BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:30 گرينويچ 2007 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: يوه ګوله ډوډۍ

يوه نجلۍ د ډو‌ډۍ خوړلو پر مهال
ډوډۍ تر ژوولو اوميده کېدلو وروسته د ستوني له لارې مرۍ ته ځي.

سارا او عبدالله خپرونه پيل کړه خو د خپرونې د راز په اړه نه پوهېدل او د تروم په وهلو سره يې پرده دار راوغوښت.

پرده دار راغی او پرده يې ليري کړه. ماشومانو دپردې شاته هاجره او اسدالله د ډوډۍ خوړلو په حال کې وليدل.

هاجرې له اسدالله څخه پوښتنه وکړه، چې کله موږ ډوډۍ خورو نو دا به چېري ځي او څه به پرې کېږي؟

اسدالله ورته وويل، چې ګېډې ته ځي. دوی په همدې خبرو بوخت وي، چې پرده دار، عبدالله او سارا هم ددوی خواته ورغلل.

تر روغبړ وروسته پرده دار وويل، چې د خپرونې راز هم په دې اړه دی، چې خوراک څه ډول هضم کېږي؟ پرده دار په دې اړه له سارا او عبدالله څخه هم پوښتنه وکړه.

عبدالله وويل، چې زموږ په ښوونځي کې د بيالوژۍ ښوونکي راته وويل، چې ډوډۍ د انسان په خوله کې تر ژوولو اوميده کېدلو وروسته د ستوني له لارې مرۍ ته ځي.

پرده دار دغه خبره سمه وبلله خو ماشومانو په دې باب له هغه څخه نور معلومات هم وغوښتل.

د هاضمې سيستم
 د هضم لپاره د انسان په خوله کې دوه ډوله عميله سرته رسېږي، چې يو يې فزيکي او بله يې کېميايي عمليه ده.
ډاکټر محمدشريف صادق

پرده دار د دې معلوماتو لپاره هغوی د کابل د مريم ليسې په سيمه کې د دوه سوه بستريز روغتون، ډاکټر محمدشريف صادق ته بوتلل.

ترستړې مه شي وروسته ماشومانو له ډاکټر څخه وپوښتل، چې خواړه يا ډوډۍ څه ډول هضم کېږي؟ ډاکټر ورته وويل:

”د هضم لپاره د انسان په خوله کې دوه ډوله عميله سرته رسېږي، چې يو يې فزيکي او بله يې کېميايي عمليه ده. فزيکي دا مانا، چې خواړه په خوله کې دغاښونو په واسطه ميده او زدوول کېږي.

کېمياوي بياهغه عمليه ده، چې خواړه تر مېده کېدو وروسته د خولې انزايمونه، لعاب (لاړې) دغه ميده شوي خواړه نرموي، چې په اسانۍ تر ستوني تېر او مرۍ ته ولاړ شي“.

ډاکټر په خپله خونه کې پر دېوال يوه راځړېدلي انځورکې د انسان مرۍ کوچنيانو ته تشرېح کړه او ماشومانو وليدل، چې د انسان مرۍ نل يا پايپ ته ورته بڼه لري،

خو دوی هيښ شول، چې د ډوډۍ قپ، ګوله يا مړۍ به څه ډول ددغه نل له لارې تېرېږي!؟

پرده دار ورته وويل، چي که چېري خواړه کلک وي نو په ګرانه تر ستوني تېرېږي، خو که چېري خواړه د خولې په لعاب يا لاړو لانده شي نو په اسانۍ تېرېږی او معدې ته ځی.

د ډېرې ډودۍ خوړلو پايله
 که ډوډۍ ډېره وخوړل شي، نو معده سم حرکت نه شي کولای او خوړل شوي خواړه سم نه هضمېږي ځکه نو انسان د درد احساس کوي.
ډاکټر صادق

ډاکټر وويل: معده لکه د کوفتې د ماشين په څېر خواړه زرې زرې کوي چې بيايې يوه اندازه خپله معده جذبوي او پاته خواړه لومړی وړو او بياغټوکولمو ته ځي، چې وروسته فاضله ځنې جوړ او وزي.

معده کڅوړې ته ورته بڼه لري چې اندازه يې په هرچاکې توپير لري. هغه څوک چې منځنی عمر لری نو په معده کې يې يو نيم لېټر، يانې له پنځونه تر شپږ و ګيلاسونو پوري اوبه ځايېږی.

ماشومانو پوښتنه وکړه چې ولې ځينې وختونه چې سړی ډېره ډوډ ۍ وخوري نو نس يې درد کوي؟ ډاکټر وويل:

”که ډوډۍ ډېره وخوړل شي، نو معده سم حرکت نه شي کولای او خوړل شوي خواړه سم نه هضمېږي ځکه نو انسان د درد احساس کوي، بل دا چې ډوډۍ بايد ژر ژر ونه خوړل شي“.

پرده دار او ماشومانو تردې وروسته له ډاکټر سره خدای پاماني وکړه او ولاړل. پرده دار ماشومانو ته وويل:

کله چې غنم په ژرنده کې اوړه کېږي نو غنم لومړی د ژرندې په ډوله کې اچوي، بيا دغه غنم د يوه نل له لارې د ژرندې پلونو ته ورځي او بيا اوړه کېږي، نو د انسان خواړه هم دغه ډول هضم کېږي.

معده څه ډول شکل لري؟
د انسان معده
 معده کڅوړې ته ورته بڼه لري چې اندازه يې په هرچاکې توپير لري. هغه څوک چې منځنی عمر لری نو په معده کې يې يو نيم لېټر اوبه ځايېږی.
ډاکټر صادق

خواړه لومړی په خوله کې ميده کېږي، د ستوني له لارې مرۍ ته ځي، بيا معدې ته ځي، له هغه ځايه وړو او بيا لويو کولمو ته ځي،

چې له معدې، وړو او غټو کولمو له لارې همدا جذب شوي مواد په انرژۍ بدلېږی او له پاتې موادو څخه فاضله مواد جوړېږي.

په دې وخت کې پرده دار خپل نس ته جادويي هينداره ونيول، ماشومانو وليدل چې وړې کولمې نرۍ خو ډېرې سره اوښتي اوپېچلي دي.

غټې کولمې لنډې خو پنډې دي. تر دې وروسته پرده دار د پردې په کشولو سره خپرونه پای ته ورسوله.

اوومه پستهداسرارو پرده
پسته
کباند اسرارو پرده
د کبانو ژوند
سپينې شوې جلغوزيد اسرارو پرده
جلغوزي
 آيسکريم د اسرارو پرده
آيسکريم
د پښې تڼاکهد اسرارو پرده
تڼاکه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>