BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:12 گرينويچ 2008 ,24 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: د قران کريم ستورې

د قران کريم ستورې
ما ته يوه داسې وړه جنۍ معلومه ده چې ډير ښه تلاوت کوي.
فواد او فوزيه د کومې وړې جنۍ تلاوت له راډيونه واوريده. په همدې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله.

تر روغ بړ وروسته ګاډيوانه ورته وايي چې، ما ته يوه داسې وړه جنۍ معلومه ده چې ډير ښه تلاوت کوي. لږ وروسته ټول په ګډه په جادويي ګاډۍ کې روان شول.

ګاډيوانې وويل موږ د نازنينې دوی کورته چې په کابل ښار کې دی ورځو. هغه يوولس کلنه ده او په اتم ټولګي کې درس وايي.

په دې کې ګاډۍ د نا زنينې دوی دکور تر څنګ ښکته شوه. نازنينې هغوې ته هرکلی وايي. فوزيه پوښتنه کوي چې څنګه دې د قران کريم د ستوري لقب تر لاسه کړ؟

نازنينې وويل: "تېر کال زموږ په ښونځي کې د تلاوت مسابقه پيل شوه او د قران کريم د ستوري لقب ما تر لاسه کړ.

نازنين وويل چې، ماشومتوبه يې په جومات کې قران کريم لوسته. بيا يې د ماشومانو په غوښتنه د قران کريم تلاوت وکړ.

د قران کريم ستورې
زموږ د ښونځي د تلاوت مسابقه کې مې دقران کريم د ستوري لقب وګاټه.
نازنينه

نازنيې د قران کريم تلاوت ترڅنګ، د کاراتې، فټبال او باسکتبال د لوبې په سياليو کې هم جاييزې هم ګټلي دي.

هغه زياتوي: "يو ميډال مې په کاراته کې اخيستی، بل مې په فټبال کې کټلی دی او دا هم د ښې ورزشکارې جايزه ده."

فوزيې د نازنينې له مور نه پو ښتنه وکړه چې نا زنينه له تا سره د کور په کارونو کې هم مرسته کوي؟ د نا زنينې مور وويل: "هو کله چې په کور کې وي نو مر سته کوي."

د نازنينې پلار د خپلې لور د استعداد ستاينه کوي او وايي چې، د انګليسي او رياضي کورسونه يې خلاص کړي په ټولو مضامينو کې لايقه ده.

تر دې ورورسته ګاډيوانې او ماشومانو له نازنينې دوي نه اجازه وغوښته او لاړل.

دفارم هډې پارکڅېرې اوسيمې
دفارم هډې پارک
جهان نمابڼ څېرې اوسيمې
جهان نمابڼ
 پلخشتي جوماتڅېرې اوسيمې
پلخشتي جومات
ترکمن سندر غاړیڅېرې اوسيمې
ترکمن سندر غاړی
کابل پو هنتونڅېرې اوسيمې
کابل پو هنتون
انځوروونکي لاسونهڅېرې او سيمې
انځوروونکي لاسونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>