|
څېرې او سيمې: ګل چرن سينګ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ليمه اسد ته په يوې مجلې کې د يو هلک په هکله يو مضمون ور ښکاره کوي چې، په څلورو ژبو پوهېږي. دوی دواړه د مضمون په ليدو حيرانېږي چې، په دې وخت کې ګاډيوانه ترور راغله. تر روغبړ ورورسته چې کله ګاډيوانه له هغه مضمون څخه خبره شوه، نو وه يې ويل چې، ماته يو (سيک) هلک رامعلوم دی چې په پنځو ژبو پوهېږي. ددې خبرې په اورېدو ماشومانو له ګايوانې څخه وغوښتل چې دوی دي ددې هلک ليدوته بوزي. ګاډيوانه هم دغه وړانديز ومانه اوماشومان يې په جادويي ګاډۍ کې دسيک هلک ليدو ته روان کړل . يوه هلک وپوښتل چې دا هلک څه نومېږي، دڅوکالو دی او چېري اوسېږي؟ ګاډيوانې وويل چې داهلک د ( ١٣) کالو دی، نوم يې ( ګل چرن سينګ ) دی او د ننګر هار ولايت اوسېدونکی دی.
تر لږ ځنډ ورورسته ګاډۍ د جلال اباد ښارته ورسېده. ګاډيوانې ګاډۍ د درمسال ترڅنګ ښکته کړه اوهلته د ګل چرن سنګ دوی دکان ته ورغلل. تر ستړې مشي وروسته يوه ماشوم له ګل چرن سنګ څخه وپوښتل چې کومې ژبې دې زده دي؟ هغه وويل چې،په پښتو، دری، هندي، پنجابي او انګليسي ژبو پوهېږم. بياماشومانو وپوښتل چې دا ژبې دي څنګه زده کړې؟ ګل چرن سينګ وويل چې، زموږ دکان ته ډېری پښتانه اودری ژبي راځي. پښتو او دري مې له هغوی څخه زده کړی ده. پنجابي مې مورنۍ ژبه ده. انګلېسي مې په کورس او هندي مې په ښوونځي کې زده کړې ده. دغه ژبې ليکلای هم شم، خو په انګلېسي ژبه کې لږ ستونزې لرم“. بيا ګاډيوانې وپوښتل چې ته خو هم دوکان ته راځي او هم کورس او ښوونځي ته، دا ټول کارونه څه ډول تر سره کوې؟ ګل چرن سينګ وويل: ”زه خپل کارونه د مهالوېش له مخي کوم“.
ليمې له اسد څخه وپوښتل چې دا ژبې تاته څه ګټه لري؟ ګل چرن سينګ وويل: ”ګټه يې دا ده چې د هرچا په خبرو پوهېږم، کتابونه لوستلای شم، ددرملو په نومونو پوهېږم اوداسي نور“. اسد وپوښتل چې درمل هم جوړولای شې کنه؟ ګل چرن سينګ وويل: ”هو، له خپل پلار څخه مې د ځينو درملو جوړول زده کړي دي، خو پلارمې نه پرېږدي چې درمل جوړکړم او يا چاته درمل ورکړم“. په دې وخت کې د ليمې پام ټيپ ته ور واوښت او له له ګل چرن سينګ څخه يې وپوښتل چې ته سندرې هم اورې؟ ګل چرن سينګ وويل چې، هو، کله کله يې اورم، په تېره بيا هندي سندرې ډېرې اورم. په دې وخت کې د ګل چرن سينګ پلار راغی او دخپل زوی په باب يې وويل:
ګل ډېر هوښيار هلک دی، د ښوونځي له درسونو سره ډېره مينه لري، په ښونځي کې اول نمره دی. د ښوونځي ترڅنګ له ماسره هم ددوکان په کارونوکې مرسته کوي“. تر دې وروسته اسد دوی د ګل چرن سينګ له دوو تنو ملګرو سره هم خبرې وکړې. يوه ملګري يې وويل: ”ګل زماسره په ښوونځي کې يوځای دی، کله چې زموږ ښوونکی نه وي، ګل موږ ته درس راکوي“. بل ملګری يې وويل:” ګل دکريکيټ په لوبه کې ډېرتکړه دی، زه پسي راغلی يم چې دکريکيټ لوبه وکړو“. په دې وخت کې د ګاډيوانې پام شو چې دتلو وخت دی. له ګل چرن سينګ سره يې خدای پاماني وکړه او له ماشومانو سره په جادويي ګاډۍ کۍ روانه شوه. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||