BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:38 گرينويچ 2007 ,28 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: پسته

پستې

بلال د خپرونې په راز نه پوهېده، د تروم په وهلو سره يې پرده دار راوغوښت. پرده دارپردې ته شعر ووايه او پرده ليرې شوه.

د پردې شاته يو کلی و چې، د نسيمې او فرشتې په نوم دوو نجونو ترخپل منځ لوبې سره کولې.

په دې وخت کې سليمان راغی او په لاس کې يې پسته وه چې، نسيمي او فرشتې ته يې هم لږه ورکړه. په دې وخت کې له دوی ټولو سره دا پوښتنه پيداشوه چې، پسته به له کومه کېږي؟

نسيمې وويل چې، د ممپليو په څېر به ترځمکې لاندې کېږي. فرشتې وويل چې، د مرچو په څېر به بوټی لري.

سليمان وويل چې، که په ځمکه يا بوټوکې کېدلاي، نو ځينې پستې ولې تريوخوند لري؟

په دې وخت کې پرده دار هغوی ته وويل چې، ستاسې خبرې سمې نه دي.

د پستې ونې
د پستې ونې په اصل کې وحشي وي چې، پخپله په ځينوځايونوکې راشنې کېږي.

بلال وويل، ما اورېدلي دي چې، پسته ونې لري او پرده دار هم د هغه خبره ومنله. ماشومانو وغوښتل چې، د پستې ونې له نژدې وويني.

پرده دار دخپلې جادويي هندارې په مرسته ماشومانو ته د سمنګان ولايت يوه سيمه وروښووله چې، هلته د پستې ونې دي.

ماشومانو هلته يو بوډاسړی وليد او پوښتنه يې ځنې وکړه چې، بابا د پستې ونې څه ډول پسته نيسي؟ هغه سړي وويل: ”د پستې ونې په اصل کې وحشي وي چې، پخپله په ځينوځايونوکې راشنې کېږي.

دغه ونې په پسرلي کې ګلان کوي، وروسته بار نيسي، بيا لکه دغوزانو او بادامو په څېر وړې وړې پستې نيسي اوبيا غټېږي“.

پرده دار وويل چې، اوس داسې پستې هم شته چې، تخم يې کرل کېږي اوخلک د دغه ډول پستو باغونه لري.

ماشومانوپوښتنه وکړه چې، غوزان او بادام خو شنه پوستکي لري چې، بيا ليري کېږي او په منځ کې يې غوزان وي. سړي وويل:

 پستې په څانگه کې
 ونې په پسرلي کې ګلان کوي، وروسته بار نيسي، بيا لکه دغوزانو او بادامو په څېر وړې وړې پستې نيسي اوبيا غټېږي“.
بوډا سړى

”پسته هم په لومړي سرکې شين پوټکی لري چې، وروسته يې پوټکی له منځه ځي اوپسته پاتې کېږي.

کله چې، خلک پستې له ونو څخه راټولوي، نو هغه پستې چې، ښې پخې وي، چاودلي وي اوهغه چې، ښې پخې شوي نه وي، نه وي چاودلي.

د پستې پر ونه د لمر د وړانګو لګېدل، د ونې اوڅانګو قوت، له وخت څخه مخکې د پستې راشکول هم د دې سبب کيږي چې، ځينې پستې نه چوي“.

ما شومانو پوښتنه وکړه چې، دا ونې خو پرخپل سر راشنې شوې دي. د دې ونو پسته چې، پخه شي څوک يې راټولوي؟ سړي وويل چې، د دې سيمې خلک يې د ځانو لپاره راټولوي.

پرده دار وويل چې، دا دولتي شتمني ده، بايد خلک يې ساتنې ته ډېر پام وکړي. سړي وويل: ”پسته په بادغيس، هرات، فارياب، بغلان، کندوز او تخار ولايتونوکې هم کېږي“.

پرده دار وويل چې، د پستې ونې په مرطوبه اولنده بل ځمکه کې نه، بلکې په شګلنه، غونډۍ لرونکې او تقريبا وچه ځمکه کې کېږي.

پسته
پسته په بادغيس، هرات، فارياب، بغلان، کندوز او تخار ولايتونوکې کېږي

تردې وروسته پرده دار ماشومان بارزار ته بوتلل اوهلته يې ورڅخه وپوښتل چې، پسته په څه شي کې کارېږي.

ماشومانو وويل چې، په کېک، کلچو، فېرنيو، شېر يخو، شېرپېره، مصاله لرونکې ګوړه، حلوا او هفت مېوې په جوړولوکې کارېږي.

پرده دار دغه ځواب سم وګاڼه او ويې ويل چې، پسته پردې سربېره په نوروشيانوکې هم کارېږي.

پرده دار وويل چې، په دغه درملتون کې يو فارميسسټ (درمل جوړوونکی) ناست دی، له هغه څخه به وپوښتو چې، دوی د پستې مغز په کومو درملو کې کاروي؟ فارميسسټ وويل:

”پسته د انسان په وجود کې د وينې دکموالي، قوت، اعصابو، زړه، معدې، نس ناستي او ټوخي ناروغيو د درملو په جوړولو کې کارېږي.

د پستې مغز ډېر غوړ وي، هغه خلک چې معده يې کمزورې وي، بايد ډېره پسته ونه خوري.

خوکمزورو ماشومانو ته د پستې خوراک ګټه لري. تردې وروسته کوچنيان اوپرده دار له درملتون څخه راوزي او د پستو نينې کېدل ويني“.

هغه سړی چې، پسته يې نينې کوله، له پستې سره يې په کړايي کې مالګه، سرکه او ليمو هم ګډکړل چې، خوند يې تريو شي. تر دې وروسته پرده دار پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده.

پسته

بادامي پسته

فندوغي پسته

احمد اغايي پسته

پسته په غوزه کې

اوومه پسته

پسته


سپينې شوې جلغوزيد اسرارو پرده
جلغوزي
 آيسکريم د اسرارو پرده
آيسکريم
د پښې تڼاکهد اسرارو پرده
تڼاکه
ماچې پخوونکی هلکد اسرارو پرده
ماچې
تذکرهد اسرارو پرده
د تابعيت تذکره
داسرارو پرده : هندارهداسرارو پرده
هنداره
داسرارو پرده: نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟داسرارو پرده
نکريزې څرنګه لاسته راځي ؟
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>