BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:13 گرينويچ 2008 ,15 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده: ښيښه (دوهمه برخه)
ناشکن لوښی

نهضت الله تروم وواهۀ او پرده دار راغی، دواړو پۀ ګډه پردې ته شعر ووايۀ او پرده ليري شوه.

خالدې او نسيمې مينځلي لوښي راواخيستل چې، د رااوچتولو پر مهال يو ښيښه يي غوري ځنې ولوېداومات شو.

عبدالله وويل چې پلار مې ويل چې ناشکن پۀ اسانۍ نۀ ماتېږي، نو داغوري ولي مات شو؟

په دې وخت کې دعبدالله مور راغله او د غوري پۀ ليدو خواشينې شوه، عبدالله وويل: مورې داغوري ولې مات شو؟ مور يې وويل، ښيښه وه چې ماته شوه.

نسيمې وويل، چې نورې ښيښې درزونه کوي خوداغوری ولي ټوټې ټوټې شو؟ په دې وخت کې پرده دار هم عبدالله دوی ته ورغی.

ښيښه څه ډول جوړيږي؟
ناشکن لوښی
 ښيښې خو لۀ يو ډول سپينو شګو (ريګو) څخه جوړېږي، دغه شګې پۀ بټيو کې پۀ اور ويلې کوي، بيا يې پۀ قالبونوکې اجوي
ماشومان

پرده دار وويل چې داغوری ناشکن و، ځکه ټوټې ټوټې شو. ماشومانو وويل چې ناشکن ښيښې لۀ نورو ښيښو سره څۀ توپير لري او څۀ ډول پۀ لاس راځي؟

پرده دار او ماشومان د د غو معلوماتو لپاره د کانونو يوه انجنير عبدالقدير ته ورغلل.

انجنير ماشومانو ته وويل، ايا تاسي پوهېږئ چې ښيښې له څه شي څخه اوڅه ډول جوړېږي؟

ماشومانووويل چې ښيښې خو لۀ يو ډول سپينو شګو (ريګو) څخه جوړېږي، دغه شګې پۀ بټيو کې پۀ اور ويلې کوي، بيا يې پۀ قالبونوکې اجوي او ډول ډول شيان ځنې جوړوي.

د ښيښو جوړولو مواد د ناشکن له موادو سره توپير نۀ لري، يوازي جوړېدل يې توپير سره لري.

لۀ دغو سپينو شګو سره لومړی نور مواد هم ګډ وي، لکه وسپنه، ګوګړ او داسې نور.

ناشکن ښيښه څه ته وايي؟
ناشکن لوښی
 که ښيښه يي لوښي پۀ قالبونوکې تر هغو پرېښودل شي چې خپله ساړۀ شي نو ډېر کلک راځي چې دغه د ناشکن او نورو ښيښو ترمنځ توپير دی.
انجنير عبدالقدير

لومړی دغه شيان ټول ځنې ليري کوي او بيا ښه تودوخه ورکوي،

وروسته يې د لوښو جوړولو لپاره په قالبونوکې اچوي او تر هغو پوري پۀ قالبونوکې پاتې وي چې، خپله ساړه شي.

بيا نو دغه لوښي لومړی خو پۀ اسانۍ نه ماتېږي اوکه مات شي نو ټوټې ټوټې کېږي.“ ماشومانو وويل چې ايا دغه نورې ښيښې هم دغه ډول جوړېږي؟ انجنير وويل:

”له نورو ښيښو سره دومره زيار نه ايستل کېږي، نه نور کيمياوي مواد پوره ځنې ليري کوي، نه ډېره تودوخه ورکوي او نه يې هم تر ويلي کولو وروسته په قالبونوکې اچوي“.

پرده دار وويل: ”دا کار ځکه کوي چې پر پاکولو او ويلې کولو يې ډېر لګښت راځي او ساده ښيښې ارزانه پلورل کېږي.

له قالبونو څخه يې ځکه ژر راباسي چې قالبونه ژر وزګار شي“.

ناشکن لوښی چې مات شوی
ناشکني ښيښه درز نه کوي، بلکي ټوټې ټوټې کېږي.

انجنير وويل: که ښيښه يي لوښي پۀ قالبونوکې تر هغو پرېښودل شي چې خپله ساړۀ شي نو ډېر کلک راځي چې دغه د ناشکن او نورو ښيښو ترمنځ توپير دی.

پرده دار وويل چې ناشکني شيان د اړتيا له مخي پنډ جوړېږي، بل دا چې دا نوري ښيښې چې ماتېږي، نو يا درز کوي او يا يې ټوټې غټې وي، خو ناشکني ښيښه درز نه کوي، بلکي ټوټې ټوټې کېږي.

يوه ماشوم وپوښتل چې يوه ورځ مې په يوه ګيلاس کې تود چای واچاوۀ چې ورسره سم ګيلاس مات شو، دا ولې؟ انجنير وويل: ځينې لوښي يوازي دسړو شيانو لپاره جوړېږي.

کله چې څوک پۀ دغه ډول ښيښه يي لوښوکې تود چای يا نور تاودۀ شيان واچوي نوسمدستي ماتېږي.

ځينې هغه ښيښې چې لۀ پلاستيک څخه جوړې شوې وي، رنګ ورسره ګډوي.

د ځينو پنډو ښيښو پۀ منځ کې يې تور پلاستيکي فلم ايښی وي او په ځينو ښيښو پوري يې د دننه له خوا تور پلاستيکي فلم سريښ کړی وي.

ناشکن لوښی
 ځينې لوښي يوازي دسړو شيانو لپاره جوړېږي، نو که څوک پۀ دغه ډول ښيښه يي لوښوکې تود چای يا نور تاودۀ شيان واچوي نوسمدستي ماتېږي.
انجنير عبدالقدير

پرده دار او ماشومانو انجنير ته کور ودانی ووايه اوځنې ولاړل.

پرده دار په ښارکې لۀ هغوماتوشويو ښيښو څخه چې هټيوال لۀ دوکان څخه دباندې غورځولي وې، دوې ښيښې راواخيستې او ماتې يې کړې،

ماشومانو وليدل چې ديوې ښيښې ټوټې غټې او دبلې داوړې وې.

د ناشکني لوښو هټيوال وويل چې، ناشکني لوښي پر درې ډوله دي، لکه عادي ناشکن، د اورضد ناشکن او کرسټل. عادي ناشکن هم پۀ سړه او هم په توده هواکې ماتېږي.

خو د اور ضد ناشکن بياپۀ تودوالي او سوړوالي دواړوکې نۀ ماتېږي او کرسټل ډېره بيه لري چې پۀ افغانستان کې يې خلک ډېر نۀ کاروي.

تر دې وروسته پرده دار پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده.

ونهد اسراروپرده
ونه
يو کيشپ چې په سيند کې لامبيد اسرارو پرده
کيشپ
ښيښهد اسرارو پرده
ښيښه
وينهداسرارو پرده
وينه
سپوږمکۍداسرارو پرده
انټرنيټ
چونګښهد اسرارو پرده
چونګښه
چونهد اسرارو پرده
چونه ( اهک)
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>