|
داسرارو پرده : طبيعي سپنج | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
فريدې او ملالۍ لوبې کولې چې احمد کورته خواشينی راننووت . احمد وويل چې په راډيو کې يې وويل چې، که چا د سپنج په باب معلومات راولېږل نو جايزه ورکوو. ما چې لۀ کليوالو څخه هرڅومره پوښتنې وکړې نو چا پرې پوه نۀ کړم. ملالۍ وويل چې، زموږ په کورکې سپنجي نالۍ ( دوشکې) شته، لۀ نږدې يې وګوره او بياهغه معلومات راډيوته ور واستوه. احمد وويل چې په راډيوکې يې ويل چې، سپنج ( اسفنج ) يو ډول ژوی ( حيوان ) دی چې په اوبوکې ژوند کوي. فريده او ملالۍ حيرانې شوې چې داڅنګه خبره ده؟ د احمد مور وويل،چې ماخپله هغه اسپنجونه ليدلي دي چې، نالۍ ترې جوړېږي، نوره نۀ پوهېږم. احمد دوئ تروم وواهۀ، پرده دار راغی، پردې ته يې شعرووايۀ او پرده ليري شوه. د پردې شاته نثاراحمد ديو نا اشنا شي څنګ ته ولاړ و، احمد وويل چې دا د مېښې څرمن ده، فريدې بړستن وبلله، پرده دار وويل چې ، دا طبيعي سپنج دی چې، پۀ اوبوکې ژوند کوي.“ ماشومانو وويل چې داشی دلته پۀ وچه کې څۀ کوي؟ پرده دار وويل: چې دا شی ما راوړی دی ،سپنج يو ډول حيوان دی چې، د سمندر پۀ تروو اود سيندونوپۀ خوږواوبوکې ژوند کوي.“ ماشومانو وغوښتل چې له سپنج سره خبرې وکړي. پرده دار د جادويي منتر په ويلو سره ماشومان سمندرته دننه بوتلل، هلته کوچنيانو رنګارنګ کبان او ښکلي بوټي وليدل. يوه ماشوم له يوه بوټی غوندي شي څخه يوه برخه راپرې کړه چې، په دې وخت کې يو غږ ځنې راوه ووت . کوچنيان حيران شول چې بوټی څنګه خبرې کوي؟ پرده دار وويل: ” داښکلي څېزونه چې تاسي يې بوټي اوګلان بولئ، هماغه سپنجونه دي چې پۀ اوبوکې ژوندکوي اوس نو خپلې پوښتنې ترې وکړئ “. ماشومانو وپوښتل چې تاسوپۀ رښتيا حيوانات ياست؟ اسفنج ووويل:” هو، موږحيوانات يو، ژوندلرو او خواړۀ خورو،.“ ماشومانو ترې وپوښتل چې، نورحيوانات خو دبدن غړي لري تاسي يې ولي نه لرئ؟ سپنج وويل: ” موږ لکه د نورو حيواناتو پۀ څېر د بدن ډېر غړي نۀ لرو ،خو بدن مو ټول سوری سوری دی ،بل داچې موږ ټول يوشان بڼه نۀ لرو،بل داچې موږ پر دوه ډوله يو: يو ډول مو د سمندرونو پۀ تروو اوبو کې ژوند کوي، لکه همدا موږ او بل ډول مو د سيندونو پۀ خوږو اوبو کې ژوند کوي.“
ماشومانو وپوښتل چې تاسي څۀ توپير سره لرئ؟ سپنج وويل: ” زموږ بدن د انسان دبدن د نوک نه نيولې بياترڅومترو پورې رسېږي او د خوږو اوبو په سپنجونو نۀ يو خبر .“ پرده دار وويل: ”د هغوئ بدن د انسان د لاس تر موټ غټ نۀ وي.“ ماشومانو پوښتنه وکړه چې تاسي پۀ اوبو کې څۀ شی خورئ ؟ سپنج وويل:” موږ هغه خواړه خورو چې پۀ اوبوکې پيداکېږي زموږ بدن ټول سوری سوری دی، د همدغو سوريو لۀ لارې زموږ بدن ته خواړۀ او اکسيجن ننوزي اوهلته جذبېږي“. پرده دار وويل: ” که دسپنج کومه برخه پرې شي نو بل سپنج ځنې جوړېږي، بل داچې سپنجونه تر اوبو لاندې په ځمکه پورې نښتي وي.“ پرده دار ماشومان بيرته دمنتر په ويلو سره له سمندر څخه را وايستل. ماشومانو وغوښتل چې دخوږو اوبو سپنجونه هم وويني؟ پرده دار دجادويي جام پۀ مرسته دسيند پۀ اوبو کې دخوږو اوبو اسپنجونه کوچنيانو ته ور وښودل، خوتوپير يې داو چې دا سپنجونه واړه وو. يوماشوم پوښتنه وکړه چې دا دواړه ډوله سپنجونه خوکاږۀ وواو اسپنجي شيان خو ډېرمنظم وي. پرده دار وويل: ” دغه سپنجونه لۀ سمندرڅخه راباسي،د ماشينونوپۀ مرسته يې سره يوځای اوبيايې پرې کوي.
خلک له ډېرو پخوازمانو راهيسي لۀ سپنج څخه ګټه اخلي، د يونان خلکو به پۀ سپنجونو جامې او بدن پرې مينځۀ . ځکه نو سپنج پاکول، يا پاکونکي ته وايي. نن چې افغانستان کې کوم سپنجي شيان پيداکېږي ډېره برخه يې لۀ مصنوعي سپنجونو څخه جوړ شوي دي،“ تردې وروسته پرده دار دپردې پۀ کشولو سره خپرونه پای ته ورسوله. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||