|
سيمې او څېرې: ګل غونډۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
شريف او شيرينه د ګاډيوانې په ليدو خوښي څرګندوي او له هغې سره ستړي مشې کوي. ماشومان له ګاډيوانې څخه غواړي، چې هغوی په جادو يي ګاډۍ کې د چکر لپاره يو ځاى ته بوزي. ګاډيوانه هم د ماشومانو خبره مني او هغوی د ګل غونډۍ ليدو ته بيايي چې د پروان ولايت دچاريکار ښار کې ده. ماشومان پر ځمکه سيندونو او باغونو ته اشاره کوي او خوشحالي څرګندوي. په دې وخت کې د شيرينې پام يوې داسي غونډۍ ته اوړي، چې د ارغوان له ګلانو څخه ډکه او هلته زيات شمېر خلک هم ښکاري. ګاډيوانه ګاډۍ د دغې غونډۍ څنګ ته کښته کوي. هلته درې ماشومان هم په لوبو بوخت وي، چې دوه تنه يې له کابل او بل يې له چاريکار څخه له خپلو کورنيو سره راغلي وي. يو ماشوم وايي، چې د ګل غونډۍ او ارغوان ګلانو په هکله يې ډيرې کيسې اورېدلي، خو دايې لومړی ځل دى، چې دلته د مېلې لپاره راځي، ځکه نو دا ځای ورته ډېر په زړه پوري دی. په دې وخت کې شيرينه يوې ودانۍ ته اشاره کوي، چې د غونډۍ پر لوړه برخه جوړه شوې ده. ګاډيوانه وايي، چې دا دولتي مېلمستون دی، هغه خارجي مېلمانه چې ددې غونډۍ ليدو ته راځي په همدې مېلمستون کې اوسيږي. د ماشومانو يوې ډلې ښځوته پام کيږي، چې ټولې يو ځای سره راټولي شوي وي. په هغوی کې يوه ښځه چې له چاريکار ښار څخه راغلې وي، وايي چې دا ښځينه پارک دی، چې يوازي ښځې ورته راځي، نارينه د ورتګ اجازه نه لري. ګاډيوانه د دې غونډۍ يوه ښېګڼه دا ګڼي، چې د نارينه وو او ښځمنو ځايونه سره جلا دي. تر دې وروسته د ماشومانو يوې نجلۍ ته پام کيږي چې، په پخلي لګيا وي. شيرينه د هغه پيرکي خرڅرونکي يادونه کوي، چې د دوى خوا ته را روان دى. پيرکى خرڅونکى د خپلو پيرکيو صفت کوي او وايي، چې دی هره ورځ دلته د پيرکيو خرڅولو لپاره راځي، په تيره بيا د جشن او مېلو په ورځوکې يې ښه سودا کيږي. شيرينه پوښتي چې دلته خو اکثره خلک له ځان سره خپل خواړه راوړي او يا يې دلته پخوي،ايا له د دوى پيرکي هم خلک اخلي؟ پيرکي پلورونکى وايي چې له دوی څخه خلک يوازي پيرکي نه، بلکې ايشولي هګۍ هم اخلي. ګاډيوانه او ماشومان له دغه ماشوم څخه پيرکي رانيسي او په خوند خوند يې خوري. په دې وخت کې شريف ته پوښتنه پيدا کيږي، چې دا غونډۍ څه وخت او چا جوړه کړې ده ؟ ګاډيوانه د دې پوښتنې د ځواب لپاره ماشومان د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کار کونکي، خواجه شاه احمدي ته بيايي. ښاغلى احمدي وايي، چې په ١٣٢٤ لمريز کال کې ، ياني نژدې ٦٢ کاله پخوا ميرعلم شاه، چې د چاريکار ښاروال و، دې ځای ته پام شواو دلته يې دوه کاريزونه وکيندل، چې د همدې کاريزونو په اوبو دا غونډۍ اوبه کېدله.
تر دې وروسته دا غونډۍ له بوټو او ګلانو داسي ډکه شوه، لکه يو چا چې د ارغوان ګلانو څادر ورباندي غوړولی وي. په دې ډول د خلکو، په تېره بياد هنرمندانو او شاعرانو پام ېي ځانته راواړاوه. په ١٣٢٧ لمريز کال کې د هيواد تکړه شاعر بهايي جان پر دې ځای د ګل غونډۍ نوم کېښود. شيرينه غواړي، چې د ارغوان ګلانو يوه څانګه وشکوي او له ځانه سره يې يوسي، خو ګاډيوانه وايي چې ،که هر تن يوه يوه څانګه وشکوي نو په لږ وخت کې به ټول ګلان خلاص شي. دګاډيوانې او ماشومانو پام کيږي چې د تګ وخت دی. دوی جادويي ګاډۍ ته پورته کيږي او ځي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||