BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: جلغوزي

جلغوزي

هارون او نويد خپرونه پيل کوي، خو د راز په هکله نه پوهېږي او د تروم په وهلو سره پرده دار راغواړي.

ماشومان له پرده دار څخه غوښتنه کوي چې، د راز راسپړلو لپاره پردې ته شعر ووايي.

پرده دار ماشومانو ته د راز څو نښې هم وايي، لکه لرګين پوښ لري، خلک يې وچه مېوه بولي، بوټی يې په غرونوکې شين کېږي او پاڼې يې د ستنې په څېر دي.

ماشومان وايي چې، بادام، غوزان يا به پرګي وي. پرده دار دغه ځوابونه سم نه ګڼي او پردې ته شعر وايي.

د پردې شاته ناديه اوظريفه جلغوزي خوري، دوی ته داپوښتنه پيدا کيږي چې، جلغوزي به له کومه کېږي. پرده داروايي چې، د نننۍ خپرونې راز هم دغه دی چې، جلغوزي څه ډول په لاس راځي؟

پرده داروايي چې، جلغوزي لوړې لوړې ونې لري، غوزې نيسي، چې جلغوزي يې په همدغو غوزوکې وي. ماشومان پوښتي چې، آيا په افغانستان کې د جلغوزيو ونې شته؟

جلغوزي څنګه راټوليږي؟
د جلغوزې، غوزې په ونې کې
 د يوې اوږدې لکړې په سر پورې د لور په څېر يو چنګک تړي او په هغه يې له ونې څخه راشکوي، بيا يې په کورونو کې د يو څو ورځو لپاره په خونه کې او يا سيوري ته ږدي، بيا يې راباسي اولمر ته يې ږدي چې، دغه وخت غوزې خولې خلاصوي، بيا يې څنډي او جلغوزي ترې راباسي.

پرده داروايي چې، هو! د پکتيا، کونړ، لغمان، نورستان اوکاپيسا ولايتونو په غرونوکې پيداکيږي.

ماشومان غواړي چې، د جلغوزيو ونې وويني، پرده دار يې يو داسي ځای ته بيايي چې، هلته دغه ډول ونې ولاړې وي.

يو ماشومان له يوې ونې نه رالويدلې غوزه را اخلي او جلغوزي په کې لټوي، پرده دار وايي چې، جلغوزي تقريبا په دوه کاله کې پخيږي او دغه غوزه چې باد راغورځولې، هغومره وخت نه دی پر تېرشوی.

پرده دار له خپل جېب نه د جلغوزيو يوه پخه غوزه راباسي، ماشومان ويني چې، د پخې شوې غوزې لرګين پوښ لږ خلاص دی او هغه باد را اچولې غوزه بنده ده.

پرده دار وايي چې، په دغو غوزو کې جلغوزي لومړی د او بو په څېر وي چې، بيا ورو ورو کلکيږي او جلغوزي ترې جوړيږي.

ماشومان هلته له يوه سړي پوښتي چې، کله جلغوزي پاخه شي بيا يې څنګه راټولوئ او څه پرې کوئ؟

سړی وايي: ”د يوې اوږدې لکړې په سر پورې د لور په څېر يو چنګک تړو او په هغه يې راشکوو، بيا يې په کورونو کې د يو څو ورځو لپاره په خونه کې او يا سيوري ته ږدو،

جلغوزې
جلغوزې د پکتيا، کونړ، لغمان، نورستان او کاپيسا ولايتونو په غرونو کې پيداکيږي.

بيا يې راباسو اولمر ته يې ږدوچې، دغه وخت غوزې خولې خلاصوي، بيا يې څنډو او جلغوزي ترې راباسو“.

پرده دار ماشومانو ته وايي چې، دا ونې چا نه دي ايښي، بلکې خپله را شنې شوې دي او د دې سيمې خلکو په خپلو ځمکو کې هم د جلغوزيو ونې کېنولي دي.

يو ماشوم وايي چې، د دې جلغوزيو خوند ولي بل ډول دی؟ پرده داروايي چې، داجلغوزي نه دي نينې شوي او هغه جلغوزي چې، په بازار کې خرڅيږي، نينې شوي وي، ځکه يې خوند بل ډول دی.

ماشومان غواړي چې، د جلغوزيو نينې کېدل هم وويني. پرده دار هغوی د کابل ښار، تيمور شاهي سيمې ته بيايي.

هلته ماشومان ويني چې، په کړايي کې يې جلغوزي او شګې (رېګ) ګډ سره اچولي او لاندې يې اور ورته بل کړی وي.

يوسړی چې د کپګير په څېر يو شی يې په لاس کې وي، په هغه يې لړي. د دغو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته، پرده دار پرده کشوي اوخپرونه پای ته رسيږي.

 آيسکريم د اسرارو پرده
آيسکريم
د پښې تڼاکهد اسرارو پرده
تڼاکه
هېل د اسرارو پرده
هېل
ماچې پخوونکی هلکد اسرارو پرده
ماچې
تذکرهد اسرارو پرده
د تابعيت تذکره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>