|
داسرارو پرده: وينه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شکور د خپرونې د راز په هکله نه پوهېده، تروم يې وواهه او پرده دار راغی. دواړو پردې ته شعر ووايه او پرده ليري شوه. د پردې شاته يې ګلالۍ، تهمينه او ښاپېرۍ وليدې. ګلالۍ ژړل چې لاس يې وينې شوی او درد کوي. تهمينې ورته وويل: ”کور ته ولاړه شه چې مور دې ډاکټر ته بوزي، کنه نود بدن وينه به دي خلاصه شي“. ښاپېرۍ لۀ تهمينې وپوښتل چې، ولې دې ګلالۍ ته وويل چې، ډاګټر ته ولاړه شه، کنه وينه به دې خلاصه شي؟ تهمېنې وويل چې، د انسان بدن وينې ته ډېره اړتيا لري، نوره نو زه هم نه پوهېږم. پۀ دې وخت کې پرده دار او شکور هم د دوئ خواته ورغلل. پرده دار وويل چې، موږ ستاسي ټولې خبرې واورېدې، تاسو ويل چې ولې د انسان بدن وينې ته اړتيا لري؟ ښاپېرۍ وويل چې، هو! پرده دار وويل:” وينه د انسان په بدن کې ډېره مهه دنده تر سره کوي. پرده دار همدلته لۀ څو کوچنيانو څخه پوښتنه وکړه چې، ولې د انسان بدن وينې ته اړتيا لري؟ يوه ماشوم وويل: ”که د انسان په بدن کې وينه نه وي، نوسړی مړ کېږي“. بل ماشوم وويل: ”که زموږ بدن وينه ولري، ښه کار کولای شو، لوبې کوو او ورسره ځواکمن کېږو“. بل ماشوم وويل:” زه پۀ دې باب هيڅ نه پوهېږم“. شکور دوی پۀ دې باب نور معلومات وغوښتل، چې پرده دار هغوی د عدلي طب وياند، ډاکټر نصر الله اورياخېل ته بوتلل، هغه وويل: ”د انسان په بدن کې د وينې شتون ډېر ضروري دی. ځکه چې وينه د هغو خوراکي توکو انرژي چې خلک يې خوري او هغه اکسېجن چې خلک يې تنفس کوي، د بدن ټولو غړو ته رسوي. خوراکي شيان اول په خوله کې ميده کېږي، د مرۍ لۀ لارې معدې ته ځي او هلته هضمېږي، بيا وړو او وروسته غټو کولمو ته ځي، وروسته يې هلته قوت او انرژي جذبېږي. بيا هلته له وينې سره يوځای کېږي چې بيا ټول بدن ته ور وېشل کېږي، ځکه چې وينه پۀ بدن کې په دوراني بڼه د خوځښت پۀ حال کې وي. وينه هم نږدې لکه د ونو يا بوټود جرړو(ريښو) پۀ څېرکارکوي.
ونې او بوټي هم اکسېجن د خپلو پاڼو پۀ مرسته ترلاسه کوي، خو کله چې ونې ته اوبه، کيمياوي يا حيواني سره واچول شي د ونې جرړې له دغو شيانو څخه قوت اخلي او د ونې ډډ (تنې) ته يې رسوي. هغه دی چې بيا يې غټو ښاخونو او ورپسې يې وړو څانګو ته رسوي“. کوچنيانو پوښتنه وکړه چې وينه د انسان په بدن کې څۀ ډول خوځښت لري؟ ډاکټرد مېز پر سر د انسان د بدن د هاضمې جهاز په يو انځور کې هغوی ته وښودل چې وينه د زړۀ پۀ واسطه بدن ته پمپېږي. په دې وخت کې پرده دار جادويي هنداره را وويستله او هغه انځورته يې ونيوله. ماشومانو وليدل چې زړه يوځل راټول اوبيا بيرته پرانستل کېږي او بدن ته وينه پمپوي. ډاکټر د وينې د خوځښت په هکله وويل: ”وينه د زړه دشريانونو (وړو رګونو) په مرسته ټول بدن ته رسول کېږي. کله چې بدن ترې د خپلې اړتيا وړ قوت او انرژي واخلي نو پاتې شوې وينه بيرته د وريدي رګونو پۀ واسطه زړه ته راغونډېږي.“کوچنيانو پوښتنه وکړه چې که بدن ته وينه ونه رسېږي نوڅۀ به وشي؟ ډاکټر ورته وويل: ”که بدن ته، پۀ ځانګړي ډول دماغ ته د څو ثانيو لپاره وينه و نه رسېږي د انسان د مړينې لامل ګرځي.
همدارنګه که د بدن نورو غړو ته وينه و نه رسېږي انسان ژوند نه شي کولای. وينه د انسان په بدن کې د ژوند په بېلا بېلو وختونوکې په بېلابېلو غړوکې جوړېږي، خود ځوانۍ پر مهال د هډوکو پۀ مغز کې جوړېږي. د وينې په جوړښت کې ويټامين ١٢B ډېر رول لري. ځکه چې دغه ويټامين په غوښه، شيدو، پنير، د چرګانو په هګيو، تازه مېوو او سبزيو کې ډېر وي. هر انسان له دريو څخه نيولې بيا تر پنځو لېټرو پورې وينه لري.البته دغه کچه د انسان په عمراو بدن پۀ غټوالي او کوچينوالي پورې اړه لري. هغه انسان چې وينه يې کمه وي، رنګ يې ژېړ، کمزوری او فشار يې ټيټ وي، ورسره ستړی وي او سم خوب هم نه ورځي. هغه کسان چې وينه يې لږ وي، کولای شي هغه خواړه وخوري چې ويټامين او ويټامين ١٢B ولري“. تر دې وروسته پرده دار، پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||