|
د اسرارو پرده: د کبانو ژوند | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
جعفر د کلي په وياله کې لامبل او غوټې يې وهلې. د نسرينې ورته پام شو او ورباندې غږ يې کړه چې، داڅه کوې؟ جعفر وويل چې، ما غوښتل د ډېر وخت لپاره تر اوبو لاندې واوسم خوسا مې بنده شوه. نسرينې ورته وويل چې، انسان تر اوبو لاندې ډېر وخت نه شي پاتې کېدای. جعفر وويل چې، انسانان او نور هغه حيوانات چې، د ځمکې پر مخ ژوندکوي په اوبو کې د ډېر وخت لپاره نه شي پاتې کېدای، سا يې بندېږي، خوکبان چې، تل په اوبو کې اوسېږي ولې يې سا نه تنګېږي؟ جعفر او نسرينه د تروم په وهلو سره پرده دار راوغوښت او دوی خپله پوښتنه ورسره شريکه کړه. پرده دار هم د راز راسپړلو لپاره پردې ته شعر ووايه او پرده ليري شوه.
د پردې شاته يوه سړي په سيندکې کبان نيول. په دې وخت کې کب نيوونکي له سيند څخه جال راوايست چې، څوکبان په کې وو. کب نيوونکي کبان پر ځمکه وغورځول چې، يوڅو دانې يې تريوه مهاله ښورېدل او نور يې ژر مړه شول. ماشومانو وويل چې، داکبان ولې مړه شول؟ کب نيوونکي وويل: ”لکه څنګه چې، موږ انسانان په اوبو کې دننه ساه نه شو اخيستلای، نفس مو بندېږي، دغه راز ماهيان چې، ماهيان هم له اوبو را وايستل شي ساه نه شي اخيستی او مړه کېږي“. ماشومانو وپوښتل چې، په اوبوکې ولي دکبانوسا نه تنګېږي؟ کب نيوونکی وويل چې، په دې زه هم نه پوهېږم. په دې وخت کې حميد او خديجه هم راغلل، هغوی هم په دې هکله نه پوهېدل. بيا پرده دار هغوی د بيالوژۍ استاذې، انيسې ته بوتلل.
تر ستړي مه شي وروسته ماشومانو له انيسې وپوښتل چې، ما هيان په اوبو کې څه ډول سا اخلي (تنفس کوي)؟ انيسې وويل: ”لکه څه رنګه چې، موږ انسانان او حيوانات د مځکې پر سر ژوند کوو او په هوا کې سا اخلو، دغسي ماهيان تر اوبو لاندې ژوند کوي او هغه هوا (اکسيجن) چې، له اوبوسره ګډ دی تنفس کوي. له هوا سره پر اکسيجن سربېره نايتروجن،کاربن ډای اکسايډ، دوړې او خاورې هم ګډې وي. کله چې په اوبوکې دننه اوبه د ماهيانو له برانشي څخه تېرې شي، هغه اکسيجن چې، له اوبو سره ګډوي ماهی يې ورڅخه اخلي او په دې ډول تنفس کوي“. ماشومان او پرده دار تر دې وروسته له دغه ځای څخه دکلي پر لور روان شول . په لاره کې يوه ماشوم ته دا پوښتنه پيدا شوه چې، دا ماهيان به خوراک له کومه کوي؟ دوی په همدې خبرو کې سيند ته وره سېدل. پرده دار د جادويي منتر په ويلو سره ماشومان له ځانه سره سيند ته ننه ايستل. ماشومانو په اوبوکې دننه ګڼ شمېر ماهيان وليدل. دوی له يوه ماهي څخه پوښتنه وکړه چې، تاسې ځانونو ته خوراک له کومه کوئ؟ ماهي ورته وويل :
”ځينې ماهيان ښکاريان وي په اوبو کې دننه واړه واړه حيوانات لکه چنګاښ، چينجي او داسې نور خوري اويو شمېر نور بيا په اوبوکې دننه واړه نباتات او بوټي خوري“. يوه ماشوم له يوه ماهي څخه پوښتنه وکړه چې، تاسې به هم لکه د پسونو او پيشکو (پيشيانو) په څېر بچي زېږوئ که څنګه؟ ماهي ورته وويل: ”نه، موږ هګۍ اچوو چې، هغه بيا بچي کېږي“ پرده دار وويل چې، ترڅلورو ورځو وروسته د کبانو له هګيو څخه بچي راوزي . ماشومانو په سيند کې د کبانو کورونه او هګۍ وليدلې. پرده دار او ماشومان د جادويي منتر په ويل سره بيرته له سيند څخه راووتل او د پردې په کشولو سره خپرونه پای ته وره سېده. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||