BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:29 گرينويچ 2007 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: هېل

پرده دار او هېل ماشومانو ته د هېل په هکله معلومات ورکوي.

جمال د تروم په وهلو سره پرده دار راغواړي او دځانګړي شعر په ويلو سره پرده لري کوي. د پردې شاته جميله، فرشته او نادر په يو بازارګي کې ولاړوي.

د نادر پلار غږ کوي چې، واهوټلي ماما يوشين هېلداره چای راوړه!

پرده دار اوجمال ورنژدې کيږي، جمال د نادر له پلارڅخه پوښتي چې ولي هېلداره چای څښي؟ هغه وايي چې ستړي يم، هيلداره چای د انسان طبيعت برابره وي.

پرده دار د ماشومانو د پوښتنې پر ځواب کې وايي چې هېل بوټی لري او ددې خبرې دثبوت لپاره د منتر په مرسته هېل پر خبرو راولي.

هېل وايي چې موږ وحشي او صحرايي بوټي يو، پر خپل سر دځمکې په ځينو ځايونو کې راشنه کېږو.

پرده دار زياتوي چې اوس په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته چې دهېلو تخمونه يا نيالګي ږدي.

هېل وايي چې موږ د خپلو بوټو د څانګوپه بېلابېلو ځايونوکې راشنه او غټيږو، بيا موانسانان راټولوي او په بازارونوکې مو پلوري.

د هېلو بوټي
هېل يو وحشي بوټی دی، خو اوس په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته چې دهېلو تخمونه يا نيالګي ږدي .

هېل زياتوي چې خوشبويي ددوی په دانو کې وي، که هېل ميده شي نوخپله خوشبويي له لاسه ورکوي.

پرده داروايي: هېل په شنه، تور، سپين، ژيړاو نصواري رنګونوکې پيدا کيږي.

په بېلابېلو هېوادونوکې دځانګړو اقليمونو او موقيعتونو اغېزه ده، چې هېل بېلابېل رنګونه لري او هرڅومره چې د هېلو دانې د شينوالي پرمهال له بوټو راوشکول شي خوشبويي يې ډېره وي.

هرڅومره چې پرې وخت اوړي رنګ يې بدلون مومي اوخوشبويي يې کميږي. له دغوخبرو سره هېل هم نور خبرې بندوي.

پرده دارماشومان بازار ته بيايي اوهلته دکېکو او کولچو پخولو يوې هټۍ ته ورځي.

يو سړی ويني چې د کېکو او کولچو جوړولو مواد برابروي لکه اوړه، شيدې، هګۍ، هېل او داسي نور. نومړی وايي چې هېل په کې ددې له پاره اچوي چې خوندور راشي .

ماشومان او پرده دار په هماغه بازار کې له يوه، يوناني حکيم څخه پوښتنه کوي چې هېل څه ګټې لري؟

حکيم وايي چې هېل په يوناني داروګانو کې د معدې، اعصابو، زړه او زړه د بدوالي ناروغيو له پاره کارول کيږي .

هېل چېرته شنه کېږي؟
تازه هېل
موږ وحشي او صحرايي بوټي يو، پر خپل سر دځمکې په ځينو ځايونو کې راشنه کېږو.
هېل

بيا په بازار کې له يوه سړي څخه پوښتنه کوي چې دوی له هېلو نه په څه شي کې کاراخلي، هغه سړی وايي چې په چای، د دېګ مصالحه، حلوا او فېرنيو کې کارځني اخلي.

پرده دار وايي چې د خوږو(شيرني) په جوړولو، وريجو، غوښو پخولو، مربا، دشيدو په چايو او ځيني خلک يې د خولې د خوشبويۍ له پاره هم کاروي اوتور هېل چې ترنورو هېلوغټ وي، ددېګ په مصالحه کې کارول کيږي.

پرده دار زياتوي چې هېل د نړۍ په ټولو بوټو کې دويمه درجه قيمتي او ارزښت لرونکی بوټی دی. تر دې وروسته ماشومان د جادويي جام په مرسته د هېلو بوټي هم ويني.

پرده دار ماشومانو ته وايي چې دوی دي څودانې هيل راواخلي مات دې يې کړي، ودې ګوري چې په منځ کې يې څه شی دي او دادې هم ووايي چې دوی په خپلو کورونو کې هېل په څه شي کې کاروي ؟

تذکرهد اسرارو پرده
د تابعيت تذکره
داسرارو پرده : دبخار ديګداسرارو پرده
د بخار ديګ
داسرارو پرده: ولې خولې کوو؟داسرارو پرده
ولې خولې کوو؟
داسرارو پرده: داسرارو پرده
کړکى (نى)
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>