|
داسرارو پرده: کړکى (نى) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کمال په راډيو کې د(( دغرو لمنو کې شپونکيه شپېلۍ غږوه- زما ساده ساده لاليه شپېلۍ غږوه )) سندره په ډير خوند اوري، چې پدې وخت کې د هغه بل ملګرى فريد هم دده څنګ ته راځي او وايي چې دا شپيلى څومره خوندورغږلري .له کمال ورته وايي چې تروم هم له شپيلۍ څخه کم نه دى. همداچې د تروم غږ باسي پرده دار اکا حاضريږي او وايي چې ضرور بيا د کوم راز د موندلو په لټه دي چې هغه يې راوغوښت. ماشومان مثبت ځواب ورکوي او غواړي چې ډير ژر دې له راز څخه پرده پورته کړي. پرده دار خاندي او پوښتي چې شپيلۍله څه شي څخه جوړيږي چې دومره خوږ غږ لري ؟ کمال وايي ضرورله لرګي څخه جوړيږي ، پرده دار يې نه مني او يوه بله نښه يې دا وايي چې خلک ترې قلم هم جوړوي. کمال اوفريدبياهم غلط ځوابونه ورکوي . پرده داراړکيږي چې دپردې شعر ووايي ، دنري شمال په لګيدو پرده يوې خواته کش کيږي. دپردې تر شاپرده دار اکا ، فريد اوکمال د کريم په نامه يو کوچى هلک ويني چې د خپلې رمې تر څنګ په شپيلۍ غږولوبوخت دى.تر روغبړوروسته کمال د شپيلۍ په هکله له کريم څخه پوښتي چې له څه شي جوړه شوې ده چې دومره ښکلى غږ لري؟ کريم په ځواب کې وايي چې شپيلۍ يې له کړکي يا نى څخه پخپله جوړه کړې ده . کمال حيرانيږي چې له کړکي څخه څنګه غږ وځي؟ هغه فکر کوي چې شپيلۍ به کوم جادويي خواص ولري ، خو کريم خاندي او وايي په رښتيا هم کړکى له خپله ځانه هيڅ رازغږ نلري. فريد پوښتي چې په کوم حالت کې آواز ورځني پورته کيږي؟ کريم وايي کله چې کړکي ددې شپيلۍ په اندازه پرې کړاى شي او په څنګونوکې يې کوچني ،کوچني سوري وايستل شي نو بيا غږ پيدا کوي.
کمال د لازياتو مالوماتو غوښتونکى کيږي. کريم زياتوي، کله چې پوکى يا هوا د کوچنيو سوريو څخه لږلږ ووځي نو ځانګړى غږ منځته راځي چې بيا د ګوتو په موزونو حرکاتو سره ځانګړې سندرې پکې جوړيږي. فريد پوښتي چې آيا د ټولو سوريو غږ يو شانته وي که توپيرسره لري، پرده دار اکا وايي کله مو چې ګوتې د شپيلۍ په سوريو اېښې وي، او شپيلۍ پو کئ نويو شان غږ به مو تر غوږونو شي، خوکله چې ګوتې په حرکت راولۍ نو وبه وينئ چې د شپېلۍ بيلابيل سوري بيلابيل غږونه توليدوي.همدادهواحرکت او تيز والى د اوازد پيدا کيدو سبب کيږي. کمال او فريد له کريم څخه د شپېلۍ په هکله د مالوماتو د ورکولو لپاره مننه کوي اوپرده دار له دواړوپوښتي چې له کړکي نور کوم کوم شيان جوړيږي؟ کمال د کړکي د قلم يادونه کوي او فريد وايي چې د کړکي څخه يو رقم پردې هم جوړيږي چې ځينې خلک يې دخپلو کورونو په دروازو کې د ښکلا لپاره ځوړندوي.. پرده داراکا ددوى د خبرو په تاييد وايي چې کوچيان او ځيني نور خلک ترې څپرې هم جوړوي چې د سيوري لپاره ګټه ترې واخلي، او په ځينو سيمو کې يې دنووکورونو دجوړولو پر مهال ددستکونو پر سر اچوي تر څو دخاورو او خټو د غورځيدلو مخنيوى وکړاى شي. کمال وايي چې هغه دکړکي څخه جوړې شوې ښکلې ټوکرۍهم ليدلي چې خلک يې دکور د ښکلالپاره کاروي. دوى لا په همدې خبرو کې وي چې بيا هم نرى شمال په لګيدو پيل کوي او پرده دار پوهيږي چې دراز وخت په ختميدو دى. د هلکانو سره خداى پاماني کوي او پخپله د پردې کشولولپاره ځي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||