BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:33 گرينويچ 2007 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: منډه يي کوڅه

د وچې ميوې دوکان

اصف ناديې ته وويل، چې روژر څومره ژرخلاصه شوه! ورپسې دنويو کاليو خبره ياده شوه.

اصف وويل چې زه له خپل پلار سره د کابل ښار منډه يي ته ولاړم، هلته موکلچې، کيک، ماچې او داسې نور شيان رانيول.

ناديې وپوښتل چې کابل منډه يي چيرته ده؟ په دې وخت کې ګاډيوانه ترور هم رار ورهسېده.

ترستړې مشي وروسته، ماشومانو د ګاډيوانې ترور څخه وغوښتل چې هغوی منډه يي ته بوزي.

ګاډيوانې وويل چې په افغانستان کې خو منډه يانې ډېرې دي نو تاسې کومې منډه يي ته ځئ؟ ماشومانو وويل چې موږ کابل منډه يي ته بوزه!

ګاډيواني هم دغه خبره ومنله او هغوی يې په جادويي ګاډۍ کې سپاره او ګاډۍ پرواز وکړ. ماشومانو په ګاډۍ کې د بازار د ګڼې ګوڼې يادونه وکړه.

 دلته په منډه يي کې دوکانداري کوم. موږ ماکسي، شاراراه، ساړۍ او پنجابي کالي خرڅوو. د اختر په ورځوکې مو دخرڅلاو بازار ښه ګرم وي.
امير خان

ګاډيوانې ترور وويل، چې دادی زه هم ګاډۍ په پل باغ عمومي کې، چې دکابل ښار مرکز دى کوزوم. اصف ناديې ته وويل، لاس دې راکړه، چې سره ورک نه شو.

تردې وروسته ګاډيوانې ترور ماشومان د جامو خرڅولو يوه دوکانو ته بوتلل. دوی هلته له يوه ماشوم دوکاندار سره خبرې پيل کړې، ماشوم وويل:

” زمانوم اميرخان دى او دلته په منډه يي کې دوکانداري کوم. موږ ماکسي، شاراراه، ساړۍ او پنجابي کالي خرڅوو. د اختر په ورځوکې مو دخرڅلاو بازار ښه ګرم وي“.

په دې وخت کې دګاډيوانې دوی يوې ماشومې ته پام شو، چې د سودا لپاره راغلې وه، هغې وويل: ”زما نوم هيله ده، زه دلته له خپلې مور سره دجامو اخيستلو لپاره راغلې يمه“.

تر دې ورورسته ماشومانو له يو بل سړي سره چې فريدالله نومېده او يوماشوم هم ورسره وخبرې وکړې هغه وويل:

”دا هلک زما کشر ورور دی چې دجامو اخيستلولپاره مې له ځان سره راوستلى دى“.

ګاډيوانې وويل، چې دلته د هر شي لپاره بېل مارکيټ دی. بيا ماشومانوله ګاډيوانې څخه وپوښتل، چې دا منډه يي څه وخت جوړه شوې او څو دوکانونه لري؟

هيله د جامو اخيستلو لپاره منډه په يي کې
هيله له خپلې مور سره دجامو اخيستلو لپاره راغلې ده.

ګاډيوانې دغه خبره له يوه دوکاندار سره شريکه کړه هغه وويل: ” کابل منډه يي تقريباً ( ٢٠٠ ) کاله پخوا جوړه شوې ده چې اوس تر (٦٠٠٠) ډېر دوکانونه لري“.

تر دې وروسته ماشومان د وچې مېوې يوه دوکان ته ورغلل، دوکاندار وويل: ” زمانوم يار محمد ناصري دى، او وچې مېوې خرڅوم، د اختر په شپوکې زموږ سودا ډېره کېږي“.

هلته يوماشوم چې رامين نومېده، وويل: ”زه دلته له خپل پلار سره راغلى يم، موږ د دې لپاره دلته راغلي يو چې دلته بوټونه، واسکټ، جامې او ماچې رانيسو“.

ګاډيوانه اوماشومان تردې وروسته له کابل منډه يي ولاړل اوخپرونه پای ته ورسېده.

معيوب خيا‌طڅېرې او سيمې
معيوب ماشوم
د هريرود پارک څېرې او سيمې
هريرود پارک
کب نيوونکیڅېرې او سيمې
دسروبي بند
احمدضياء باجه غږوونکی هلکڅېرې او سيمې
باجه غږوونکی هلک
سحر افرينڅېرې اوسيمې
سندرغاړې نجلۍ
ويس احمدڅېرې او سيمې
ليکوال ماشوم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>