BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:31 گرينويچ 2007 ,18 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې: هريرود پارک

د هريرود پارک


مينې الياس ته وويل، چې نن مې زړه ډېر تنګ شوی دی.

کاشکې چې ګاډيوانه ترور راغلې او موږ يې يوځای ته دساتېري لپاره بېولي وای. د ماشومانو له دې خبرې سره سم ګاډيوانه راغله.

تر روغ بړ وروسته ماشومانو ګاډيوانې ته وويل، چې موږ يوه مېله ځای ته بوزه.

ګاډيوانې هم دغه خبره ومنله، هغوی يې په جادويي ګاډۍ کې سپاره او د يوه مېله ځای خواته روان شول.

ماشومانو په هواکې د ځينوځايونو يادونه وکړه، لکه د هرات جامع جومات، منارونو او نورو ځايونو يادونه وکړه . ګاډيوانې ګاډۍ د هريرود بڼ ترڅنګ راکښته کړه.

 دا پارک پخواد ظاهرشاهي او شاهي باغ په نومونو هم يادېده، چې ډېرې ميوه لرونکي ونې يې درلودې. بيا په جګړوکې خراب شو .
بڼ وال

ماشومان د پارک په ليدو ډېر خوشاله شول، د ګلانو او پر بڼ باندې شاوخوا راګرځېدلي دېوال يادونه يې وکړل .

د مينې او الياس يوې ډلې ماشومانو ته پام شو، چې په لوبو بوخت وو.

دوی ورغلل، چې خبرې ورسره وکړي. يوه ماشوم وويل: ”زما نوم رشاد دی او له (باغ دشت) څخه له خپلې کورنۍ سره راغلی يم.

داځای ښه شين دی او څنګ ته يې لوی رود (سيند) هم بهيږي، د ساتيري لپاره ډېر ښه ځای دی“.

بل ماشوم وويل: ”زما نوم سهراب دی، موږ دې پارک ته دجمعې په ورځو کې راځو، ښه سات موتېرېږي“.

يوې نجلۍ وويل: ”زما دا پارک ډېرخوښېږي، زه له خپلي کورنۍ سره د تفريح لپاره راغلې يم“.

د مينې يوې کورنۍ ته پام شو، چې په پخلي بوخت و. ګاډيوانې وويل، چې دلته ځينې کورنۍ راځي او د غرمې ډوډۍ پخوي.

هرات
ماشومان د هرات جامع جومات، منارونو په ليدو ډير خوښيږي.

په دې وخت کې د هريرود پارک باغوان هم راغی. الياس له باغوان څخه وپوښتل چې ددې باغ په اړه معلومات ورکړي؟ باغوان وويل چې،

دا پارک پخواد ظاهرشاهي او شاهي باغ په نومونو هم يادېده، چې ډېرې ميوه لرونکي ونې يې درلودې.

بيا په جګړوکې خراب شو او په (١٣٨١) ش کال کې بيرته له سره ورغول شو، د خلکو د ناستې لپاره (٢٠٠) څوکۍ پکې جوړې شوې او (٤٠_٥٠ ) ډوله ګلان پکې وکرل شول.

دې پارک ته پخوا ځکه شاهي باغ ويل کېده، چې، د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د پاچاهۍ په وخت کې جوړ شوی دی اوځينو خلکو ورته ظاهر شاهي باغ يا شاهي باغ هم وايه.

مينې دباغ د اوبه کولو په اړه له باغوان څخه وپوښتل، هغه وويل:

”کله، چې په سيند کې اوبه وي نو د سيند په اوبو يې اوبه کوو خو که سيند وچ وي نو بيا له واټر پمپ څخه کار اخلو“.

له ماشومانوسره پوښتنه پيدا شوه، چې دا پارک به څه وخت جوړ شوی وي؟

د هريردود پارک څه وخت جوړ شوی؟
د هريرود پارک
هريرود پارک (٤٣) کاله پخوا په (٦٠) جريبه ځمکه کې د خلکو د تفريح لپاره جوړ شو، اوس د خلکو د ساتېري لپاره ډېر ښه ځای دی .
ډاکټر احسان الله

ګاډيوانې هغوی د دې پوښتنې د ځواب لپاره د هرات ولايت دځنګلونو مدير، مـحمد احسان الله ته وروستل، چې هغه هم باغ ته راغلی و.

هغه وويل: ”د هريرود پارک (٤٣) کاله پخوا په (٦٠) جريبه ځمکه کې د خلکو د تفريح لپاره جوړ شو،

دا پارک اوس د خلکو د ساتېري لپاره ډېر ښه ځای دی او د هرات له ډېر سيمو څخه خلک ورته راځي.

تر دې وروسته ماشومانو او ګاډيوانې له مدير صاحب سره خدای پاماني وکړه اوخپرونه پای ته ورسېده.

کب نيوونکیڅېرې او سيمې
دسروبي بند
احمدضياء باجه غږوونکی هلکڅېرې او سيمې
باجه غږوونکی هلک
سحر افرينڅېرې اوسيمې
سندرغاړې نجلۍ
ويس احمدڅېرې او سيمې
ليکوال ماشوم
د فلم ريلسيمي او څېرې
پارک سينما
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>