BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:23 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څيرې او سيمې : د تورخم بندر گمرک
څيرې او سيمې : د تورخم بندر گمرک

خالد چې نوى له پاکستان څخه خپل هيواد ته راستون شوى د زمان او فيروزې سره چې دده دوستان دي مخ کيږي. تر روغبړ وروسته زمان او فيروزه له خالد څخه دهغه د سفر په هکله پوښتي. خالد ورته دخپل سفر ستاينه کوي او وايي چې د لارې په اوږدو کي يې ډيرې شنې او سمسورې سيمې ، د اوبو او برېښنا ستربندونه او آبادکلي وليدل، خو يوه ځاى زما زياته پاملرنه ځانته ورواړوله ،ځکه هلته له هر راز مالونو ډکې لارې ډيرې زياتې تر سترګوکيدې اود خلکو ډيره ګڼه ګوڼه وه.

فيروزه وايي چې په مالونوډکې لارۍ خو په هرځاى کې ليدل کيږي، دانو څه جالب والى لري؟ خالد وايي چې هلته لارۍ وزن کيدې او مالونه يې چک او کنترول کيدل ، خو پوه نه شوم چې دابه کوم ځاى و او دا کارونه به يې د څه له پاره کول؟

دوى لا په همدې خبرو کې وي چې ګاډيوانه ترور رارسيږي او ترروغبړ وروسته موضوع له ګاډيوانې ترورسره شريکوي، ګاډيوانه ترور وايي چې نوموړى ځاى د تورخم ګمرک دى.

ګاډيوانه ترور غواړي د تورخم ګمرک په هکله ماشومانوته مالومات ورکړي خو ماشومان له ګا ډيوانې څخه هيله کوي چې جادويي ګاډۍ راوغواړي او دوى د تورخم ګمرک ليدو ته بوځي.

 هيواد ته وارد شوي مالونه ددولت دقانون سره سم ګمرک کې کتل کيږي،چې خراب نه وي او تاريخونه يې نه وي تېر شوي، بيه يې مالوميږي او يوه ټاکلې اندازه پيسې د محصول په نوم دولت ته ورکوي
د گمرک کارکونکې

ګاډيوانه ترور د هغوى خبرې په ورين تندي مني او د جادويي کلمو په تکرار جادويي ګاډۍ ددوى تر مخې دريږي. ماشومان په مينه او تلوار ګاډۍ ته پورته کيږي اوجادويي کلمو په ويلو ګاډۍ الوزوي.

د لارې په اوږدو کې ماشومان دتيزاو زړه راښکونکي شمال په لګيدوخوښي څرګندوي او دبيلابيلوسيمو څخه د تيريدو پر مهال له ګاډيوانې څخه پوښتنې کوي چې ګاډيوانه ترور ورته د هرې سيمې په هکله مالومات ورکوي.

باالاخره ګاډۍ د غرونو تر منځ يوې شنې او سمسورې درې ته رسيږي چې د پاخه سړک پر سر يوه لويه اوسپنيزه دروازه چې دواړه خواوو ته يې عسکرولاړدي ددوى پاملرنه ځانته وراړوي. دروزاې ته نارسيده يوه ښکلې دوه پوړيزه ودانۍ هم تر سترګوکيږي. ماشومان دسړک پر سرددروازې اويادې شوې ودانۍ په هکله له ګاډيوانې ترورڅخه پوښتي .

ګاډيوانه ترور ورته وايي چې هماغه لويه اوسپنيزه دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحد يابندردى او هغه دوه پوړيزه ودانۍ چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې له ورايه مالوميږي،د تورخم ګمرک دى او له ماشومانو غواړي ځانونه ټينګ کړي تر څو ګاډۍ کښته کړي .

دتورخم د بندرتر څنګ ګاډۍ کوزيږي او ماشومان ددروازې په دواړو خواوو کې د عسکرو په ليدو پوهيږي چې يو خوادپاکستان او بلې خواته د افغانستان عسکر ولاړ دي.

د تورخم بندر تر ليدو وروسته ګاډيوانه تروراو ماشومان د تورخم ګمرک په لور ورځي. دګمرک په لاره د څوهلکانو سره مخ کيږي چې څوک مالونه له يوه ځايه بل ځاى ته وړي اوڅوک يې هم ګرځنده پلورونکي دي.

ماشومان او ګاډيوانه ترور
News image
 داسې هم نه ده چې ټول شيان به اول ګمرک ته ځي ، يوازې هغه مالونه چې له بهر څخه زموږ هيواد ته راځي هغه محصوليږي
گاډيوانه ترور

له ماشومانو سره تر لنډوخبرو وروسته ګمرک ته ورننوځي چې په راز راز مالونو بار لارۍ يې پاملرنه ځانته ورګرځوي او ګومان کوي چې داټولې لارې او مالونه به د يوه کس وي، د موضوع دروښانولو لپاره دګمرک له يوه تن کارکوونکي څخه پوښتي ، هغه مالومات ورکوي چې دالارۍ دخلکو اومالونه د سوداګرو دي چې د محصول يا ګمرکي ټيکس د ورکولو په خاطر هلته په نمبر ولاړې دي.

ماشومانو ته د ټيکس ياګمرکي محصول کلمه نوې ښکاري او په دې برخه کې هم توضيحات غواړي ، موظف نفروايي : (( هيواد ته وارد شوي مالونه ددولت دقانون سره سم ګمرک کې کتل کيږي،چې خراب نه وي او تاريخونه يې نه وي تېر شوي، بيه يې مالوميږي او يوه ټاکلې اندازه پيسې د محصول په نوم دولت ته ورکوي .))

ماشومان پوښتي چې دولت په دې پيسو باندې بيا څه کوي ،ګاډيوانه ترور وايي چې دولت بيا په دې پيسو ښوونځي ، پلونه ، سړکونه او داسې نورځايونه جوړوي چې موږ او تاسې ټول ترې ګټه اخلو.

فيروزه پوښتي چې کله دلاريو مالونه محصول شول بيا نو څه کيږي ؟

يو بل تن چې هغه هم دتورخم په ګمرک کې کارکوي ، وايي چې مالونه وروسته تر کتلو اومحصولولو له ګمرک څخه وځي اوبيانورد سوداګروکاردى چې خپل مالونه چيرته وړي او خرڅوي يې.

فيروزه وايي:(( هغه اوس وپوهيده چې ټول شيان اول په ګمرک کې محصوليږي او بيا بازار ته راځي.)) خو ګاډيوانه ترور ورته وايي چې : (( داسې هم نه ده چې ټول شيان به اول ګمرک ته ځي ، يوازې هغه مالونه چې له بهر څخه زموږ هيواد ته راځي هغه محصوليږي ، زموږ د خپل هيواد توليدات او پيداوار په آزاده توګه په ټول هيواد کې پرته د ګمرکي محصوله خرڅيږي.))

دتورخم ګمرک ته راغلي مالونه يواځې د امريکا، انګلستان، چين، ماليزيا،دوبۍ او داسې نورو ملکونو توليدات دي ، چې په دې مالونو کې تلويزيونونه، راډيو ګانې، کمپيوترونه، دبنجارګۍ سامان، خوراکي توکي لکه : چاى ، غوړي ، بوره، اوړه او داسې نورشامل دي.

ماشومان د تورخم ګمرک په ليدو او په ګمرک کې دکارونودترسره کيدو په هکله د مالوماتودترلاسه کولو وروسته له ګاډيوانې ترور سره يوځاى بيرته په جادوئي ګاډۍ کې د خپلو کورونو په لور ځي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>