BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:29 گرينويچ 2007 ,24 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: انټرنيټ

نجونې او نور خلک د انټرنيټ څخه د استفاده کولو پرمهال

جواد خپرونه پيل کړه خو د راز په اړه نه پوهېده، د تروم پۀ وهلو سره يې پرده دار راوغوښت اوهغه پرده کش کړه.

د پردې شاته ملالۍ، نسيم، ميوند او پلوشه په کور کې ناست وو او راډيو يې اورېده. له راډيو څخه داسې واورېدل شول:

که د انټر نيټ اسانتيا لرئ، نوموږ ته د بي بي سي ناظر ټکی کام پر پته خپل ليکونه را استولای شئ. ماشومان ونه پوهېدل چې ددې لارې څنګه ليکونه ورواستوي؟

پرده دار او جواد هم ددوئ خواته رغلل؟ پرده دار ورته وويل: انټرنېټ يوه انګليسي کلمه ده او نړيواله شبکه (نړيوال جال) يې نوم دی.

د نړۍ په هرځای کې چې خلک د دغه شي اسانتياوي ولري، پۀ ټوله نړې کې لۀ خپلو دوستانوسره غږېدلای شي، ليک ور واستولای شي او نور کارونه پرې سرته رسوي.

انټرنيت څه ته وايي؟
 انټرنېټ يوه انګليسي کلمه ده او نړيواله شبکه (نړيوال جال) يې نوم دی.
پرده دار

ماشومانو نور معلومات هم وغوښتل. پرده دار هغوی د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د رياست مرستيال، انجنير محمد حسن احمد عثماني ته بوتلل، هغه وويل:

”انټرنيټ پۀ اصل کې نړۍ والې کمپيوټري شبکې ته وايي. دا يو داسې جال دی چې، ټول کمپيوټرونه يې په غوټ سره تړل شوي دي.

خلک کولای شي چې لۀ خپل کمپوټر څخه نورو ته ليکونه واستوي مالومات ورکړي، وايې خلي او نور ډېر کارونه پرې سرته ورسوي“.

پرده دار وويل، دا کارونه هغه مهال ترسره کېدای شي چې، کمپيوټرونه د يوشي په واسطه د نورې دنيا د خلکو لۀ کمپيوټرونو سره نښلول شوي وي. انجنير دا خبره نوره هم روښانه کړه او ويې ويل:

”که موږ وغواړو چې، د نورې دنيا د خلکو له کمپيوټرونو سره اړيکۍ ونيسو نو ډېرې لارې شته،

خو په افغانستان کې لۀ هغوسپوږمکيو کار اخستل کيږي، چې د ځينوکمپنيو او هېوادونو له خوا فضاته توغول شوي وي.

انجنير محمد حسن احمد عثماني
 انټرنيټ پۀ اصل کې نړۍ والې کمپيوټري شبکې ته وايي. دا يو داسې جال دی چې، ټول کمپيوټرونه يې په غوټ سره تړل شوي دي.
انجنير عثماني

هغه هېوادونه چې، خپلې سپوږمکۍ نه لري، اړ دي چې د دغوسپوږمکيو له خاوندانو سره تړون وکړي، پسې ورکړي او دانټرنيټ په ډګر کې خپل هېواد لۀ نورې نړۍ سره ونښلوي.

پۀ هر هيواد کې يو انټرنيټي مرکز وي، چې د يوه هېواد بېلابېلې انټرنيټ لرونکې سيمې، لۀ دغه عمومي مرکز سره د انټرنيټي ډېش انتنونو پۀ مټ نښتی وي“.

پرده دار وويل: افغانستان هم لۀ دغو انټرنيټي کمپنيو سره لکه د يو وړوکي پايپ پۀ څېر چې لۀ يو لوی پايپ څخه راجلا شوی وي، نښتی دی او ولايتونه بيا پۀ کابل کې لۀ يوعمومي مرکز سره نښتي وي.

بيا نو کابل پۀ فضا کې د ځا نګړو انتنونو پۀ مرسته لۀ هغې سپوږمکۍ سره وصل دی، چې پۀ افغانستان کې ورسره کومې انټرنيټي کمپنۍ ځان وصل کړ وي.

د فضا مرکز پۀ نړۍ کې لۀ نورو سپوږمکيو سره اړيکې لري چې، هغه سپوږمکۍ هم په همدغه توګه په خپلو سيمو کې له نورو برخو سره وصل وي او په دغه توګه پۀ نړۍ کې خلک سره نښلوي“.

انجنير وويل: انټرنيټي اسانتياوې د ځينو ځانګړو انتنونو په مرسته هم پۀ هر ځای کې چې وي، تر لاسه کېدای شي.

انټرنېټي شبکه اته دېرشت کاله پخوا پۀ امريکا کې جوړه شوه خو افغانستان په ١٣٨١ش کال دودشو .

د انټرنيټ ګټه څه ده؟
څو تنه د انټرنيټ څخه د استفادې پر مهال
خلک يو لۀ بل سره د موبايل پۀ څېر خبرې کوي، يو بل ته ليکونه استوي، تجارتي کارونه پرې کوي، خبرونه او نور معلومات پرې پيدا کوي.
انجنير عثماني

له دغې شبکې سره وتړل شو“. ما شومانو پوښتنه وکړه چې انټرنيټ کومې ښېګڼې لري؟ انجنيروويل:

”د انټرنېټ پۀ مرسته خلک يو لۀ بل سره د موبايل پۀ څېر خبرې کوي، يو بل ته ليکونه استوي،

تجارتي کارونه پرې کوي، خبرونه او نور معلومات پرې پيدا کوي او داسې نور ډېرکارونه پرې کوي.

ماشومانو وويل دوی غواړي چې، ځينې دغه کارونه پۀ خپلو سترګو وويني.

پرده دار هغوی يوې انټرنيټ کېفي ته بوتلل. په دغه ځای کې ماشومانو ډېر خلک وليدل چې، پۀ کمپيوټرو باندې يې کار کول.

چا خپلو دوستانو ته ليکونه استول، چا معلومات پيدا کول او چابيا په کمپيوټري کېمرو کې خپل دوستان ليدل اوخبرې يې ورسره کولې. تردې وروسته پرده دار پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده.

چونګښهد اسرارو پرده
چونګښه
چونهد اسرارو پرده
چونه ( اهک)
د هاضمې سيستمداسرارو پرده
يوه ګوله ډوډۍ
اوومه پستهداسرارو پرده
پسته
کباند اسرارو پرده
د کبانو ژوند
سپينې شوې جلغوزيد اسرارو پرده
جلغوزي
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>