په ځواب کې وايي: داځکه چې دبخار دديګ سرپوښ د ربړي واشل درلودونکي وي اودسرپوښ تر کلکو تړلو وروسته پرې مخصوص شپيلاقونه چې ځيني خلک ورته فيوز هم وايي کېښودل کيږي تر څو يې حرارت او ګرمي ونه وځي. نجيب پوښتي چې ولې حرارت او ګرمي د بخار په ديګ کې بنده پاتې کيږي ؟انجنير وايي چې همدا د حرارت او ګرمۍ بندساتل د بخار په ديګ کې په موجود کتغ باندې فشارراوړي چې دا فشار د کتغ د ژر پخيدو لامل کيږي.لکه ځيني آشپزان چې کله وريجې دموي نو دديګونو سرونه په اوړو باندې کلک بندوي چې د ديګ حرارت ونه وځي تر څوګرمي او حرارت په وريجوفشار راوړي او ديګ ښه پوخ شي.
نجيب پوښتي که زياته هوا دبخار په ديګ کې ټوله شي نو بيا دچاودنې خطر يې نشته ؟ انجنير زياتوي چې د ديګ تر تړلو مخکې بايد دديګ شپيلاقونه او هغه د اېښودلو ځايونه ښه وکتل شي چې بند نه وي ځکه که چيرې د شپيلاقونو ځايونه بند وي نو دديګ دچاودنې خطر زيات وي. وروسته تر هغې دې دديګ سرپوښ کلک وتړل شي . دا هم د يادولو وړ ده چې د بخار ديگونه بيلابيل خواړه په بيلابيلو وختونو کې پخوي چې داکار د کورپه ميرمنو پورې اړه لري چې وختونه يې ځانته مالوم کړي. نجيب بيا پوښتي چې کله د بخارپر ديګ شپيلاقونه نه وي ايښودل شوي ، ولې کتغ سوځوي؟ انجنير وايي : (( کله چې په ديګ باندې شپيلاقونه نه وي ايښودل شوي ، په ديګ کې موجودې اوبه په ايشيدو راځي او ورو وروټولې اوبه په بخار بدليږي او بخار د شپيلاقونو له ځايونو راوځي او په دې توګه کتغ سوځي.))
نجيب پوښتي چې د بخار ديګونه له څه شي څخه جوړيږي چې خواړه دومره ژرپخوي؟ انجنيروايي ، چې دبخار ديګونه له داسې المونيموڅخه جوړيږي چې د اور او بخار پر وړاندې يې مقاومت زيات وي . پرده دار اکا د نجيب د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د بخار ديګونه په بيلابيلو سايزونو دنورو هيوادسربيره اوس زموږ په هيواد کې هم جوړيږي . پرده داراونجيب له انجنير څخه مننه کوي ،چې دوى ته يې د بخار دديګ په هکله پوره مالومات ورکړل . پرده داراکا پردې ته شعر وايي او د هميش په څير نرى شمال رالوزي او پرده کش کيږي اوپرده دار هم خداى پاماني کوي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||