BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:18 گرينويچ 2008 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: ژاولې

ژاولې

سردار غنم ژوول چې ژاولې جوړې کړي، نازنينې ورپورې خندل او دا کار يې ناشونی ګاڼه، بيايې تروم وواهه او پرده دار داوسني راز په اړه يې وويل:

"نن د داسې يوه څيز په اړه غږيږو چې له تاسې سره شته" وروسته يې پرده لرې کړه او تر شا يې ګلالۍ او نورزيې له ژاولو پوکاڼې جوړولې.

نورزيې وويل: "زما د ژاولې پوکاڼې ځکه غټې دي چې ژاوله له برړو جوړه شوې ده" خو ګلالۍ دا خبره نه منله چې ژاوله دې له ونې نه تر لاسه شي.

پرده دار دوۍ نږدې ورغلل، او ويې وېل چې نورزيه ريښتيا وايي وروسته نورزيې کېسه وکړه، چې يوه ورځ دخپلې ترور له لورزرغونې سره غره ته لاړه.

 ژاولې دخولې بد بوئ لرې کوي او غاښونه منځي خو ژوبلو غاښونو ته تاوان لري.

زرغونې ورته د برړو له شيرې نه چې يو ډول وړې ونې دي ژاوله جوړه کړه، پرده دار وويل چې دنښترو له کنډو او دلمنځې او اېنځرو له شيرې نه هم ژاوله جوړيږي.

خو ماشومانو وپوښتل چې بازاري ژاولې له څه شي جوړيږي؟ پرده دار هغوۍ يو جادويي ځنګله ته بوتلل چې دغوزانو په څېر لوړو ونو نه ډک وو. پرده دار وويل:

"دا ونې منيکارا چيکل نوميږي. تل شنې اوپه تودوسيمو کې وي، تنه يې د ارې په شان ژوبليږي،

چې شيره ترې ووځي په کنډو بدليږي، دا کنډ له اوبو نه لږ ډير اېشول کيږي.

بيا خواږه اورنګ په کې ګډېږي اوچې ساړه شول نو بيا ژاوله ده. وروسته دوۍ يوې کوټې ته ورغلل. په کوټه کې د ژاولې په اړه يو غټ کتاب اېښی وو.

کتاب په خپله پرانېستل شو او ويې وېل:

ژاولې
بازاري ژاولې په فابريکو کې له پارافينو او مومو نه جوړيږي.

"کله چې غوږونه هوا واخلي او بند شي ژاوله داستونزه له منځه وړي. د مخ د عضلاتو فلج له منځه وړي او مخنيوی يې کوي.

دخولې بد بوئ لرې کوي، غاښونه مينځي، خو په تش نس او په ژوبلو غاښونو ژواله ژوول تاوان لري. ژاوله يو ډول مواد لري چې په خوله کې نه خرابيږي.

خوپه معدې کې ټوټې کېږي، ورځې په معده کې پاتيږي. هر وخت ژاولې تېرول بدن ته تاوان لري. بازاري ژاولې په فابريکو کې له پارافينو او مومو نه جوړيږي.

تيار شوي چاکلېټداسرارو پرده
چاکلېټ
دسترګې عکسد اسراروپرده
دسترګې عکس
د قران کريم ستورېڅېرې اوسيمې
د قران کريم ستورې
چرګوړيد اسرارو پرده
چرګوړي
 رنګ شوې تيږې د اسرارو پرده:
رنګ شوې تيږې
د اسراو پرده : زخه: محمد عارف لوديند اسراو پرده
زخه
کنګل ( يخی )د اسراو پرده
کنګل ( يخی )
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>