|
څېرې اوسيمې: کابل پو هنتون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سپوږمۍ او هيلې لوبې کولې چې سيير راغی، دوى ته يې وويل:"ولاړې شئ درسونه مو ووايئ،پلار مې ويل بيا به لۀ خيره پو هنتون ته بريالي شئ. هيله او سپوږمۍ پو هنتون نۀ پېژني، سييروويل: "ما اورېدلي ډېر ښه ځای دی." هيلې وويل: "کاشکې چې موږ هم پو هنتون ليدلای وای! ګاډيوانه ترور راغله، دوی يې په جادويي ګاډۍ کې، د کابل پو هنتون پۀ لور روان کړل. سيير پوښتنه وکړه چې کابل پو هنتون د کابل پۀ کومه سيمه کې دی؟ ګاډيوانې وويل: "د کابل د( کارته سخي)او (ده بري) پۀ سيمه کې دی. ماشومانو لۀ هوانه يو لوى بڼ وليدۀ، ګاډيوانې وويل: "دا بڼ ندی، کابل پو هنتون دی. جادويي ګاډۍ يې همدغلته کوزه کړه.
ماشومانووويل:" دومره ډېرهلکان او نجونې دلته څۀ کوي؟ ګاډيوانې وويل:" دوى محصلين دي، محصل هغه چاته ويل کيږي چې پۀ پوهنتون کې زده کړه کوي." سيير لۀ يوې محصلې نه پوښتنه وکړه، پو هنتون ويل تا ته څه ګټه لري؟ موسکا وويل:" زموږ استادان او د هېواد ډاکټران لۀ همدې پوهنتونه فار غ شوي،کېدای شي زۀ هم ډاکټره يا استاده شم." د انجينرۍ پوهنځي يو محصل وويل: "موږ چې لۀ پوهنتونه فارغ شو، بياکورونه، سړکونه او روغتونونه جوړوو." هيلې لۀ ګاډيوانې نه پو ښتنه وکړه: "دا پو هنتون څۀ وخت جوړ شوی او څومره محصلين پکې درس وايي؟ ګاډيوانې ددې پو ښتنې ځوابولو لپاره ماشومان د کابل پو هنتون مرستيال ښاغلي مکمل الکوزي خواته بوتلل، الکوزي وويل: "کابل پوهنتون پۀ ( ١٣١١) کال، په ( ٩٠٠) جريبه ځمکه کې جوړ شوی، تر دې دمه پۀ (١٤) پوهنځيو کې تر (١٦٠٠٠) محصلين او لۀ شپېتونه ډېر استادان لري."
سيير پوښتنه وکړه پو هنتون څه مانا لري؟ الکوزي وويل: "پو هه تعليم ته وايي، او تون ځای ته، يانې د پو هې ځاې. کابل پوهنتون د نجونو او هلکانو محصلينو لۀ پاره بيلې بيلې ليليې، کتابتون، انټر نېټ، وړيا زده کړه، بهرني بورسونه، اود ټولنيزې اړتيا پر بنسټ پوهنځي لري." تر دې وروسته ګاډيوانه او کوچنيان لۀ الکوزي سره خدای پۀ اماني کوي او خپرونه پاې ته رسيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||