BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:49 گرينويچ 2007 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سيمي او څېرې: پارک سينما

په سينما کې نندارچيان د فلم کتو ته ناست دی

سپوږمۍ او اکبر د ګاډيوانې راتګ ته ډېره تلوسه لري چې، په دې وخت کې ناڅاپه ګاډيوانه له خپلې جادويې ګاډۍ سره راپيداکيږي. ماشومان د ګاډيوانې په راتګ خوښي څرګندوي.

دواړه له ګاډيوانې غواړي، دوی د هغې سينما ليدو ته بوزي چې مخکې يې وعده ورسره کړې وه. ګاډيوانه يې هم خبره مني، ټول ګاډۍ ته پورته او په هواکيږي.

اکبر وايي چې هم به چکر ووهي او هم به دسينما په هکله معلومات ترلا سه کړي، د ماشومانو خوله، له ډېرې خو ښۍڅخه نه سره ټوليږي او له ګاډيوانې نه پو ښتي چې دوی کومې سينما ته بيايي؟

ګاډيوانه وايي چې دوی د کابل پارک سينماته بيايې. ماشومان دکابل نوي ښار ته په رسېدو د پارک يادونه کوي، ځکه چې دوی يوځل مخکې هم له ګاډيوانې سره دې ځای ته راغلي وه.

ګاډيوانه وايي چې د پارک سينما په همدې پارک کې ده او بيا ګاډۍ د سينما تر څنګ ښکته کوي.

سپوږمۍ او اکبر د سينما لوړ تعمير او زيات شمېر خلک يادوي چې دسينما مخ ته ولا ړ وي.

سپوږمۍ او اکبر د سينما انځورونو ته حيران حيران ګوري، ګاډيوانه ترور وايي چې دا انځورونه د خلکو لپاره ځړول شوي دي چې پو شي کوم فلم نندارې ته وړاندې شوی دی؟

د پارک سينما لرغونتوب
يو تن د پارک سينما مخې ته
 د پارک سينما دکابل نوي ښار په پارک کې موقعيت لري او دا انځورونه د خلکو لپاره ځړول شوي دي چې، پوه شي کوم فلم نندارې ته وړاندي شوی دی.
د سينما مدير

ماشومان او ګاډيوانه سينما ته دننه ورځي. لومړی يې سترګې د ټکټ پلرلو پر غرفې لګيږي. ګاډيوانه وايي چې هرڅوک سينما ته راځي، نو لومړی بايد ټکټ واخلي او بيا د فلم ليدو ته ورشي.

په دې وخت کې د ماشومانو پام يو شمېر نورو ماشومانو ته وراوړي چې له خپلو مشرانوسره سينما ته راغلي وي. سپوږمۍ اواکبر د ماشومانو خواته ورځي او له يوه ماشوم نه پوښتي چې سينما ته دڅه لپاره راغلی دی؟

هغه وايي چې هم يې ساعت تيريږي اوهم ښې خبرې زده کوي. اکبر له يوه بل ماشوم نه پوښتي چې د فلم له ليدونه يې څه زده کړي دي؟

هغه ورته وايي چې يو ځل له خپل پلار سره سينما ته راغلی و، په فلم کې يوه هلک په سبقونو کې ډېر کوښښ کاوه چې، غټ شي نو ښوونکی به ترې جوړ شي.

دغه هلک وايي چې، او س زه هم په خپلو درسونوکې ډېرکوښښ کوم. ګاډيوانه، اکبر او سپوږمۍ د سينما په دننه کې د خوراکي توکو هټۍ او فلمونو د پو سټرونو ترليدنې وروسته دسينما له مدير سره معرفي کوي.

دسينما مدير ماشومان دسينما تالار ته بيا يي چې هلته هر څه په خپلو سترګو وويني. مدير وايې چې همدغه لوی تالار سينماده، يوه لويه پرده لري چې فلم پکې ښکاري او خلک پر څوکيو کېني.

سپوږمۍ او اکبر دسينما پرده له نژدې ويني او د پردې بر (سور) په خپلو قدمونو اندازه کوي. ماشومان پوښتي چې پر دې لويې سپينې پردې فلم څه ډول ښکاري؟

د پارک سينما
نندارچيان د فلم د نندارې پر مهال
پارک سينما په ١٣٣٥ش کال کې جوړه شوې ده او په دې سينما کې پر يوه وخت ٥٢٠ کسان ځاييږي.
ګاډيوانه

دسينما مدير د سينما د وروستۍ برخې دوهم پوړ ته اشاره کوي چې هلته يوه وړه کړکۍ هم ترسترګو کيږي، مدير وايي چې له هغه ځايه د فلم ښودلو دماشين وړانګې راوزي او بيا پر پرده لوېږي چې په دې ډول فلم ښکاري.

سپوږمۍ او اکبر په دې خبره حيرانيږي او غواړي خونې ته ورشي چې دفلم ماشين په خپلو سترګو ووينې. مدير د دوی د لاپوهاوي لپاره ماشين چالانوي او دفلم يوه برخه ورته ښيي.

ماشومان پوښتي چې سينما يانې څه؟ مدير وايې چې سينما فلم ته وايي او سينماد صالون د نندارې ځای ته ويل کيږي. مدير وايې چې پارک سينما په ١٣٣٥ش کال کې جوړه شوې ده.

په دې سينما کې پر يوه وخت ٥٢٠ کسان ځاييږي. سپوږمۍ او اکبر غواړي چې په سينما کې فلم وويني. ګاډيوانه يې هم خبره مني او د تالار پر لور روانيږي.

سپوږمۍ او اکبر د فلم ليدوته ډېره تلوسه لري، خوګاډيوانه ورته وايې چې په سينما کې د فلم ليدو وخت معلوم وي، لکه لس بجې، يوه بجه او درې بجې.

په دې وخت کې سپوږمۍ د چاکليټو پوستکی پر ځمکه اچوي، ګاډيوانه ورته وايی چې دسينما پاک ساتلوته بايد ټول خلک پام وکړي اوبل داچې بايد دفلم په وخت کې پټه خوله کېني.

ګاډايونه ترور او ماشومانڅېرې اوسيمې
ماشوم وياند
ګل غونډۍ سيمې او څېرې
ګل غونډۍ
څيرې او سيمې: د لوبو خطرناک ساما نڅيرې او سيمې
د لوبو خطرناک ساما ن
څيرې او سيمې: د استالف تختڅيرې او سيمې
د استالف تخت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>