BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:08 گرينويچ 2008 ,05 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسراو پرده : زخه

پرده دار او کوچنيان

اتل اوبۀ وڅښلې پاتې شونې يې پر پيشوواچولې. برېښناورته وويل:"ولې دې پر پيشو اوبۀ واچولې؟ اوس به دې پر لاسونو زخې راوخېژي.

اتل ونۀ منله، تروم يې وواهۀ پرده دار راغی،دوی ورسره خپله پوښتنه شريکه کړه پرده دار او ماشومانو پۀ ګډه پردې ته شعر ووايۀ.

د پردې تر شاه موسکا ژاړي، پرده دار او ماشومان نږدې ورغلل پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې ژاړي؟

موسکا وويل: " پر لاس مې زخې را ختلي،چې دابه څۀ ډول پيدا کېږي؟ پرده داروويل:" دا يوه جلدي ناروغي ده."

پرده دار دجادويي منترپۀ ويلوسره د موسکا دلاس زخه پر خبروراوسته. موسکا ترې پوښتنه وکړه چې ته څه ډول پيدا کيږې؟ زخې وويل:"موږ لۀ يو ډول وايروس نه پيدا کېږو.

زخه
خلک بايدځانونه پاک وساتي اوکه پر بدن يې زخې راوخېژي ژر ه دې جلدي ډاکټر ته و لاړ شئ."

کله چې تاسو انسانان خپل پاکوالي ته پام نۀ کوئ بدن مو کمزوری کېږي زموږ وايروس غښتنلی کېږي، بيا نو موږ پيدا کيږو".

اتل پوښتنه وکړه: تاسو خو پۀ پيل کې يوه دانه يئ، بيا نوڅۀ ډول ډېرېږئ؟زخې وويل:"کله چې تاسې موږ پۀ خپل سر وشکوئ، يا مو ډېر وګروئ بيا موږ ستاسو د بدن نورې برخې هم نيسو."

موسکا پوښتنه وکړه: دازماپرلاس راختلې زخه درد نۀ لري داولې؟ زخې وويل:"موږ که په بياتي، ناخنګير، چاکو پرې او يا وسوځول شو بيا نو ډېر درد کوو.

موږ دانسان د بدن پۀ لاسونو، پښو، مخ، غاړه او نورو هغو برخو راپورته کېږو چی لوڅې وي." نورنوزخی هم خبرې بندې کړې.

پرده دار، ماشومان يو جلدي ډاکټر ته بوتلل، اتل لۀ ډاکټر نه پوښتنه وکړه ، چې زخې ولې وروسته لۀ شکولو ډېرېږي؟

ډاکټر وويل: " زخه چې پرې شي مېکروب يې تيتيږي بيا نورې زخې پيداکيږي."

زخه
زخې لۀ يو ډول وايروس نه پيدا کېږی،خو که وشکول شي نو د بدن نورې برخې هم نيسي"

موسکا پوښتنه وکړه ،موږ څۀ وکړو،چې پربدن مو زخې راپورته نۀ شي؟ ډاکټروويل:"بايد تل د پاکوالي خيال وساتئ،

او که پر بدن مو زخې راوختې نو ژر تر ژر ه لۀ خپلو مشرانو سره جلدي ډاکټر ته و لاړ شئ." پرده داراو ماشومانو ډاکټر سره خدای پۀ اماني وکړه اوخپرونه پای ته ورسېده.

کنګل ( يخی )د اسراو پرده
کنګل ( يخی )
 زيرهد اسرارو پرده
زيره
بېټرۍداسرارو پرده
بېټرۍ ( مساله )
دکونځلوحلواداسرارو پرده
دکونځلو حلوا
سمندري سفنجداسرارو پرده
طبيعي سپنج
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>