|
د اسرارو پرده: چونه ( اهک) | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
فرشتې، قاسم اونبيلې په کلي کې د اوړوپۀ څېر سپين شيان وليدل، چې پۀ پلاسټيکي کڅوړوکې و. نبيلې وويل، چې دا به اوړۀ وي او فرشتې بيا بل شی وګاڼه. کله چې نژدې ورغلل نو بيايې هم ونه پېژندل. قاسم وويل، چې دا خو رنګ دی، هغه دي رنګمالان دېوالونه په رنګوي. نبيلې او فرشتې دا خبره ورسره ونه منله. په پای کې يې تروم وواهه او پرده دار يې راوغوښت. قاسم له پرده دار څخه وپوښتل، چې دا څه شی دي؟ پرده دار وويل، چې داچونه (اهک) دي. ماشومانو وپوښتل، چې چونه به لۀ څۀ شي څخه جوړېږي؟
پرده دارپردې ته شعر ووايه اوپرده ليرې شوه. د پردې شاته يو غر راښکاره شو. ماشومان د غره په ليدو حيران شول. پرده دار وويل، چې دا د چونې کان دی. ماشومانو وويل، چې دا تيږې خوسپين او ژړ رنګ لري، دا په چونه څۀ ډول اوړي؟ پرده دار وويل، چې دا تيږې لومړی په اور پخېږي اوبيا چونه ځنې جوړېږي. پرده دار د نورو معلوماتو لپاره ماشومان د کانو او صنايعو وزارت يوه انجنير عبدالقدير ته بوتلل، هغه وويل: ”د چونې لۀ ډبرو څخه په نوره دنيا کې له بېلابېلو لاروچونه جوړېږي خو پۀ افغانستان کې خلک د چونې تيږې د خښتو پخولو پۀ بټۍ (کره) کې پۀ اور پخوي. چونه، چې هر چېرې جوړېږي حرارت ورکول ضروري دی. د چونې لۀ ډبرو سره په کان کې نور کېمياوي مواد هم ګډ وي، لکه وسپنه، ګوګړ او داسې نورشيان. کله چې پۀ بټۍکې حرارت ور ورسېږي نو، نور مواد يې لۀ منځه ځي او يوازې چونه پاتې کېږي، چې چونه خپله سپين رنګ لري. چونه پر دوه ډوله ده. يو هغه چونه ده، چې اوبه نه وي ور رسېدلې، يانې تيږې يې پخې شوي وي اوبل هغه چونه ده، چې اوبه ور رسېدلي وي. د چونې تيږې پۀ اور پخيږي، چې په دې وخت کې يوه اندازه حرارت اخلي، دغه حرارت لۀ چونې څخه هم په عادي حالت کې وځي او هم هغه مهال، چې اوبه ورسره يوځای شي. کله چې ځمکه لمده (لانده) وي او ياهم اسمان ورېځ وي، نوله چونې څخه، چې کوم حرارت اوچتيږي پۀ سترګوليدل کيږي، خو په عادي حالت کې نه ليدل کېږي“. پرده دار لۀ انجنيرڅخه وپوښتل: ځينې چونې، چې کله په اوبو کې واچول شي، نو د لوښي په تل کې يې ميده ميده تيږې پاتې کېږي، داولي؟ انجنير وويل: ”ددې علت دادی، چې ددغه ډول چونې تيږې پۀ بټۍکې ښې پخې شوي نۀ وي، يانې نور هغه شيان چې د چونې لۀ تيږو سره ګډ وي، سم نه وي ځنې ايستل شوي“. تر دې وروسته پرده دار د خپلوجادويي عينکوکې له لارې عملاً ماشومانو ته لۀ چونې څخه پورته کېدونکې تودوخه ور وښودله اوماشومانوهم وليدله.
ماشومانو وغوښتل، چې پۀ بټۍ کې د چونې د تيږو پخول له نژدې وويني. پرده دار لۀ انجنير سره خدای پاماني وکړه او د خښتو بټۍ ته ولاړل. ماشومانو ګڼ شمېر کرې وليدې. پرده دار وويل، چې د ا د کا بل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د حسين خېلوسيمه ده. هلته يوه سړي دخښتو په بټۍ کې کارکاوه، ماشومانو ورڅخه وپوښتل چې خښتي په بټۍ کې څنګه پخېږي؟ هغه وويل: ”موږ د چونې تيږې د چهاراسياب لۀ غره څخه راوړو او بيا يې د بټۍ پۀ لاندې برخه کې په ترتيب سره اوډو. يانې اول غټې، بيا وړې او وروسته بيخي وړې تيږې ږدو. تقريباٌ تر (١٥) ورځو پورې اور ورپسې بلوو، بيا نو هغه دی، چې پخېږي. پرده دار وويل، چې د افغانستان پۀ ډېرو سيمو کې د چونې غرونه شته.
ماشومانو وپوښتل، هغه چونه چې موږ په کلي کې وليده د اوړوغوندې ميده وه او دا چونه دتيږو په ډول ده، داولې؟ پرده دار وويل: هغه چونې، چې د افغانستان په دننه کې جوړېږي، د تيږوپۀ څېر پخېږي او هغه چونې، چې افغانستان ته له بهرنيو هېوادونو څخه راځي د اوړو په ډول ميده وي، ځکه چې هلته په ځانګړو ماشينونو ميده کېږي. تردې وروسته پرده دار، د پردې پۀ کشولوسره خپرونه پای ته ورسوله. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||