|
د اسرارو پرده: ښيښه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نعيم خپل ځان او رېدونکو ته ورپېژاندۀ اوله دې سره سم يې د تروم پۀ وهلو سره پرده دار را وغوښت. تر روغبړ وروسته پرده دار وويل چې زه به د راز څو نښې درته ووايم. هغه دا چې دايو داسي شی دی چې لۀ يو ډول شګو(رېګو) څخه جوړېږي، نعيم وويل چې سيمېټي خښتې دي. پرده دار وويل چې نه، سيمېټي خښتې نه دي. بله نښه يې دا ده چې ډېری هغه لوښي چې خلک يې په کورونو کې د خوراک لۀ پاره کاروي لۀ همدغه شي څخه جوړېږي او ژر ماتېږي. نعيم وويل چې کلالي لوښي دي. پرده دار وويل نه، کلالي لوښي نه هم دي. تردې وروسته پرده دار پردې ته خپل ځانګړی شعر ووايه اوپرده ليري شوه. د پردې شاته نسيمې، بريالي او فرزانې پۀ کورکې چای څښلې.
په دې وخت کې د نسيمې د فرزانې دوی د ګاونډي د کور رنګه ښيښو ته پام شو او پۀ حيرانۍ يې وويل چې دا رنګه ښيښې به څۀ ډول جوړېږي؟ فرزانې وويل، موږ په دې نه پوهېږو چې دا نورې ساده ښيښې به څۀ ډول جوړېږي اوته د رنګه ښيښو پوښتنه کوې؟ دوی همدا خبرې کولې چې پرده دار او نعيم هم ددوی خواته ورغلل. پرده دار وويل چې ښيښې لۀ يو ډؤل سپينو شګو څخه جوړېږي. ماشومان حيران شول چې ښيښې به څنګه لۀ شګو څخه جوړېږي. په دې وخت کې پرده دار هغوی د بلخ ولايت د چشمه شفا سيمې دښتې ته بوتلل. هلته ماشومانو سپينې شګې وليدې چې د لمر پۀ لګېدو ترې د سپرغيو پۀ څېر روښنايي پورته کېده. پرده دار وويل چې له همدغو شګو څخه ښيښې جوړېږي. بيا پرده دارماشومان دکانونو يوه انجنيرعبدالقديرته بوتلل. تر ستړې مشي وروسته ماشومانو ترې پوښتنه وکړه چې ښيښې لۀ شګو څخه څه ډول جوړېږي؟
هغه وويل: ”ښيښې لۀ يو ډول سپينو شګو څخه چې (سليکان دي اوکسايد) نو مېږي، جوړېږي. دغه ډول شګې په فابريکو کې پاکوي، که نور کېمياوي مواد ورسره ګډ وي، هغه ترې ليري کوي. بيادغه شګې پۀ ځانګړو بټيو کې د اور او حرارت پۀ مرسته ويلي کوي، تردې وروسته ترې پۀ بېلابېلو قالبونو کې ډول ډول ښيښه يي څېزونه جوړوي.“ ماشومانو پوښتنه وکړه چې ځينې ښيښې ساده او ځينې بياګلداره (ړندې) وي دا څه ډول جوړېږي؟ انجنير وويل: ” د ساده او ګلدارو ښيښو د موادو او جوړېدو پروسه ځانګړی توپير سره نه لري. يوازي د ساده ښيښو د جوړېدو قالبونه ساده او صاف وي او د ګلدارو ښيښو قالبونه ګلداره وي، يانې پۀ قالبونوکې يې ګلان جوړشوي وي، ځکه يې نو ښيښې هم ګلداره راځي.“ ماشومانو پوښتنه وکړه چې ولي ځينې ښيښې نرۍ، نازکې او ځينې بيا پنډې وي؟ انجنير وويل:
”د ځينو کارخانو خاوندان خپله ځينې ښيښې پۀ نازکو او نريو قالبونو او ځينې پۀ ډبلو قالبونوکې جوړوي“. پرده دار له خپل جېب څخه يوه هنداره راوايسته او ماشومانو ته يې وښوده چې نازکه او نرۍ ښيښه وه. د انجنير د دفتر د اوبو څښلو جک ته يې اشاره وکړه چې لۀ ډبلې ښيښې څخه جوړ شوی و. ماشومانو وويل، چې ولي ځينې ښيښې رنګه او ځينې سپينې وي؟ انجنير وويل: ”د رنګه ښيښو سره د جوړولو پۀ وخت کې رنګ ګډوي، خو ځينې بوتلونه چې خړ ياسور ته ورته رنګ لري، رنګ نه وي ورسره ګډ“. ځکه د ښيښې مواد چې لۀ کان څخه راوړل کېږي، نور کېمياوي مواد ور سره ګډ وي چې د ډېرحرارت پۀ واسطه ترې ليري کېږي. داچې دغه بوتلونه ارزانه پلورل کېږي، نو ډېر حرارت نه ورکوي.
هماغه دی چې ځينې کيمياوي مواد چې ور سره ګډ وي پۀ پوره تو ګه نه ځنې وزي او رنګ يې د بوتلونو تر جوړولو وروسته هم پۀ بوتلونوکې پاتي کېږي.“ ماشومانو پوښتنه وکړه چې کباړيان پۀ کليو اوکوڅوکې ماتې ښيښې او بوتلونه راغونډوي، پۀ دې څۀ کوي؟ انجنير وويل : ”دغه ښيښې کارخانو ته وړل کېږي، هلته ويلي کېږي او بيرته ښيښې ځنې جوړېږي“. تردې وروسته پرده دار، پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||