BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:06 گرينويچ 2008 ,04 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : بېټرۍ ( مساله )

بېټرۍ

فاروق فاطمې ته وويل سره له دې چې، په راډيو کې بالتۍ شته، خو بياهم نه چالانېږي.

فاطمې وويل چې بالتۍ ( مسالې ) به يې ختمې شوې وي. فاروق وويل چې، په بالتيوکې برق لۀ کومه کېږي؟

فاطمه هم پوه نه شوه او ددې معلوماتو لپاره دکلي هټيوال ته ورغلل. هټيوال وويل:

په بالتيوکې پۀ ځانګړې کچه برېښنا وي،چې پۀ کارولو سره لۀ منځه ځي او پۀ دې خبره زۀ هم نۀ پوهېږم چې په بالتيوکې برېښنا څۀ ډول جوړېږي.

په دې وخت کې معاذ او کلثوم راغلل. معاذ وويل چې د جوړېدوپر مهال به پۀ کې لږه برېښنا اچول کېږي. کلثوم وويل چې، په بالتيوکې به يو ماشين وي او برېښنا به جوړوي.

فاطمې ددې معلوماتو لپاره تروم وواهۀ. پرده دار راغی، پردې ته يې شعر ووايۀ او پرده ليري شوه. دپردې شاته ماشومانو پرځمکه پرتۍ نوې او زړې بالتۍ وليدې.

 په بالتۍ کې سکارۀ، تېزاب، مس او پلاستيک وي . کله چې مس لۀ تېزابو سره يوځای شي،تېزاب دمسو پۀ خوراک پيل کوي .

ماشومانو وويل چې، په بالتيوکې برېښنا لۀ کومه کېږي؟ پرده دار يوه بالتۍ ماته کړه، پۀ بالتيوکې دسکرو يوه ميله، اسيد( تېزاب ) مس ،پلاستيک او وسپنه کارول شوې وو.

پرده دار وويل چې، بالتۍ پۀ ټاکلې کچه چارج لري چې دغه چارج يې پۀ مصرفېدوسره ختمېږي، ځکه چې دننه مواد يې کمزوري کېږي. فاروق وويل چې دابالتۍ خو نوي دي.

پرده دار وويل چې بالتۍ يوازي پۀ استعمال نه، بلکې که همداسي هم ايښي وي، نوچارج يې ختمېږي.

ماشومانو وپوښتل چې ولي دننه دبالتۍ تر موادو اول پلاستيک يا مسي پوښ او تر هغه وروسته د وسپنې پوښ پر راګرځېدلی وي؟پرده دار وويل:

ددې لپاره چې تېزاب پلاستيک ا ومس نۀ شي لۀ منځه وړلای، خو که وسپنه وي تېزاب يې خوري“. ماشومانو پوښتنه وکړه چې په بالتيوکې برېښنا لۀ کومه کېږي؟پرده دار وويل:

” همدغه پوښته شبنم ته هم پيداشوې وه، يوه ورځ هغې پۀ خوب کې دخپلې راډيو بالتۍ وليده، بالتۍ ورته وويل:

په بالتۍ کې سکارۀ، تېزاب، مس او پلاستيک وي . کله چې مس لۀ تېزابو سره يوځای کېږي، نوتېزاب دمسو پۀ خوراک پيل کوي .

په نتيجه کې دهايدروجن ګاز او تودوخه پيدا کېږي. که چېري يوازي کاربني ميله لۀ تېزابو سره يو ځای شي، نوهيڅ ډول عکس العمل نه لري .

بيترۍ
بالتۍ د لومړي ځل لپاره پۀ ايټاليا کې دالکساندر ولټا پۀ نوم يوه سړي جوړه کړه.

نوکه د يوه سيم په واسطه کاربني ميله له مسوسره وصل شي، دبرېښنا جريان او يوڅۀ تودوخه هم ورسره پيداکېږي.

همدغه تودوخه هماغه برېښنا ده چې بالتۍ يې لۀ خپلو منفي او مثبتو اړخونو څخه شيانو ته ورکوي او خلک ترې کار اخلي“ .

شبنم وويل چې، همدغه عمليه په عملي ډول راته وښايه، بالتۍ وويل:” په بالتۍ کې دبرېښنا شتون او جريان پۀ سترګو نشي ليدل کېدای .

يوازي دبالتيو داستعمال پرمهال ددغه کار نتيجه ليدل کېدای شي“. له دې سره سم شبنم لۀ خوبه راويښه شوه.

پرده دار وويل چې، بالتۍ د لومړي ځل لپاره پۀ ايټاليا کې د الکساندر ولټا پۀ نوم يوه سړي جوړه کړېده. ،تردې وروسته پرده دار پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده.

دکونځلوحلواداسرارو پرده
دکونځلو حلوا
سمندري سفنجداسرارو پرده
طبيعي سپنج
توږل شوی لاجوردد اسرارو پرده
لاجورد
ښيښيي ګلاسداسرارو پرده
ښيښه (دوهمه برخه)
ونهد اسراروپرده
ونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>