|
څېرې او سيمې: کيسه ليکونکې نجلۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سپوږمۍ او پلوشې د راډيو له لارې يوه کيسه اورېده، چې په دې وخت کې نوروز راغی، دده له راتګ سره د راډيو کيسه هم پای ته ورسېده. نوروز وويل چې، کاشکې لږ وړاندې راغلی وای، ما به هم کيسه اورېدلې وای. سپوږمۍ او پلو شې په ټوکو ورته وويل چې، خير دی خپه کېږه مه، کله چې موږ کيسې وليکلې بيا به يې واورې. نوروز ملنډې پرې ووهلې او و يې ويل چې، که ستاسي په عمر ماشومانو کيسې ليکلای شوای، نو اوس به هر چا ليکلای. په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله.
تر روغ بړ وروسته چې کله له حا له خبره شوه نو ويې ويل چې، ماته يوه نجلۍ رامعلومه ده چې نصيبه نومېږي او ستاسي همزولې ده، نصيبه دا سي ښې کيسې ليکي چې، خلک ورته حيران دي. ماشومانو له ګاډيوانې څخه غوښتنه وکړه چې موږ د دې نجلۍ ليدوته بوزه. ګاډيوانې هم د هغوی خبره ومنله او ماشومان يې په جادويي ګاډۍ کې دنصيبې دوی د کور پر خوا روان کړل. ماشومانو پوښتنه وکړه چې نصيبه څوکلنه ده او کور يې چېري دی؟ ګاډيوانې وويل چې نصيبه (١٣) کلنه ده او کور يې د بلخ ولايت د مزار شريف په ښارکې دی. ماشومانو په هواکې د مزارشريف د ښار يادونه وکړه چې، په دې وخت کې جادويي ګاډۍ د نصيبې دوی د کور مخ ته راکښته شوه او ټول په ګډه دنصيبې دوی کور ته ورغلل.
تر روغ بړ ورسته پلوشې له نصيبې څخه وپوښتل چې له څه وخته راهيسي دي په کيسو ليکلو پيل کړی دی؟ نصيبې وويل: ”يوه ورځ زموږ په ښوونځي کې دوو ملګرو جنګ سره وکړ. څه موده وروسته له دوی څخه دا يو يې بهر هېواد ته ولاړ او دا بل يې ډېر خپه معلومېده. کله چې ما پوښتنه ځنې وکړه، هغه خپله ټوله کيسه راته وکړه او ماوليکل“. ماشومانو له نصيبې څخه پوښتنه وکړه چې څنګه دي له کيسو سره مينه پيدا شوه؟ نصيبې وويل چې ما به مجلې، کتابونه او ورځپاڼې ډېرې لوستلې، له دې لارې مې له کيسو سره مينه پيدا شوه. تراوسه مې اووه لنډې کيسې ليکلي دي او پر يوې بلې کيسې اوس کار کوم. کله چې کيسه وليکم لومړی يې په کور کې پلار، مور او خويندوته اوروم. کله چې هغوی مشورې راکړي، بيا يې خپلې ښوونکې ته ورښکاره کوم چې هغه يې هم وګوري.
زه پر خپلو کيسو سربېره د نورو ليکوالو کيسې هم مطالعه کوم او ډېرې مې خوښېږي. سپوږمۍ وپوښتل، چې لمړنۍ او اوسنۍ کيسې دي څه توپير سره لري؟ نصيبې وويل چې ډېر تو پير سره لري. زه په اول کې نه پوهېدم چې کيسه څه ډول پيل کړم او څنګه يې پای ته ورسوم، خو اوس پوهېږم. زه اوس له خپلوکيسو څخه ډېره راضي يم او ډېرې مې خوښېږي. نوروز وپوښتل چې ته کيسې دڅه لپاره ليکې؟ نصيبې وويل چې زه کيسې د خلکو او ټولنې د اصلاح لپاره ليکم. سپوږمۍ نصيبې ته وويل چې زه له کيسو سره ډېره مينه لرم، خو نه يې شم ليکلای. نصيبې وويل چې، که څوک وغواړي کيسې وليکي لومړی بايدکيسې ولولي او دکيسو په باب ډېره مطالعه وکړي.
زه د کيسوليکلو او ښوونځي ترڅنګ کورس ته هم ځم او د لوبو لپاره هم وخت لرم. په ښوونځي کې له خپلوهم صنفيانو سره او په کورکې له خپلو ورېرونو سره هم لوبې کوم، د کور په کارونوکې هم برخه اخلم. په دې وخت کې د نصيبې مور راغله او ويې ويل چې، زه له نصيبې سره په کيسه ليکلو کې مرسته کوم او دکيسې املا او انشا يې ورجوړوم. کله چې دګاډيوانه وخت ته پام شو نوله نصيبې او مور سره يې خدای په اماني وکړه او ورڅخه رخصت شول. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||