BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده ،لاجورد

دلاجوردو مختلفه کارونه

فېروزې او جمشېد دکور پۀ انګړ کې لوبې کولې چې يوه ګوتمۍ يې وموندله. ګوتمۍ يې پۀ ډېره خوښۍ را اوچته کړه او پۀ ځغا سته يې خپلې مور ته وروړل .

موريې دګوتمۍ پۀ ليدو ډېره خوشاله شوه.ځکه چې څوورځې دمخه دجامومينځلو پرمهال دغه ګوتمۍ ځنې ورکه شوې وه .

فېروزې او جمشېد له مورڅخه پوښتنه وکړه چې ددې ګوتمۍ غمی لۀ څۀ شي څخه جوړشوی اوڅنګه پۀ لاس راځي؟

موريې وويل چې، دا ګوتمۍ ما ديوۀ زرګرپۀ دوکان کې اخيستې ده، غمی يې ” لاجورد “ دی، خو نوره زۀ هم نۀ پوهېږمه چې لاجورد به يې څۀ ډول پۀ لاس راځي؟

پوهيږی چې لاجوردله کومه کيږي؟
لاجورد
دبدخشان دسرسنګ په سيمه کې د لاجوردو يوکان پيداشوی چې دنړۍ پۀ کچه له غوره لاجوردو څخه ګڼل کېږي
پرده دار

دوی د دې خبرې دپوهېدو لپاره دزرګر دکان ته روان شول چې په لاره کې د جمشيددترور زوی، پروېزهم پۀ مخه ورغی. پروېز وويل چې زه هم دلاجوردو په باب معلومات نه لرم.

جمشېد دوی چې د زرګر دکان ته ورسېدل نو هلته يې ډول ډول ګاڼې وليدې چې لاجورد پۀ کې کارشوي وو، لکه ګوتمۍ، امېلونه، لاس بندونه او داسې نور.

ماشومانو دزرګر له زوی څخه چې متين نومېده وپوښتل چې لاجورد څۀ ډول پۀ لاس راځي؟ متين وويل :” زه يوازي دومره پوهېږم چې لاجورد يو ګران بيه کاڼی دی.

موږ دغه لاجورد د قيمتي کاڼو لۀ سوداګرو څخه رانيسو . لاجورد پر ګاڼو سربېره په ګلدانونو او ځينو هغوشيانوکې هم کارېږي چې دکورونو دښکلا لۀ پاره کارول کېږي. “

د لاجوردو لومړنی بڼه
لاجورد دمسلکي کسانوپۀ مرسته، ديوډول برموپه وسيله لۀ تيږوڅخه راايستل کېږي

جمشيد دوی د زرګر په دکان کې لۀ څو کوچنيانو څخه پوښتنه وکړه چې لاجوردڅۀ شی دی او څۀ ډول پۀ لاس راځي؟

يوې نجلۍ وويل:” لاجورد له ښيښې څخه جوړېږي.“ يوۀ هلک وويل:

” لاجورد يوډول کاڼی دی.“ ماشومان حيران وو چې په دې باب لۀ چاڅخه پوښتنه وکړي، چې په دې وخت کې پرده دار ورپه ياد شو، تروم يې وواهۀ او پرده دار راغی.

پرده دار پردې ته شعر ووايۀ او پرده لرې شوه. دپردې ترشا کوچنيانو دلاجوردو يوه غټه تيږه وليده چې ډېره ښکلې وه.

ماشومانو پر دغه تيږه لاس تېر کړ او ويې ويل چې دالاجورد خو دتيږې پۀ څېر دی.

پرده داروويل :” لاجورد نۀ پلاسټيک دی او نۀ ښيښه، بلکې يو ډول ګران بيه کاڼی دی .“ ماشومانو پوښتنه وکړه چې لاجورد چېري پيداکېږي؟

لاجورد
لاجورد نۀ پلاسټيک دی او نۀ ښيښه، بلکې يو ډول ګران بيه کاڼی دی .

پرده داروويل چې لاجورد په غرونوکې پۀ کاڼوکې دننه وي.

ماشومانو وغوښتل چې دلاجوردو غرونه لۀ نږدې وويني،چې پرده دار هم د جادويي منتر په ويلو سره ماشومان غره ته بوتلل .

بيا دجادويي شپېلۍ پۀ وهلوسره غر دوې پلې شو، کوچنيان دلاجوردو کاڼي ته نږدې ورغلل اوهغه يې له نږدې وليد.

ماشومانو پوښتنه وکړه چې، لاجورد څۀ ډول لۀ تيږوڅخه را ايستل کېږي؟

پرده دار وويل: ” دمسلکي کسانوپۀ مرسته، ديوډول برموپه وسيله لۀ تيږوڅخه راايستل کېږي.“ ماشومانو وويل چې دزرګر د دکان لاجورد کوچني کوچني و، دلته خو يې غټ غټ کاڼي دي.

پرده داروويل:”پۀ ګاڼوکې کارول شوي لاجورد هم لومړی همداسې غټ _ غټ کاڼي وي، بياوروسته دځانګړوماشينونوپۀ مرسته واړۀ او توږل کېږي اوبيا وروسته په ګاڼوکې کارول کېږي“.

پروېز وويل چې اياپۀ ټولوغرونوکې لاجورد وي؟ پرده داروويل :” نه، پۀ هر غرۀ کې لاجورد نۀ وي، ښايي دافغانستان پۀ نوروغرونوکې هم لاجوردوي.

لاجورد
خالص لاجورد هغه دي چې نور مواد ورسره ګډ نه وي

خو تردې دمه يوازي دبدخشان دسرسنګ په سيمه کې يوکان پيداشوی دی چې لاجورد يې دنړۍ پۀ کچه له غوره لاجوردو څخه ګڼل کېږي . ښۀ لاجورد هغه وي چې، نورکيمياوي توکي ورسره نۀ وي ګډ.

رنګ يې توربخن ابي وي چې دغه رنګ ته لاجوردي رنګ هم وايي. تردې وروسته پرده دار بېرته کوچنيان خپلې سيمې ته بوتلل او دپردې پۀ کشولو سره يې خپرونه پای ته ورسوله.

ښيښيي ګلاسداسرارو پرده
ښيښه (دوهمه برخه)
ونهد اسراروپرده
ونه
يو کيشپ چې په سيند کې لامبيد اسرارو پرده
کيشپ
ښيښهد اسرارو پرده
ښيښه
وينهداسرارو پرده
وينه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>