BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:47 گرينويچ 2007 ,25 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې اوسيمې: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت

دجميل په لاس کې يو کتاب و، غوټۍ ترې وپوښتل چې دا کتاب چا چاپ کړی دی؟ زما تره هم دغه ډول کتابونه چاپوي.

جميل وويل چې دا کتاب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چاپ کړی دی. غوټۍ او جميل په دې چورت کې شول چې دا وزارت به چېري وي؟

په دې وخت کې ګاډيوانه ترورراغله، تر روغ بړ وورسته يې ماشومان په جادويي ګاډۍ کې سپاره اود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته روان شول.

په هوا کې يوه ماشوم له ګاډيوانې څخه وپوښتل چې دا وزارت چېرته دی او اطلاعات او فرهنګ څه مانالري؟ ګاډيوانې وويل:

”دا وزارت په کابل کې دی، اطلاعات معلوماتو اوفرهنګ دود او دستور ته وايي“.

شاه زمان وريځ
 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ( ١٣٤٣) او (١٣٤٤) کلونوکې جوړشوی چې لومړی وزير يې سيد قاسم رښتيا و.
شاه زمان وريځ

څو شېبې وروسته ګاډۍ د وزارت تر څنګ راکښته شوه. ګاډيوانه او ماشومان په ګډه وزارت ته ننه وتل.

جميل په دويم پوړکې يوه لوحه ولوستل او له ګاډيوانې څخه يې وپوښتل چې د وزارت مقام څه ته وايي؟

ګاډيوانې وويل چې، په وزارت کې د وزير شعبې او د کار ځای ته د وزارت مقام ويل کېږي.

تر دې وروسته ماشومانو په دريم پوړکې يو شمېر نورې لو حې هم ولوستلې چې، يوه پکې د باختر اطلاعاتي اژانس وه.

ماشومانو له ګاډيوانې څخه وپو ښتل، چې دا وزارت څه وخت جوړ شوی او کوم کارونه کوي؟

ګاډيوانې وويل، راشئ چې ددې پوښتنو د ځوابولو لپاره مو د نشراتو رئيس ته بوزم.

ماشومانو د نشراتو له رئيس، شاه زمان وريځ سره ستړي مشي وکړه. وريځ صاحب وويل:

د باختر اژانس دنده
د باختر اژانس لوحه
 دا اژانس له ټول افغانستان څخه خبرونه او ګزارشوانه را ټولوي او بيايې نورو رسنيو ته ورکوي.
امان الله جهانيار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ( ١٣٤٣) او (١٣٤٤) کلونوکې جوړشوی چې لومړی وزير يې سيد قاسم رښتيا و.

دا وزارت په عمومي ډول پر څلورو برخو وېشل شوی، لکه اداري او ګرځندوی معينيت، دځوانانو معينيت، فرهنګي معينيت او د نشراتو معينيت.

ماشومان دګرځندوي په ماناپوه نه شول، وريځ صاحب وويل:

د ګرځندوی معينيت پر اداري کارونو سربېره داکارونه کوي مثلاً په افغانستان کې د بهرنيو سيلانيانو لپاره لازم تدابير نيول، هغوي ته د افغانستان د تاريخي ځايونو ښودل او داسې نور“.

ماشومان وپو ښتل چې دا وزارت ماشومانو ته څه ګټې لري؟ وريځ صاحب وويل:

”موږ د ماشومانو لپاره د (کمکيانو انيس) په نوم يوه مجله لرو چې په هغه کې دماشومانو لپاره ډېرې په زړه پورې لېکنې خپرېږي“.

تردې وروسته ګاډيوانې ماشومان د باختر اطلاعاتي اژانس مرستيال امان الله جهانيار ته وروستل.

ماشومان
 د ماشومانو اړتياړې او غوښتنې د چارواکو غوږونو ته رسوي او ماشومان د دولت له هغوکارونو څخه خبروي چې د ماشومانو لپاره يې کړي وي.
امان الله جهانيار

تر روغ بړ وروسته جميل وپوښتل چې دا اژانس کوم کارونه کوي؟ معاون صيب وويل:

”دا اژانس له ټول افغانستان څخه خبرونه او ګزارشوانه را ټولوي او بيايې نورو رسنيو ته ورکوي.

غوتۍ وپوښتل چې اژانس موږ ماشومانو ته څه ګټه لري؟ معاون صيب وويل:

”د ماشومانو اړتياړې او غوښتنې د چارواکو غوږونو ته رسوي او ماشومان د دولت له هغوکارونو څخه خبروي چې د ماشومانو لپاره يې کړي وي“.

ګاډيوانې وپوښتل چې دا اژانس څو تنه کارکوونکي لري؟ معاون صيب وويل چې دلته په مرکزي اداره کې (١٢٠) کارکوونکې لري. بيا ګاډيوانه او ماشومان د وزارت وړکتون ته ورغله.

هلته يې له ماشومانو او ښوونکو سره خبرې وکړې. د وړکتون يوې ښوونکي وويل:

”موږ د ماشومانو لپاره درې ټولګي لرو. تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان له هغه ځايه رخصت شول اوخپرونه پای ته ورسېده.

صديقه ترکمنه سندرغاړېڅېرې اوسيمې
ترکمنه سندرغاړې
ګل چرن سينګ څېرې او سيمې
ګل چرن سينګ
مير بچه کوټ پارکڅېرې او سيمې
مير بچه کوټ پارک
استالفي کاسېڅېرې اوسېمي
کلاله نجلۍ
يو ماشوم د کابل په منډوي کېڅېرې او سيمې
منډه يي کوڅه
معيوب خيا‌طڅېرې او سيمې
معيوب ماشوم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>